غزه؛ ورک وجدان او د بشر شنډه عاطفه!

وحیدالله مصلح

 

غزه د باليووډ وحشتناکو فلمونو ريښتينی ډګر دی، کله چې په تلوېزيون ګورې د صهيونېسټانو بنګنې ګرځي، لږ وروسته بيا د اسرائيلۍ طيارې لوېدلي بمونه انګازې وکړي، د تلوېزيون د کمرې عدسيه تاوه شي او په تورو لوګيو کې پټ ړنګ کورونه فوکس کړي، همدا مهال چې موږ تور پورته شوي لوګي د يوې صحنې په شکل ګورو، همدا شېبه هلته مېرمنې، کوچنيان، زاړه او ځوانان په همدې لوګو کې لولپه کېږي، وروسته چې ژغورونکي د ړنګو کورونو پلټنو ته ورځي نو دغه ستړي ستړي وګړي په لاسي لوډسپېکرونو کې غږونه کوي چې څوک ژوندي شته؟ تيږې او سېمټي تختې لټ په لټ اوړي او د انسانانو غوښې ترې شکول کېږي…

اسرائيل الوتکې راوالوځوي، پر غزې پاڼې وشيندي او ورته وايي چې د غزې جنوب ته لاړ شئ، يو شمېر وګړي پرې باور وکړي، بسونه ډک کړي او په مشخص شوي مسير حرکت وکړي، نيمايي مزل يې نه وي کړی چې د صهيونېسټانو الوتکې پرې بمونه وغورځوي، لږ وروسته د ويشتل شوي بس څو پاتې شوي انسانان تلوېزيون ته د اسرائيلي بمونو او مرګونو تيندکونو داستان وايي…

 

ويجاړ روغتون او ټپي ماحول!

صهيونېسټان پرله پسې هلته د ملکي اوسېدونکو پر کورونو بمونه غورځوي، کوچنيان او ښځينه زخميان ټول روغتون ته راوړل شوي، زاړه هم په کې دي، ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي ټول د زخميانو پر پالنه بوخت دي، عمليات خانو کې د خپل ظرفيت نه ډېر زخميان پراته دي او د هډوکو درملنې، تړلو او مېزابو لپاره په دهلېزونو کې زخميان په ځمکو غځېدلي، پايوازان د خپلو مريضانو دلاساينه کوي او ځېنې يې ډاکټرانو ته خواستونه کوي چې د دوی مريضانو ته هم ورسېږي، په همدې وخت کې د صهيونېسټانو الوتکو پر هدف ګوزارونه وکړل، څو بمونه وغورځېدل او بيا دلته راوړل شوي زخميان يو ځل بيا د قتل عام پر بربريت واووښتل، دا د المعمداني روغتون و او دلته د صهيونېسټانو په بمونو په سلګونو زخميان او پايوزان شهيدان شول او په سلګونو نور زخميان…

بيا هم اسرائيل د غزې روغتونونو ته احوال لېږي چې روغتونونه خالي کړئ، موږ يې بمباروو! د بشر پر تندي بيا هم خولې رانغلې، د بشر وجدان بيا هم جټکه ونه خوړله، سره مياشت چېغې وهي چې زخميان د خوځولو نه دي، خو صهيونېسټان وايي چې اول همدا د نه خوځېدلو وخوځوئ، روغتونونه تش کړئ چې ويجاړ یې کړو، يعنې اسرائيل غواړي چې روغتونونه ړنګ کړي او بيا چې دوی پر کورونو بمونه غورځوي نو چې د کوچنيانو، ښځو، زړو او ځوانانو ټپونه وشړېږي او ناسور شي، په غزه کې بايد څوک ژوندی پاتې نه شي.

ډاکټر له عملياتخانې راووت، دا يې په څلرويشت ساعتونو کې څووم عمليات دی، استراحت ته اړتيا لري، خوب يې په سترګو کې خمار کوي، په همدې شېبه کې د بل اسرائيلي بمب ټپيان او قربانيان د روغتون دهلېزونو ته راوستل شول، ډاکټر خوب پرېښود او زخميان يې له شهيدانو بېلول، لږ چې وړاندې لاړ، ناڅاپه ګوري او سترګې يې تور کوي، هلته يې مېرمن، بچيان، او مور و پلار په وينو کې خيشت پراته دي، په ستوني کې يې غږ تم شو، غريو ونيو، له سترګو يې اوښکو دارې وهلې، دې ورمنډې کړې او په خپه سکي غږ يې ويل چې (حسبنا الله و نعم الوکيل) مور يې وروستۍ سلګۍ وهلې او ورپه غاړه ډاکټر زوی ته يې ويل چې: دا د وطن او قبلې جنګ دی، چې ستومانه نه شې زما مېړنيه زويه… وروستۍ سلګۍ يې وهله او زوی يې ورته تشهد کليمه تلقينوله… لږ وروسته ډاکټر د ټولې کورنۍ جسدونه په کفانه کول!

نړۍ دا ټول وحشتونه ګوري او ژوندي يې ګوري خو پر نړۍ واکمن قطب غدار دی، د نړۍ د بشر حقونه دروغ دي، د ښځو حقونه او د کوچنيانو حقونه يوازې د غربي انسان او صهيونېستي جارح په نصيبه دي، مسلمان انسان که پر غربي کلتور ورګډ هم شي خو دی بيا هم د مېرې زوی دی، کله به هم د سرتاج نه شي تل به د بوټ تلی وي.

 

غزه؛ د نړۍ شنډه عاطفه او وحشي تقابل!

دا غزه ده، دلته بمونه او بريدونه وقفه نه لري، اسرائيل دلته په زرګونو ملکي کسان عمداً په نښه کوي، ښځينه وژل کېږي او کوچنيان لولپه کېږي، خو غرب ته دا يو انسان هم ملکي نه ښکاري، تر دې دمه زرګونه ملکي کسان وژل شوي دي. اسرائيل مسلسل بمونه غورځوي او غرب وايي چې اسرائيل د ځان نه د دفاع حق لري، غرب اسرائيل ته له ځان نه په دفاع کې دومره لوی او پرانېستی مجال پرېښی چې ظلمونو، ويجاړيو او وژنو ته يې هيڅ حد نه شته، جالبه ده وژنې ټولې په غزه کې کېږي او د اروپا او غرب مشران اسرائيل ته غمرازۍ لپاره ځي… جالبه ده وژنې ټولې په غزه کې روانې دي او مړي په کې د اسرائيل لر او بر کېږي، دا بې انصافه دُنيا ده، دوی چې کله تل ابيب ته راځي نو د دې په ځای چې لږ تر لږه يې د ملکيانو د وژل په اړه تنبيه کړي، دوی ټول ورته وايي چې مونږ پوهېږو چې تاسو په جنګ کې د ملکيانو خيال ساتئ! دا د ظالمانه پلويتوب حد دی او دا نه يوازې د اسرائيل پر وحشتونو خاموشي ده بلکه دا نړۍ ټوله اسرائيل ته غلامانه تسليم ده.

غزه لګيا ده په يوې لويې هديرې بدلېدونکې ده، خو د دې هديرې کوچنۍ تړانګې په مقابل کې ټول غرب له اسرائيل سره ولاړ دی، غزه په ځانله ځان د لوی غربي تهاجم په مقابل کې تنها ولاړه ده، دا مهال هلته دا شخړه له پراخه تمدني ټکر په متن کې لوی ديني فکټورونه هم لري، اسلام په غزه کې او يهوديت تر غزې اخوا په اشغال شوې سيمه کې درګير دي او غربي عيسوي نړۍ په يوه خوله د اس-رائيل د ي-هودي اجنډا په حمايت کې راخوځېدلې او خپلې ټولې الوتکې او جنګي بېړۍ يې منځني ختيځ کې متحرکې او اماده کړي دي.

 

غزه او ميليوني عربي ګاونډ!

پر فلسطين د صهيونېسم مرګوني بريدونه او همېشنۍ محاصرې د نن خبره نه ده، دا له عثماني دولت سره د عربي شيخانو هغه غدارۍ دي چې پای په کې هم عثماني دولت ړنګ شو، هم فلسطين خرڅ شو او هم عربي وحدت رامنځته نه شو، انګليس لارنس د عربي شيخانو په تېرايستلو سره دا هر څه وکړل او بيا د سايکس پيکو او لوزان په تړونونو کې د منځني ختيځ دا په لسګونو عربي هېوادونه د همدې غربي استعماري اجنډا په تناظر کې رامنځته شول او دا دومره ډېر ځکه رامنځته شول چې هر يو يې جلا جلا په استخباراتي معامله کې کنټرول پاتې شي.

فلسطين اساساً د عربي نېشنېلېسم او عربي وابسته ګۍ قرباني شو، هغه نېشنېلسم چې په تجزياتي سير او انفرادي سليقو کې يې دومره رنګونه بدل کړل چې ارزښتونه ورسره سم لاندې باندې کېدل، د جمال عبدالناصر د ملي ګرايۍ په اوج کې د مصر ټول هوايي ځواک په داسې حال کې له منځه يوړل شو چې پوځي صيب منصبانو څښاک کاوه او شپه يې د ام کلثوم سندرو او د رقاصو د ګېډو نڅا ته تېره کړه او کله چې اس-رائيلي جيټانو د مصر هوايي اډې ويجاړولې نو د دفاع وزير عبدالحکيم عامر خمار په همدغه کړنګهار کې ماتېده، هغه بيا خودکشي وکړه. عربان هيڅکله پر ارزښتي قضيې راټول نه شول، هر يو د سايکس پيکو په ويشلو جغرافيو کې د خپلو سلطنتونو محلي ګټې وپاللې او ارزښتي قضيې او تمدني هويتونه يې همداسې د ماضي په بيابانه کې ورک ورک پرېښودل.

په دغه ميليوني عربي ماحول کې غزه په يوې مزمنې او دوامدارې محاصرې کې پاتې شوې ده، دا د لسګونو کلونه کيسه ده، هغه د امن په وختونو کې د دوی برق، خوراک، اوبه، د کورونو توکي، د کور جوړولو وسايل، درمل او د ژوند ټول اړين توکي غزې ته د اسرائيل له اجازې پرته نه شول وړل کېدلای، غزه څلرويشت ساعته د اسرائيل په جاسوسي سپومکيو کې فوکس ده، اسرائيل هر مهال دلته بمونه غورځولای شي او اسرائيل حتی د دوی د امن لاريونونه په مخامخ تودو ګوليو وويشتل هغه چې دوی ورته د بېرته ستنېدلو عنوان ورکړی و.

فلسطين (غزه) په خپل عربي ماحول کې د وحشتونو له يوې اوږدې زمانې تعذيبېږي، فلسطين د همدې عربي قامګرايۍ په تجزياتي شخړو کې اوسنيو ټاپوګانو ته رارسېدلی دی، واقعيت دا دی چې عربي سکولارېسم او استبدادي واکمنۍ په خپلو جغرافيو کې د خپلو ولسونو له ارزښتونو او اعتقادونو سره په شخړه کې بند دي او دوی خپلې شوبلې خپلو ملتونو ته ودرولې، دلته د فلسطين په خاوره بيا اسرائيل خپل خلک له ځانونو سره ملګري کړي او له خپلو شوبلو سره د فلسطيني ملت مخې ته ولاړ دی، دغه تفاوت دی د عربي او اسرائيلي دولتونو تر منځ.

 

د تاريخ جبر او وروستی مورچل!

د تاريخ دا جبر اوس داسې مرحلې ته ننوتی چې نړۍ په برندو د يو ملت اجتماعي سزا ګوري، نړۍ پر تلوېزيونونو ژوندي ګوري چې پر کورونو، روغتونونو او مسجدونو بمونه غورځېږي، نړۍ په ژوندۍ بڼه ګوري چې کوچنيان، ښځې او سړي ټول له يوې مخې وژل کېږي، نړۍ په ژوندۍ بڼه ګوري چې يو ملت په اجتماعي ډول قتل عام کېږي، خو د بشر وجدان ويده دی، په ځانګړي ډول د غربي سېسټم په کيان کې د بشر حقونه په غزه کې تعريف نه لري، هلته وينه رنګ نه لري او هلته د اسرائيل بم اواز او تلفات نه لري، دا دوه مخې نړۍ له بشر سره دوه ګونې ده، د دوی په قاموس کې مسلمان او د درېمې نړۍ انسان د انصاف او عدل وړ نه دی.

خو دا ده چې په دغه بې انصافه نړۍ کې به تر هغه امن نه وي چې بشر په تبعيض کې ژوند کوي، چې غزه په اور کې سوځېږي، چې په يمن او عراق کې جنګ وي او چې سوريه او ليبيا ويجاړ وي او په همدې جنګي چاپېريال کې دې اسرائيل په اوسپنيزو ګونبدو کې امن لټوي، دا امن ممکن نه دی، ټکنالوژي تل په انحصار کې نه پاتېږي، او په عربي ګاونډ کې به تل دغه د غرب استخباراتي ځري په واک کې نه وي، داسې ورځ به راځي چې دلته به ولسي قهر د ولس د ارمانونو استازي واک ته ورسوي، د ۲۰۱۲ عربي بهارونه بيا تکرارېدای شي، ډېر نه که په دغه پوليسي مصر کې واګې ولس واخېستلې او طبيعي ده چې په ولسي واګو کې اسلامپالي خپلې ريښې لري له دې ولسي تحول سره د نظامي ټکنالوژۍ ارتقا بيا په سيمه کې داسې سيالي په ولولو کوي چې بيا به د فلسطين قضيه په دغه وړه غزه او غربي تړانګه کې نه ايسارېږي، فلسطين خپله جغرافيه لري او د عثمانيانو ارشيفونو کې د فلسطين نقشه خوندي ده.

تلوېزيون چالان دی او په الجزيره دوه ټپي کوچني ورونه په روغتون کې سربداله دي، پر بستر پروت کوچنی ورور نور د شهادت په ورسۍ لار ګوري، او په خوا کې کوچنی ورور يې ورته د تشهد کليمه تلقينوي، هغه چې روح يې په وتلو دی، په ورو ورو کليمه وايي خو دا مبارز کوچنی ورباندې په غريو غږ کوي چې په زوره يې ووايه، هغه د زور هڅه کوي او په همدې کې يې روح الوځي… اسرائيل په غزه کې له دغسې يو نسل سره شخړه کوي او غرب له دغسې نسل سره په تقابل کې د اسرائيل په ننګه راټولېږي، خو ای د نړۍ جارح قطبه! له دغسې نسل نه جنګ نه ګټل کېږي، دوی به يا ټول مري او يا به خپل خاوره او خپله قبله ګټي، دا د ارزښتونو جنګ دی او تاسو له له يوه ارزښتي او ژمن ملت سره په تقابل کې يئ، وخت به راځي چې د دې جنګ وروستی فير به فلسطينی انسان کوي، همدا وروستۍ مورچل ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version