مولوي محمد شعيب باجوړي
د فلسطین قضيه صرف د فلسطیني مسلمانانو یا د عرب مسلمانانو قضیه نه ده، بلکې دا د ټول مسلمه امت قضیه ده، هسې هم زمونږ او ستاسې د مسلمانانو د عقیدې په اساس ټوله اسلامي نړۍ یو دار او وطن دی او ټول مسلمانان خپلو کې یوه ورورولي او امت دی لکه څرنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمایي: (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ)، او لكه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (الْمُسْلِمُ أَخُّ الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ) چې مسلمان د مسلمان ورور دی، په خپله به هم ورته نقصان نه رسوي، او د بل چا ظلم ته به یې هم نه پرېږدي.
د اسلامي وطن او دار کومه ټوكړه چې اشغال شي، نو د اسلامي امت د ټولو فقهي مذاهبو په نزد د الاقرب فالاقرب په اساس په ټول امت باندې جهاد فرض عین ګرځي چې هغه خاوره آزاده کړي او بیا د فلسطین خو په اسلامي دنیا کې یو خاص مقام او امتیاز دی. اکثر انبیاء علیهم السلام الله سبحانه و تعالی په دغه مبارکه زمکه رالېږلي دي یا یې هم دغې مبارکې ځمکې ته هجرت کړی، په دې وجه دېته أرض الأنبیاء هم ويل کېږي، دغه شان د فلسطین په مشهور ښار القدس (چې اوس فعلاً دغه ښار د یهودو په قبضه کې دی) کې د اقصی مبارک مسجد واقع دی، هغه چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله وه او کوم چې د مسلمانانو په نېز باندې د مسجد حرام او مسجد نبوي نه بعد درېم مقام لري. عَنْ الْبَرَاءِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَّى إِلَى بَيْتِ الْمَقْدِسِ سِتَّةَ عَشَرَ شَهْرًا أَوْ سَبْعَةَ عَشَرَ شَهْرًا وَكَانَ يُعْجِبُهُ أَنْ تَكُونَ قِبْلَتُهُ قِبَلَ الْبَيْتِ (د براء بن عازب رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم شپاړس یا اولس میاشتې بیت المقدس ته لمونځ وکړو خو د نبي علیه السلام خواهش و چې د نبي علیه السلام قبله دې په طرف د بیت الله شریف وي.
دغه شان رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: چې د عبادت په نیت سره صرف درې مسجدونو ته سفر جائز دی.
۱_ مسجد حرام
۲_ مسجد نبوي
۳_ مسجد الاقصی
لاَ تُشَدُّ الرِّحَالُ إِلَّا إِلَى ثَلاَثَةِ مَسَاجِدَ: المَسْجِدِ الحَرَامِ، وَمَسْجِدِ الرَّسُولِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَمَسْجِدِ الأَقْصَى.
دغه شان رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: چې په مسجد اقصی کې لمونځ کول پنځوس درجې زیات ثواب لري.
صَلاَةُ الرَّجُلِ فِى بَيْتِهِ بِصَلاَةٍ وَصَلاَتُهُ فِى مَسْجِدِ الْقَبَائِلِ بِخَمْسٍ وَعِشْرِينَ صَلاَةً وَصَلاَتُهُ فِى الْمَسْجِدِ الَّذِى يُجَمَّعُ فِيهِ بِخَمْسِمِائَةِ صَلاَةٍ وَصَلاَةٌ فِى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى بِخَمْسِينَ أَلْفِ صَلاَةٍ وَصَلاَةٌ فِى مَسْجِدِى بِخَمْسِينَ أَلْفِ صَلاَةٍ وَصَلاَةٌ فِى الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ بِمِائَةِ أَلْفِ صَلاَة.
دغه شان رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: چې چا د مسجد اقصی نه تر مسجد حرام پورې د حج او عمرې لپاره احرام وتړلو، د هغه مخکيني او وروستني ټول ګناهونه به معاف شي، یا دا چې د هغه لپاره جنت واجب شو.
مَنْ أَهَلَّ بِحَجَّةٍ أَوْ عُمْرَةٍ مِنَ الْمَسْجِدِ الأَقْصَى إِلَى الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ وَمَا تَأَخَّرَ أَوْ وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ.
مسجد اقصی د دنیا په زمکه د مسجد حرام نه بعد دویم مسجد و چې جوړ کړای شو، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: راوي وايي: سمعت أبا ذر يقول سألت رسول الله صلى الله عليه وسلم عن أول مسجدٍ وضع في الأرض قال المسجد الحرام قلت ثم إي قال المسجد الأقصى قلت كم بينهما قال أربعون عاماً ثم الأرض لك مسجد فحيثما أدركتك الصلاة فصل.
خاتم الرسل جناب نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې کله الله تعالی معراج ته وغوښتلو، نو د مسجد حرام نه يې مسجد اقصی ته بوتلو، هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولو انبیاء علیهم السلام ته امامت ورکړو او بیا د مسجد اقصی نه بره اسمانونو ته بوتللای شو، لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمايي: سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آَيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ.
د فلسطین ځمکې ته یو امتیاز دا هم حاصل دی چې په دې کې د القدس ښار پروت دی، چه هغه ته په ټولو سماوي ادیانو کې یو ځانګړی مقام ورکړل شوی دی، سلیمان علیه السلام د القدس د ښار نه په ټولې دنیا باندې حکومت کولو، د فلسطین په مبارکه خاوره به د اسلام او د کفر ترمنځ تاریخي معرکه او جنګ کېږي، چې د کفر او باطل قیادت به دجال کوي او د اسلام او حق قیادت به عیسی علیه السلام او مهدي علیه الرضوان کوي او په دغه معرکه کې به د یهودو خاتمه کېږي.
یهود یا بني اسرائیل د یعقوب علیه السلام اولاده ده او داسې یو قوم دی چې الله سبحانه وتعالی په یوه زمانه کې ډېر لوی مقام او فضیلت ورکړی و، انبیاء علیهم السلام به په دوی کې راتلل او بادشاهان به هم د دوی څخه وو، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي: يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ.
ژباړه: اې د يعقوب عليه السلام اولاده! زما هغه نعمتونه یاد کړئ چې ما په تاسو کړي وو او ما تاسو ته د خپلې زمانې په ټولو خلګو فضیلت درکړی و.
سورة مائدة کې الله سبحانه و تعالی فرمايي: (وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَعَلَ فِيكُمْ أَنْبِيَاءَ وَجَعَلَكُمْ مُلُوكًا وَآَتَاكُمْ مَا لَمْ يُؤْتِ أَحَدًا مِنَ الْعَالَمِينَ)
چې حضرت موسی علیه السلام بني اسرائیلو ته وفرمایل چې: اې زما قومه د الله نعمتونه یاد کړئ چې په تاسو يې کړي چې کله يې انبیاء هم په تاسو کې رالېږل او بادشاهان يې هم په تاسو کې جوړول او تاسو ته يې هغه نعمتونه درکړي وو چې ستاسو په زمانه کې يې هیچا ته نه وو ورکړي.
خو بني اسرائیل هغه نافرمانه، ناشکره او ګستاخه قوم و چې قدم په قدم به يې انبیاء علیهم السلام زورول، د هغوی نافرماني به يې کوله حتی چې شهیدانول به يې، قرآن کریم کې او بیا بالخصوص په سورة البقره کې الله سبحانه و تعالی د یهودو د زوال متعدد اسباب بیان کړي دي چې د هغې په وجه الله سبحانه و تعالی ذلیله کړل.
وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآَيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ الْحَقِّ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ.
د ذلت او مسکنت د د غه مهر په وجه (چې د دوی د نافرمانیانو په وجه په دوی باندې ووهل شو) دوی وخت په وخت د اجتماعي مشکلاتو سره مخ شوي، د خپل وطن نه شړل شوي او د دنیا په قومونو کې ذلیله شوي او بیا چې کله الله موقع او فرصت ورکړی بیا يې شر او فساد شروع کړی لكه څنګه چې الله جل جلاله فرمایي: كُلَّمَا أَوْقَدُوا نَارًا لِلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللَّهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ.
وَقَضَيْنَا إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنَّ فِي الْأَرْضِ مَرَّتَيْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِيرًا.
دا چې یهود د خپلو بدو اعمالو او بد کردار په وجه بطور عذاب په ټوله دنیا کې خواره واره کړای شوي وو (چې لا تر اوسه پورې تر یو حده د دغه کیفیت او حالت سره مخ دي) او په ټوله دنیا کې يې هیڅ کوم مرکز او دولت نه لرلو، نو د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې صیهونسټانو د فلسطین په مسلمانه ځمکه باندې د خالص یهودي دولت د قیام لپاره د ټولې دنیا څخه د یهودو د راجمع کېدو تحریک شروع کړ، د همدغه مقصد د حصول لپاره د عثماني خلافت مشر سلطان عبدالحمید رحمه الله ته ورغلي وو او کوشش يې کړی و چې د سلطان عبد الحميد نه په دغه حوالې سره اجازه واخلي، ځکه په هغه وخت کې فلسطین د سلطنت عثمانیه د ولکې لاندې و، لیکن سلطان هغوی ته د دغه ناوړه کار اجازه ور نکړه.
په ۱۹۱۷ میلادي کال کې د یهودانو د یو خیریه بنسټ مشر (روټشیلډ) د هغه وخت د برطانيې د وزیر خارجه (مسټر بالفور) نه یو مکتوب ترلاسه کړ، چې پکې د فلسطین په خاوره د داسې یو یهودي دولت د جوړېدو وعده شوې وه چې په هغه دولت کې به صرف یهودو ته د اوسېدو حق وي.
په ۱۹۲۰ میلادي کال کې چې کله برطانویانو فلسطین اشغال کړ د عثمانیانو څخه، نو یهودو فوراً د برطانویانو نه د یهودي دولت د جوړېدو د وعدې د عملي کولو غوښتنه شروع کړه، له هماغه وخت څخه په دغه موضوع باندې عملاً کار شروع شو او بیا چې کله د ۱۹۴۸ ميلادي کال د می میاشتې په ۱۵مه نېټه په فلسطین باندې د برطانویانو اشغال ختم شو، نو په هماغه ورځ باندې یهودو د اسرائيل تر نوم لاندې د یهودي دولت د قیام اعلان وکړ او په دغه مبارکه خاوره باندې د اهل حق او اهل باطل ترمنځ جاري معرکه مسلح پړاو ته داخله شوه، چې د دنیا ټول لوی کافر طاقتونه او هېوادونه ښکاره د یهودو سره ودرېدل او اسلامي نړۍ کفري استعمار په وړو وړو ټکړو او برخو تقسیم کړې او په هره ټکړه يې خپله یوه غلامه طبقه کېنولې ده چې د خپل ناجائز او غیر شرعي اقتدار د بقا لپاره د عالمي او نړېوال کفري طاقتونو او یهودو د مصالحو لپاره استعمالېږي او بل خوا په ټوله دنیا کې یهودي لابی د خپل قوي اقتصاد او شیطاني دماغو او دسیسو له لارې هراړخیز محنت او کوشش کوي چې په مسلمانانو کې د یو امت (امة واحدة) عقیده او مفکوره کمزورې کړي او په مجموع کې د خلګو اعتماد د دین او دیني مقدساتو نه اوچت او لېري شي او په دین او دیني مقدساتو باندې غیرت کول یو ثانوي او نعوذ بالله غیر ضروري خبره وګڼي او هغه اقدار او انانات په خلګو او خصوصاً په اسلامي نړۍ کې رائج شي چې د هغې په وجه د دريا نیل نه واخله تر فراته پورې د لوی یهودي اسرائيلي دولت جوړېدو ته څوک ډېر رکاوټ او مانع نه شي، په دنیا کې چې یهودي لابي څومره لادینیت، سیکولرېزم، جمهوریت، قومیت او وطنیت ته کار کوي دغه شان بعض جنګونه راپورته کوي، د دې اصل لامل لوی یهودي اسرائيلي دولت او د مسجد اقصی په ځای باندې هېکل سلیماني ته لاره جوړول دي.
مسلمان لیکوالانو او مبلغینو ته پکار ده چې د دغې حساسې موضوع په حوالې سره په مسلمانانو کې بیداري پیدا کړي او په دغه حساسه او امت شموله موضوع او جهاد باندې مسلمانان خبر کړي او د دغه مبارک جهاد په اهمیت باندې مسلمانان ځوانانو کې آګاهي، پوهه او بیداري پیدا کړي چې د دغه جنګ لپاره یهود د یوې صدۍ نه لګیا دي تیاري کوي، د ټولې دنیا څخه بزدله یهودیان فلسطین ته راجمع کېږي، د فلسطیني مسلمانانو ځمکې او کورونه په زور قبضه کوي او د هغه په ځای د دنیا د مختلف ځایونو نه نوي راتلونکو یهودیانو ته کورونه او نور تعمیرات جوړوي او په هر یو یهودي نارینه او زنانه يې عسکریت لازم کړی دی.
مسلمانانو ځوانانو ته پکار ده چې د دغې موضوع په ټولو ابعادو ځان ښه خبر کړي، ځکه په اوسني عصر کې د کفر او اسلام ترمنځ جاري معرکه چې په مختلفو میدانونو کې جاري ده، د دې یوه مرکزي نقطه د فلسطین قضیه او د یهودو ناجائز او غاصب ریاست اسرائيل او د هغې ثبات او توسیع ده، چې ان شاء الله د دغه ناجائز ریاست د ثبات او توسیع کوشش به د اسلام او کفر ترمنځ د لویې عالمي معرکې سبب ګرځي، چې اخري فتحه به د اسلام د مجاهدینو وي او د دغې معرکې په نتیجه کې به دغه فتنه سره له خپل ناجائز او غاصب ریاست سره خاتمه مومي، دا زمونږه عقیده ده او حالت هغه طرف ته په تیزۍ سر روان دی، د دغې معرکې د یو طرف قیادت به عیسی علیه السلام او حضرت مهدي علیه الرضوان کوي او د بل طرف قیادت به دجال کوي، دغه لویه او تاریخي معرکه نوره ډېره لېري نه معلومېږي، دغې عالمي او نړېوالې فتنې ته د شکست ورکولو مهمه لاره یواځې او جهاد ده او بس.
و ما علينا إلا البلاغ