له ادعا تر عمله؛ د اوسني عصر د خوارجو شرمناکو کړنو ته یوه کتنه! یوولسمه برخه

اسامه نهضت

د اسلام تاریخ له هغو خوځښتونو او ډلو ډک دی، چې د اسلامي امت د اصلاح، لارښوونې او ژغورنې دعوه یې کړې، خو ډېری دغه خوځښتونه د امت د لارښوونې پر ځای، پخپله د بحران او ناورین سرچینې ګرځېدلي دي.

د دې لړۍ تر ټولو څرګند او بدنام مثال د داعش ډله ده، چې په یو ډول د خوارجو د لارې دوام ګڼل کېږي؛ هغه ډله چې د اسلام په لومړیو پېړیو کې یې د دین د دفاع او د امت د اصلاح تر شعار لاندې، غیر اسلامي کړنې ترسره کړې. د نن زمانې خوارج هم د دین تر نوم او د امت د ژغورنې تر شعارونو لاندې، په حقیقت کې پر اسلامي ټولنو ناورین او تباهي تپلې ده.

خوارج د لومړي ځل لپاره د صفین له جګړې وروسته په اسلامي تاریخ کې را څرګند شول. دوی ځان د حق مدافعین بلل، خو د دین د ناسم تفسیر له امله یې مسلمانان په دوو ډلو، حق او باطل ووېشل او هر څوک چې د دوی له نظر سره هم‌عقیده نه و، تکفیر او د مرګ په سزا محکوم کېدل.

له اسلامي شریعت دغه سخت او غلط تفسیر د تاوتریخوالي او تفرقې یوه نوې څپه راوپاروله. د داعش ډله په یوویشتمه پېړۍ کې د همدې خوارجي فکر یوه عصري بڼه ده؛ داسې ډله چې ځان یې د برحق خلافت څښتنه بلله او ادعا یې کوله، چې د امت د ژغورنې یوازینۍ لاره د دوی پیروي ده.

داعش که څه هم د امت د نجات تر شعار لاندې را پورته شو، خو ډېر ژر پخپله د امت د زمانې تر ټولو ستر مصیبت شو؛ د داعش مصیبتونه د اسلامي امت لپاره پراخ او ژور وو، چې په دې لیکنه کې به یې ځینې مهمې بېلګې یادې کړو. هغه ښارونه او بنسټیز تأسیسات چې داعش خوارجو پرې قدم ایښی و، په سوریه، عراق او نورو سیمو کې په بشپړ توګه وران شول، زرګونه کسان بې‌کوره او بې‌ځایه شول.

داعش د بېلابېلو اسلامي ډلو د تکفیر او پر اقلیتونو د بریدونو له لارې د امت یووالی په نښه کړ. د شیعه او سني مسلمانانو، بېلابېلو قومونو او حتی د مسلمان ګاونډیانو ترمنځ اړیکې د دې ډلې د تاوتریخوالي له امله سختې خرابې شوې. دا کړنې د بهرنیو هېوادونو لپاره د مداخلې دروازې پرانیستې او هغه درزونه یې رامنځته کړل چې نه یوازې سیاسي، بلکې فرهنګي او رواني زیانونه یې هم راتلونکو نسلونو ته ورسول.

له دې سربېره، داعش د ټولنیزو شبکو او شانداره تبلیغاتي بڼې له لارې، د یوې پاکې او عدالت‌محورې ټولنې دروغجن انځور وړاندې کړ. دغې فریب‌کاره تبلېغاتو ډېر استعداد لرونکي او د حقیقت لټونکي ځوانان وغولول. ډېرو دغو ځوانانو د امت د ژغورنې د وعدو په تمه ځان د هلاکت پر لاره واچاوه او د دنیا او آخرت دواړه یې له لاسه ورکړل.

په پای کې ویلای شو، چې د داعش د خوارجو تجربه دا ښيي، چې د امت ژغورنه د تاوتریخوالي او افراطیت له لارې نه تر لاسه کېږي. رښتینی اسلام د سولې، عدالت او اعتدال دین دی، او هره هڅه چې د تحریف شوې نسخې د تپلو له لارې وشي، نه یوازې بې‌ګټه ده، بلکې خپله د امت لپاره یو نوی ناورین زېږوي.

Exit mobile version