عاجل

د هیواد په ختیځ او جنوب ختیځ کې د افغانستان ملي اسلامي اردو د کرښې پورې غاړې ته پر هغو نظامي تاسیساتو بریدونه پیل کړي چې وخت ناوخت د افغانستان د حریم د نقض او ارضي تمامیت ماتولو لپاره استفاده ترې کیږي.

په روانو عملیاتو کې د هغو سیمو پوستې په نښه شوې چې د افغانستان خاورې ته ډرون الوتکې ترې راتیریږي، د افغانستان هوایي حریم نقض کوي او پر عامو خلکو بمبار کوي. په بریدونو کې هغه نظامي تاسیسات هم په نښه شوي چې د افغانستان د حریم په نقضولو کې یې همکاري کړې ده او کوي یې.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د عملیاتو له پیل سره سم په ځینو سیمو کې پاکستاني ملېشو خپلې پوستې پرېښې دي او په پوستو کې اورونه لګېدلي دي.

Exit mobile version