په داعشیانو کې دننه یوې موثقې سرچینې ویلي چې له ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو صومالیا ته ورغلي داعشیان په دې هڅه کې دي چې بېرته وتښتي.
د بغدادي او هاشمي د بندګانو رسوا کوونکي چېنل په یوه تازه راپور کې ویلي چې دا داعشیان له المغرب، سوډان، کینیا، تانزانیا او نورو هیوادونو صومالیا ته تللي دي. د راپور له مخې، ځینې داعشیانو له معسکراتو تښتي، ځینې د شرعي دورې پر مهال او ځینې نور بیا د جګړې لیکو ته تر لېږل کېدو وروسته تښتي.
چېنل د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې زیاتره داعشیان له دې امله تښتي چې د صومالیا په خوارجو کې غلو وروستي حد ته رسېدلې، د مسلمانانو وینې حلالې بولي او مالونه یې په ناحقه خوري. په صومالیا کې د نظامي داعشیانو مشر د عبدالغفار انصاري په نوم دی او تراوسه پورې د خپلو وسله والو د تيښتې په مخنیوي کې ناکام شوی دی.
چېنل وايي، داعشیانو تر خپل لاس لاندې سیمو کې هغو کسانو ته زندانونه جوړ کړي چې د تيښتې په هڅو کې ناکام شوي، ځینو ته تعزیرًا د وهل کېدو او بند سزا ورکول کیږي، ځینې د توپک په زور بېرته د جنګ لیکو ته لېږل کیږي او بعض نور له دې امله په قتل محکومیږي چې د داعشیانو ځایونه ورته معلوم دي او خوارج وېره لري که بهر ووځي نو د دوی رازونه به افشا کړي.