غزه د اور په لمبو کې! دریمه برخه

احمد یحیی

د مقاومت حماسه

د اشغال اور کورونه سوځوي او د نړۍ چوپتیا فضا نوره هم ساه‌ بنده کوي؛ خو هغه ځواک چې د دې ټولو تر منځ لکه یوې نه‌پرځېدونکې ستنې په څېر ولاړ دی، د مقاومت حماسه ده. په غزه کې مقاومت یوازې یوه پوځي ستراتیژي نه ده؛ بلکې یو ګډ روح دی، یو وجودي انتخاب دی د هغو خلکو لپاره چې د ذلتناکه ژوند په پرتله یې عزتمند مرګ غوره کړی.

د مقاومت خپلې ریښې د فلسطین د مبارزې په ژور تاریخ کې ښخې کړي او د نړۍ له یو تر ټولو مجهز پوځ سره په مقابله کې یې افسانوي او حماسي بڼه خپله کړې ده. هغه څه چې په غزه کې روان دي، د زړورو مبارزینو نابرابر جنګ دی چې له لږو وسایلو سره د تر غاښونو پورې وسله‌وال ځواک په وړاندې درېږي؛ دا د ارادې او پرمختللو وسلو تر منځ مقابله ده.

په لومړي نظر کې کېدای شي مقاومت یوازې د پوځي عملیاتو او له کنډوالو راپاڅېدونکو ساده راکټونو په وسیله تعریف شي؛ خو حقیقت تر دې ډېر پراخ دی. مقاومت تر هر څه وړاندې یوه رواني کلا جوړوي؛ داسې کلا چې د هغو خلکو له زړونو وېره وباسي چې هره ورځ مرګ په سترګو ویني. همدا نه‌وېرېدل، خپله تر ټولو ستره بریا ده د صهیونیستي جنګي ماشین پر وړاندې، هغه ماشین چې هڅه کوي د رُعب او وېرې په رامنځته کولو سره د خلکو اراده ماته کړي.

مقاومت د کمزورۍ په ځواک بدلولو هنر دی؛ هغه مهال چې دښمن پر هوا، سمندر او ځمکه واکمن وي، مقاومت جګړه د تونلونو ژورو ته، تنګو کوڅو ته او د اشغالګرو مېشت‌ځایونو زړه ته وړي؛ هلته چې برتره ټیکنالوژي خپله اغېزه له لاسه ورکوي او جګړه د زړورتیا، فداکارۍ او له ځان‌تېرۍ ازموینه ګرځي.

د مقاومت د ځواکونو فعالیت یوازې دفاعي غبرګون نه دی؛ بلکې پر نوښت او ناڅاپي ضربو ولاړ دی. دوی زده کړي چې د محاصرې او کمښت تر سیوري لاندې، له لږو سرچینو څخه تر ټولو زیات اغېز واخلي. له غزې څخه توغول شوی هر ساده توغندی یوازې چاودنه نه ده، بلکې د محاصره شویو انسانانو فریاد دی چې د نړۍ غوږونو ته رسېږي. هر ناڅاپي عملیات یوازې نظامي نښته نه ده، بلکې د دښمن د نه‌ماتېدنې د ظاهري شکوه ماتول دي. دا کړنې تر اشغال لاندې خلکو ته دا ثابتوي چې تسلیمېدل یوازینی انتخاب نه دی.

باید ومنو چې د مقاومت روحیه تر خپله عمل ډېر ارزښت لري. دا روحیه له هغه ایمانه سرچینه اخلي چې د لارې پر حقانیت او د مبارزې پر دوام تر بریا پورې باور لري. همدې باور داسې نسل روزلی چې نه یوازې د بمونو پر وړاندې نه رپېږي، بلکې د کنډوالو تر منځ لنډمهاله ښوونځي جوړوي او ژوند ته دوام ورکوي.

مقاومت د دوی لپاره د ژوند طرز ګرځېدلی دی؛ له هغه ډاکټر څخه چې په بې‌وسه روغتون کې د خلکو د ژغورلو لپاره ځان قربانوي، تر هغه ماشوم پورې چې د خپل وران شوي کور ډبره د بېرغ په څېر پورته کوي. دا روحیه ساري ده، له فرده ټولنې ته خپرېږي او داسې نه‌ماتوونکې شبکه جوړوي چې ماتول یې د ښارونو له فزیکي ورانولو هم ستونزمن دي.

په پای کې، د غزې د مقاومت حماسه د حق پر باطل او د معنا پر پوچي د بریا روایت دی. په داسې نړۍ کې چې کله چوپ پاتې کېږي او کله د سړې سیاسي محاسبې په چنګ کې بندېږي، د فلسطین مقاومت ټولو مظلومانو ته یادونه کوي چې حتا کوچني ملتونه هم کولای شي د سترو جنګي ماشینونو پر وړاندې تاریخ جوړ کړي او نړۍ ته د لویوالي درس ورکړي. دا مقاومت هغه اور دی چې نه یوازې غزه، بلکې د انسانیت وجدان یې روښانه کړی دی؛ هغه اور چې نه د صهیونیستي رژیم زور او نه د نړۍ چوپتیا یې مړولای شي.

Exit mobile version