لیکوال: احمد الله عاطفي
دآ قرانکریم کې په پنځوآیتونو کې د وسواس ذکر راغلی .
قال الله تبارک وتعالی: فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْآتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَٰذِهِ الشَّجَرَةِ إِلَّا أَنْ تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ.(الاعراف: ۲۰)
ژباړه:نو شیطان وسوسه کړل، د دې لپاره چي لدوی پټي جثې ئې ورته بر بنډي کړي او (ورته) وئې ویل: خپل رب یوازي د دي لپاره لدې وني منع کړي ئې چي داسي نه فرشتې شئ او تلپاته شئ.
وسوسه په خپل ذات کې دومره بده اغیزه لري چې بنده په هر څه پوه هم وي بیائې هم له بدې اغیزي ځان ساتل ممکن نه دی مګر دالله سبحانه وتعالی په مرسته.
ووینئ، سیدنا حضرت آدم او بي بي حوا(علیهماالسلام) ته الله سبحانه وتعالی په جنت کې ځای او مقام ورکړ،لار ښوونه ئې وکړه چې له ټولو میوو، دانو خوړلی شئ، مګر دې ځانګړې ونې ته مه نږدې کیږئ (له میوې ئې استفاده مکوئ)، او دا هم ور معلوم شو چې شیطان ښکاره دښمن دی، ده ته ئې له سجدې کولو په انکار سره دالله سبحانه وتعالی نافرماني وکړه ،ولې بیاهم دسوسوې په جال کې ونغښت.
قال الله تبارک وتعالی: وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ.( البقره:۳۵)
ژباړه:ومو ویل: اې آدمه! ته او میرمن دي په دې جنت کي مېشت شئ او له کومه ځایه چي غواړئ پریمانه وخورئ، خو دې وني ته مه نږدې کیږئ، که نه نو له ظالمانو به شئ.
دا ونه دڅه شي وه او څه و؟
ځینو مفسرینو (الشجره) په ځانګړیو نومونو مسمی کړی.
برهان الدین کرماني په تفسیر(غرائب التفسيروعجائب التأويل) کې د (وَلَا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ) کې دزیاتو مفسرینو اقوال ذکر کړي چې دهغه له جملي دځینو په قول: دا شجره،دغنمو،زیتونو،انګورو،خورما، کافور، علم، دخیر او شر علم، تل پاتې کیدو ونه چې ملائک ترینه استفاده کوي، الحنظل(تریخی یا مړغونی) او نور…
قرآنکریم موږ ته نه دي ویلي چې دا ونه دڅه شي وه، نو موږ د دې مسئولیت هم نه لرو چې خامخا نوم ورته پیدا کړو، اونه داسي مطلوب دی چې شرعي حق ولري،الله سبحانه وتعالی ورته ونه ویلي موږ همدومره مکلفیت لرو چې ونه ئې وبولو له هغه زیات نورڅه نه، خو همدې ونې ته په نږ دې کیدو سید نا حضرت آدم اوبي بي حوا (علیهما السلام) دشیطان په وسوسې وخویدل.
قال الله تبارک وتعالی: فَأَزَلَّهُمَا الشَّيْطَانُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ…
ژباړه:خو شیطان له هغه وښویول اوله هغه څه ئې وایستل چي په کي ول…
شیطان دواړه وسوسه کړل، په تلپاتي ژوند،جنت کې داوسیدو او ملکوتي صفت په غوره کولو .
قال الله تبارک وتعالی: فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ الشَّيْطَانُ قَالَ يَا آدَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَىٰ شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَا يَبْلَىٰ. (طه سورت: ۱۲۰)
ژباړه: نو شیطان ورته وسوسه وکړه، وئې ویل: اې آدمه! آیا دپایښت وني او داسي واکمني ته دي لار ښوونه وکړم چي له منځه نه ځي.
دویم دا چې دوی ته ئې ډاډ ورکړ،چې الله سبحانه وتعالی تاسو هغه وخت منع کړي وئ، چې ستاسو بدن د دې دهضم جوګه نه و او نه ئې تحمل کولی شو، اوس کومه ستونزه نشته.
دا اوداسي نور د خواخوږي خبرې، چې په ظاهره خوږې او دګټې بریښیدې، او د خپلو خبرو د کره والي لپاره ئې قسم هم یاد کړ.
قال الله تبارک وتعالی : وَ قاسَمَهُما إِنِّی لَکُما لَمِنَ النَّاصِحینَ. ( الاعراف: ۲۱)
ژباړه: او لوړه ئې ورته وکړه چي زه مو خوا خوږی یم.
همدا خبره ډیره اغیز ناکه وه، ځکه آدم (عیله السلام) باوري و چې دالله سبحانه وتعالی په نوم هیڅ څوک په ناحقه توګه قسم نه شي خوړلی، اونه دا جرأت کولی شي.
همدا و چې دوسوسې تر اغیزې لاندي وخویدل،ممنوعه ونې ته نږدې شول، دهغې له میوې استفاده وکړه، داستفادې سره سم دجنت جامې له تنه ولویدې جثي ئې یو بل ته ښکاره شوي ،هلته پوه شول چې سهوه او اشتباه ئې تر سره کړې چې د یو ښکاره دښمن دوسوسې په لومو کې ګیر شول، چې دا یو ستر عذاب وو.
انسان د هیرې او حافظي نه د ویستو ستونزه لري دلته هم داسي بریښي چې د آدم (علیه السلام) نه الهي سپارښتنه هیره شوې وه، او دهمدې سورت په ۱۱۵ آیت کې په څرګنده توګه یاد شوی چې الهي سپارښتنه ئې هیره شوې وه.
قال الله تبارک وتعالی: وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِنْ قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا. (طه: ۱۱۵)
ژباړه: او یقیناً چي تر دې وړاندي مو آدم ته حکم کړی وو؛ نو هیر ئې کړ او دعزم خاوند مو ونه موند.
ځکه شیطان ورته وسوسې سره د خواخوږې په توګه عرض کوي: اې آدمه! (علیه السلام) آیا دپایښت وني او داسي واکمني ته دي لار ښوونه وکړم چي له منځه نه ځي.
هیره وتل داسي یو عمل دی چې هغه غیر اختیاري وي او به غیر اختیاري عمل نه ګناه شته اونه مجازات.
اوس پوښتنه دادی که په هیره وتل او سهوې مجازات نه وي بیا آدم (علیه السلام) ولې مواخذه شو؟
دا په یو مسقل درس کې توضیح اوتشریح کیږي (ان شأ الله)
په قرآنکریم کې د وسوسي دریم ذکر…
قال الله تبارک وتعالی: وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ ۖ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ.(ق :۱۶)
ژباړه:او یقیناً چي موږ انسان پیدا کړی او په هغه څه پوهیږو چي خپل نفس ئې دی پرې وسوسه کوي، او موږ دغاړي تر رګ ورنږدې یو.
(وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ) جمهور مفسرینو قول دی چې دا قرب (نږدیوال) قرب علمي دی نه مسافت.
دالله سبحانه وتعالی د قدرتونو یو ستر دلیل دانسان خلقت دی، او همدا راز د ده په زړه کې چې څه ګرځي په هغه هم الله سبحانه وتعالی پوه دی، الله سبحانه وتعالی چې صانع د زړه دی ، دزړه په ټولو اموراتو علم لري،هغه ذات چې دزړه په پتو کړنو علم لري،دجوارحو په کړنو خو په درجه اعلی علم لري.
زړه او دماغ، دعلومو او حکمتونو داسي مرکزونه دي چې تر ننه د دنیا ټول پوهان ئې په فعالیت او واک پوهه نه ده تر لاسه کړې، د دوی اخذه، دفعه او ارزښت په بدن کې….لکه څنګه چې موږ یو کمپیوتري کوچنی چپ، وینو په ظاهره یو ابزار دی چې داخل کې په زرهاوو اخذې او پروګرامونه ترتیب شوي، له دې زیات زړه او دماغ په ظاهره دغوښي ټوټي دي مګر دقدرت واک ئې په زرهاوو بعدونه لري چې حتی د یو ساکښ دژوند او مرګ حکمت دوی پورې اړوندیږي، همدا راز (ډې ان اې)چې په ډېرو قوي ذره بيني ماشینونو لیدل کيږي، په همدې ګوچنۍ ذره کې ټول کوایف، خپلوی اړيکې او …ثبت شوي .
الله سبحانه وتعالی ته دانسان په حالاتو داسي علم شته چې خپله انسان ته پرې واک نه وي ،په همدې بنأ الله سبحانه وتعالی فرمايي: موږ انسان ته دعلم په بنأ دهغه د مرۍ له رګ نه هم ور نږدې یو.
الله سبحانه وتعالی ته معلوم دی چې زموږ داُجود په داخل کې څومره نور موجودات شته او څه عمليي تر سره کیږي.
همدا راز دوسواس ذکر،دوه ځله په( الناس) سورت کې شوی، لمړي په په څلورم آیت او دویم ځل په پنځم آیت کې .
قال الله تبارک وتعالی:مِن شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ.( الناس: ۴)
ژباړه: دبیا بیا راتلونکي وسوساس له شره.
قال الله تبارک وتعالی: الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِالنَّاسِ.( الناس: ۵)
ژباړه: هغه چي وسوسې اچوي دخلکو په سینو کي.
دمعوذتین مستقل درس به ان شاء الله بله ورځ.