د مقالو د لړۍ په لومړۍ برخه کې مو وویل چې په دې لړۍ کې به د خوارجو ترمنځ د ادعا او عمل پرتله وکړو او د الله جلجلاله په مرسته به د دوی د پوچو ادعاوو حقیقت خپلو درنو لوستونکو ته روښانه کړو.
د اسلامي امت لپاره دا خبره ښکاره او روښانه ده چې د داعش خوارجو تر ټولو خطرناکه وسله د مسلمانانو د غولولو او د باطل په صف کې د هغوی د راجلبولو لپاره، د قرآنکریم د آيتونو او نبوي احاديثو په بڼه کې ښايسته او پر احساساتو ولاړې ويناوې دي، چې له ظاهره د جهاد، شهادت او خلافت په سپېڅلو مفاهيمو ځان تړي، خو د دغو غولوونکو الفاظو تر شا، د افراط، د مسلمانانو تکفیر، د بېګناه وینو تویولو او د امت د ریښتینو مجاهدینو پر صفونو د درنو ضربو پرته بل حقیقت نشته.
ابو محمد العدناني هغه مهال چې د اسلامي دولت (د داعش پخوانی نوم د خلافت له اعلان وړاندې) ویاند وټاکل شو، په خپل لومړي بیان کې چې د ۱۴۳۲ هـ ق کال د روژې په میاشت کې د «إنّ دولة الإسلام باقیة» تر سرلیک لاندې خپور شو، د اسلامي امارت له ستر مقام څخه یادونه وکړه او مظلومو مسلمانانو ته یې د هجرت بلنه ورکړه، څو د ملا عمر رحمهالله تر بیرغ لاندې راټول شي.
ده هغه وخت داسې ویلي وو:
إلى جميع المجاهدين عامةً في شتّى بقاع الأرض, ولا يسعني إلا أن أخص منهم الجبل الأبيّ الأشم والبحر الحمي الخِضم, بأبي هو وأمي, الشيخ الفاضل الملا عمر مع بشتونه والطالبان, صخرتنا القوية وقلعتنا العصية. يا من ظُلِمتَ ارحل إلى الملا عمر — وقفاته عدلٌ ورشدٌ نادرُ. بشتونه والطالبان حماتنا — قد عاهدوا الرحمن أن لن يغدروا. لن يُخذل الإسلام لا — ما دامت الأرواح فيهم أو دماءٌ تقطرُ.
یعنې:
ټولو مجاهدینو ته، چې هر چیرې دي او په ځانګړي ډول هغه غره ته چې نه ټیټ کېږي او هغه سمندر ته چې زور یې بېپای دی، زما پلار او مور دې ورته فدا وي؛ شیخ فاضل، ملا عمر، د خپلو پښتنو او طالبانو سره، زموږ کلکه صخره ده او زموږ نهماتیېدونکې قلعه.
اې! ته چې مظلوم پاتې شوی، د ملا عمر رحمهالله خواته هجرت وکړه، د هغه دریځونه د عدالت او هدایت یوه نادره بېلګه ده. پښتانه او طالبان زموږ ساتونکي دي ، هغوی له رحمن سره عهد کړی چې هېڅکله به خیانت نه کوي.
اسلام به هېڅکله کمزوری نه شي – تر هغې چې دوی ژوندی دي یا یې له بدنونو وینه څاڅي.
دا څرګندې کلمې، د داعش د لومړني دریځ څرګندوی دي، په ځانګړي ډول د اسلامي امارت پر وړاندې، هغه مهال چې لا دوی د خپل خونړي خلافت اعلان نه و کړی او لا یې قدم افغانستان ته نه و ایښی؛ خو دا دریځ چې ډېر ژر له خپلو ظاهري شعارونو سره په ټکر کې، په بشپړ ډول بدل شو.
هو! که څه هم داعش خوارجو په پیل کې اسلامي امارت د اسلام ریښتینی استازی باله، خو کله چې د دوی ناحقه غوښتنې د اسلامي امارت له خوا رد شوې، دوی د اسلامي امارت مجاهدین په تکفیر ونیول او د هغوی وینې یې حلالې وګڼلې.
دا هماغه شېبه وه چې د دوی د ادعا او عمل تر منځ یې واټن «له آسمانه تر ځمکې» ورسوه؛ له ستاینو او مدحو یې ځان تر تکفیر او چاودنو ورسوه، هماغه خوارج چې پرون یې اسلامي امارت د اسلام د نهماتیېدونکې کلا په توګه یاداوه، نن یې تر ټولو ستر هدف ګرځولی او د امارت مجاهدین یې مرتدین، منافقان او د اسلام دښمنان بولي، صرف ځکه چې هغوی د دوی د ځانخوښي بیرق لاندې سر ټیټ نه کړ.
دا ناڅاپي او متضاد بدلون، یوه تريخ او د عبرت ډک حقیقت څرګندوي: داعش خوارج نه ثابته عقیده لري، نه کوم شرعي اصل یا معیار، بلکې څوک چې له دوی سره بیعت وکړي، هغه مسلمان او مجاهد دی؛ او څوک چې له بیعت څخه سرغړونه وکړي، هغه کافر او د وینې تویولو مستحق ګڼل کېږي، دا یوه خطرناکه لاره ده، چې د خوارجو پخوانۍ څېره یې، په یوه نوي بڼه کې، بیا راژوندۍ کړې او اسلام او اسلامي امت ته یې جدي ګواښ متوجه کړی دی.
نو له همدې امله، د دې منحرفې ډلې واقعي څېره پېژندل او د دوی د ښکاره تناقضونو افشا کول، د اهل بصیرت او د امت د غمخورو لپاره یو شرعي مسؤولیت او ټولنیز ضرورت دی.