یوه تازه څېړنه ښيي چې په غرب کې د خوارجو لخوا په بریدونو کې د استعمالېدو په شک نیول شویو کسانو کې تر ۶۵٪ زیات کسان کم عمره ځوانان دي.
دا څېړنه یوه غرب مېشتي محقق کړې او سي این این ټلوېزون د راپور په شکل خپره کړې ده.
څېړونکي سي این این ټلوېزون ته ویلي، له ۲۰۲۲ز راهیسې په اروپا کې د داعشیانو سره د تړاو په شک شاوخوا ۵۸ کسان نیول شوي، چې ۳۸ پکې د ۱۳ او ۱۹ کلونو ترمنځ عمر لري. د نیول شویو کسانو زیاتره برخه د منځنۍ اسیا وګړي دي.
داعشیان زیاتره هغه کم عمره کسان خپلو لیکو ته جلبوي چې عقل یې خام وي، دیني پوهه نه لري او ژر په مزخرفو الفاظو او خبرو تېر وځي. د منځنۍ اسیا وګړي ځکه د خوارجو په دام کې ژر پرېوځي چې ټول عمر یې تر یوه مستبد سیکولر نظام لاندې تېر کړی وي او د اسلام په تړاو هیڅ معلومات نه لري.
هېره دې نه وي چې په غرب او ورڅېرمه هیوادونو کې اوس ځايي حکومتونه د منځنۍ اسیا او په ځانګړي ډول د تاجکستان اتباعو ته د شک په سترګه ګوري. فرانسې تازه د اولمپیک د سیالیو تر پیلېدو وړاندې د احتمالي خطر د مخنیوي په هدف په خپله خاوره کې مېشت تاجکستاني اتباع تر تحقیقاتو لاندې نیولي وو.