لیکوال: عبیده المیداني
د مسلمانانو ځینې ښارونه او وطنونه له داسې یوه فتنه سره مخ دي چې دوی د مؤمینانو وینو ته تږي دي دوی د اسلام او دین په نامه څه نه پيژني بلکې دوی د معصومومسلمانانو د دوینو تویولو، د راسخو علماوو شهیدانول، دمساجدو او مدارسو ورانول دي او د نړۍ کفارو ته د اسلام او دین په جامه اورنګ خدمت کول دي تر څو خپل کفري بادران ترې خوشخاله او خوښه شي او دوی د کفارو زیږنده ده چې د اسلام په خلاف د کفارو یوه دسیسه ده.
د جهاد د کلمې او نوم په استفاد ېي د ځمکې په مخ ډول ډول ظلمونه وحشتونه وکړه لکه د خپل مړه ملګري ښځه له عدت تېرولو پرته په نکاح کول، ژوندي انسانان په اور سوزول، مړي مثله کول او دیته ورته نور غیر اسلامي اوغیر شرعي جنایات ېي کړي، یاده جنایتکاره ډله ځان ته د خلافت نوم کاروي چې داعش هم ورته واېي دوئ د نن وخت خوارج دي دوی لبس الحق له باطل سره کوي او کړې ده او دوی د دې ایت ښه مصداق دي “وَمِنَ النَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللَّهَ عَلَىٰ مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ”سورة بقره: 204.
ژباړه :_ په انسانانو کې څوك داسې دي چې د هغه خبرې د دنيا په ژوند کښې تا ته ډيرې ښې ښكاري او هغه پر خپلې نېك نيتۍ په وار وار الله شاهد نيسي، خو په حقيقت کې هغه د حق ډېر سخت دښمن وي.
په ایت شریف کې لومړۍ خبره دا ده: دوی داسې خوږې او نرمې پستې خبرې کوي چې له فصاحت، بلاغت څخه برخمنې دي.
دوهم خبره:دوی په خپلو خبرو هرځل الله تعالی شاهد او ګواه نیسي.
دریمه خبره: دوی پټ له حق او حق پلو مسلمانانو سره سخت حسد او دښمني لري.
د نن عصر خوارج او داعیشان چې ظاهرٍ ځانونه د دین او اسلام ټیکدارن بولي په خپل خباثت او خیانت مؤمینان، مسلمانانو وینې تویوي او په شهادت ېي رسوي، مدارس مساجد ورانوي، دالله تعالی عباد د هغه له عبادت څخه ېي بندوی او په تخریب کې ډول ډول دسیسې اوچلونه پکار اچوي د مسلمانو د خطا کولو د پاره په خپلو خبرو قسمونه خوري تر څو خلکوته ښکاره کړي چې زموږ د خولې او زړه خبره یوه ده په حقیقت کې دوی له مسلمانانو سره سخت عداوت او دښمني کونکې دي، د نن عصر خوارج درسول الله صلی الله علیه وسلم د زمان اخنس بن شریق په قدم روان او له خباثت او خیانت څخه ډکه ډله ده هر مسلمان ته پکار ده چې له یادې فتنې څخه ځان وساتي او د یادې فتنې په ورکولو کې هر اړخیزه همکاري له سپیڅلي صف او لښکر سره ترسره کړي.