د اکتوبر ۷مه؛ پر افغانستان د امریکا د حملو اصلي موخې!

سهار څارګر

۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه د امریکا او برتانیا لخوا په ګران افغانستان بریدونه پیل شول، که څه هم په خوله مسلمانو او ځینو کافرو هیوادو د دې کار پر ضد خبرې کولې او په دوامداره توګه خواشیني او غوصه به یې ښودله، خو تر میاشتو ـ میاشتو پورې آن د بریدونو په شدت کې هم هېڅ کمښت را نغی.

د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش به وخت نا وخت دا اعلان هم کاوه، چې د برید ساحه به نوره هم پراخه شي، جګړه به د اوږدې مودې لپاره روانه ساتي او د جګړې له ختمېدو نه وروسته به بیا هم په افغانستان کې پاتې کېږي.

که څه هم دا بریدونه ظاهراً د دې لپاره و، چې د طالبانو حکومت، یو عرب مجاهد اسامه بن لادن، امریکا ته نه تسلیموي؛ نو د طالبانو حکومت ته د سزا ورکولو په وجه ترسره کېږي؛ خو ولې په دې بریدونه کې بې وسلې خلک او غريب شهریان هم هدف وګرځول شول؛ بناء د عامو خلکو د هدف کولو او د بوش د اعلامیو څخه موږ ته دا روښانه کیږي، چې اصلي موضوع دا نه وه؛ بلکې په دې بهانه په جنوبي او منځني اسیا کې پوځي حضور ته لاره هوارول و.

لکه څنګه چې یې په عربي خلیج کې د عراق او کویټ شخړه رامنځته کړه؛ نو امریکا او متحدینو یې ته اجازه پیدا شوه، چې هلته پوځونه ځای پر ځای کړي، په همدې توګه هغه وخت د افغانستان مسله هم قصداً ګډوډه شوه، ترڅو پدې سيمه کې د پوځونو ښکته کولو لپاره جواز رامنځته کړي.

دا کار د دې لپاره و، چې د طالبانو اسلامي امارت د ایډیالوژیکي حکومت د ړنګولو ترڅنګ به دلته په سیمه کې د چين، روسیې، ایران او منځنۍ اسیا نفوذ او پوځي جوړښت کنټرول کړي او هم به له مخکې نه، په منځنۍ اسیا کې د تېلو، ګازو، لېتیمو او د نورو قیمتي منرالونو د لویو زیرمو په استخراج واک ټینګ کړي.

تر دې وړاندې به د امریکا ولسمشر جورج ډبليو بوش او د برتانیا صدر اعظم په پرلپسې توګه دا خبره کوله، چې دوی د اسلام او مسلمانانو پر ضد ندي او د دوی په نظر اسلام یو سوله‌پال مذهب دی او مسلمان سوله‌پال خلک دي؛ خو د جګړې له پیل سره جورج بوش «صلیبي جګړې» وبلله او د برتانیا د هغه وخت صدر اعظم هم د جګړې له پیل څخه وروسته په یوه مقاله کې د طالبانو د حکومت په طرز باندې طعن او انتقاد وکړ. دغه انتقاد د هغه اصلي احساسات ښکاره کړل.

د دې هېوادونو د پرلپسې کړنو نه ټولې اسلامي نړۍ ته دا جوته شوه، چې د دغې جګړې هدف نه یوازې اسامه بن لادن دی او نه د طالبانو اسلامي حکومت دی؛ بلکې د اسلامي امت ګرد جهادي تحریکونه، دیني حلقې او هغه مسلمانان دي، چې د قرآن او سنت سره تړلي دي او په حقیقت کې لودیځ د همدې دیني ویښتابه او تمایلاتو ختمولو لپاره میدان ته راوتلی و.

د برتانیا د هغه وخت صدراعظم ټوني بلیر په یوه مقاله کې، چې (جنگ لندن ورځپاڼې) د ۱۳ اکتوبر ۲۰۰۱م په ګڼه خپره کړې ده، د افغانستان اسلامي امارت په نښه کړی او وایي: “طالبان او اسامه بن لادن غواړي، چې یو دقیانوسي او غیر روادار زوړ نظام بیا ټولې مسلمانې نړۍ ته راولي».

د دې خبرې مطلب دا دی، چې د لویدیځ اصلي اندیښنه دا وه، چې که چیرته اسلامي امارت او اسامه بن لادن په افغانستان کې د یو اسلامي نظام په جوړولو بریالي شي؛ نو دا به د اسلام د نفاذ نورو تحریکونو ته هم په ټوله اسلامي نړۍ کې قوت ورکړي.

لویدیځ ته دا وېره ځکه پیدا شوې وه، چې که په افغانستان کې دا نظام بریالی شي؛ نو ممکن نورو مسلمان هېوادونو ته وغځېږي او هلته حاکم شي، که داسې وشول؛ نو د لودیځ ټول هغه استعماري او استحصالي جال، چې د قدرت او سازشونو په زور په مسلمانو هېوادونو غوړول شوی، ترڅو یې کنټرول کې وساتي او د مسلمانو شتمنۍ ترې غلا کړي، نو دا جال به له منځه لاړ او ختم شي. زما په اند د ټولې مسئلې اصلي ټکی هغه وخت همدا و او نن همدا دی او نور ټول عوامل د همدې په شاوخوا راڅرخي.

خو ولې زما په فکر، نور د لویدیځ استحصالي او سرمایه‌دارانه نظام خپل طبعي ژوند تېر کړی، پر نړېوال نظام یې خخې کړې منګولې سستې شوې دي او نور نو د تاریخ دڅرخ حرکت ته لویدلی.

له همدې کبله هغه وخت هم په افغانستان باندې پوځي عملیاتو او په بې‌وزلو خلکو باندې وحشي بمبارونو او وژنو، د دغه خطې میشتو مسلمانانو ته ستونزې راولاړې کړي او څو کاله یې نارامه او اضطراب کې وساتل؛ خو پای کې د لویدیځوالو سرمایه‌دارانه او د سیکولر نظام د ژغورلو او د اسلام د عادلانه او فطري نظام د مخنیوي یوه هڅه هم بریالی نشوه او نه سیکولر نظامونو دلته بريالي کېدای شي. بیا هم دلته همداسې کیږي.

البته د اسلامي نړۍ د دیني مشرانو او اسلامي حرکتونو لپاره په کې يوه ازموينه وي او هغه دا چې دوی د دې حالت سره د مقابلې لپاره تر کومه حده پورې د يو بل سره اړيکې، مشورې، حوصلې او لاسنیوی کوي.

Exit mobile version