عراق کې څلور نور داعشیان نیول شوي

د عراق رسنۍ وايي چې پرون دوشنبه په بېلابېلو سیمو کې څلور داعشیان نیول شوي دي.

د عراق د رسمي دولتي اژانس د خبر له مخې، دا کسان په اربیل، سلیمانیه او کرکوک ولایتونو کې د جلا جلا عملیاتو په نتیجه کې نیول شوي دي.

رسنیو لیکلي چې په دې څلورو کسانو کې یو د چاودېدونکو توکو مسلکي داعشی هم شته.

د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې په عراق کې د داعشي خوارجو په نیول کېدو کې ډېر زیاتوالی راغلی دی. څارونکي په دې اند دي چې د داعشیانو په لیکو کې یو شمېر کسان د خپلو ملګرو جاسوسي کوي او د دې تنظیم لیکې د سوریې په څېر په عراق کې هم له جاسوسانو ډکې شوې دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version