د عراق رسمي دولتي اژانس خبر ورکړی چې د صلاح الدین ولایت لپاره د داعشیانو والي په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
یاد اژانس د عراق د مشترکو عملیاتو د قومندانۍ له قوله لیکلي، پرون دوشنبه د صلاح الدین ولایت په العیث سیمه کې په ترسره شوي برید کې څلور کسان وژل شوي، چې یو هم پکې د ابو عمر القریشي په نوم هغه کس دی چې خوارجو د صلاح الدین ولایت لپاره د خپل والي په حیث ټاکلی و.
د یادونې وړ ده، عراق یو وخت د داعشي فتنې د منشأ او د قوت د ثقل د ځای حیثیت درلود، خو په داعشیانو کې دننه ځینو سرچینو تکرارًا ویلي چې في الحال په دې هیواد کې د خوارجو لیکې له جاسوسانو ډکې شوې او خپلمنځي اختلافات یې هم اوج ته پکې رسېدلي دي.