د ترکیې اناضول اژانس ویلي چې د عراق په شمال کې د ترکمن قوم خلک په هغه کنده کې د خپلو خپلوانو د جسدونو پیدا کولو پسې ګرځي چې داعشي خوارجو د ۲۰۱۴ز او ۲۰۱۷ز ترمنځ نږدې ۱۵۰۰ کسان تر وژلو وروسته پکې غورځولي وو.
د راپور له مخې، دا کنده د موصل ښار لوېدیځ ته په تل عفر سیمه کې موقعیت لري، چې نږدې سل متره ژوره ده او داعشیانو به د هغو کسانو جسدونه پکې غورځول چې وژلي به یې وو.
د تل عفر سیمې یو مسؤل وايي، اټکل دا دی چې په دې څاه کې تر ۱۵۰۰ زیات جسدونه پراته دي. نوموړي ویلي چې تراوسه پورې څه باندې ۲۰۰ جسدونه، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، پېژندل شوي او د نورو په پیدا کولو هم کار روان دی.
دا سیمه داعشي خوارجو په ۲۰۱۴ز کال کې د خپل قدرت په اولنیو ورځو شپو کې نیولې وه او تر ۲۰۱۷ز پورې د دې ډلې د زړه بوږنوونکو وحشتونو شاهده وه.