دوهمه برخه
لیکوال: محمد شعیب حنفي
خوارج چې د حضرت علي رضي الله عنه په وخت کې یې هم ځانونه حق بلل، حضرت علي رضي الله عنه یې نعوذ بالله کافر بلل او حضرت علي رضي الله عنه ته یې ویل: چې په خپل کفر اعتراف وکړه او ﷲ تعالیٰ ته توبه وباسه، نو که فکر وشي هغه خلک چې حتیٰ علي رضي الله عنه چې جلیل القدر صحابي دی، په دنیا کې پرې د جنت زیری شوی او د ﷲ تعالیٰ له لوري ورته د اسد الله لقب ورکړل شوی وو هغه هم دوی معاف نکړ، بلکې د خپلې باطلې منحرفې، مزخرفې عقیدې او نظر له مخې یې هغه کافر ګاڼه، نو اوس خو د حق پرستو علماء کرامو او حقیقي مسلمانانو، بلکې د نړۍ د ټولو مسلمانانو تکفیرول د دوی لخوا کومه د تعجب خبره نده، ځکه دا د دوی د نیکونو پاتې شوی میراث دی، هغه وخت هم په نړۍ کې د مسلمانانو څخه علاوه کفار او طواغیت موجود وو، مګر دوی د ﷲ تعالیٰ رضا د صحابه کرامو په وژلو کې لټوله.
نن هم نړۍ له کفر او شرک څخه ډکه ده، مګر دوی د ﷲ تعالیٰ رضا د هغو غیورو افغانانو په وژلو کې لټوي کومو چې د نړۍ ټول طواغیت سر نګون کړل. هغه وخت هم دوی شعائرالله ته احترام نه درلود او بد بخته خارجي عبدالرحمن ابن ملجم په مسجد کې په حضرت علي رضي الله عنه حمله وکړه او هغه یې زخمي کړ، نن هم د هغوی لمسیان داعشي خوارج په حق پرسته علماء کرامو، مجاهدینو او عامو مسلمانانو په مساجدو، مدارسو او منابرو کې چاودنې کوي.
او په افتخار سره د لمونځ ګذاره مسلمانانو، مجاهدینو او علماء کرامو پړه پر غاړه اخلي، نو د عقل خاوندانو ته پکار ده، چې د څو دقیقو لپاره سر خپل ګریوان ته ښکته کړي او فکر وکړي، . .چې کوم خلک په مسجدونو کې چاودنې کوي، مسلمانان او خاصتا علماء کرام او مجاهدین شهیدانوي، د عامو خلکو امنیت خرابوي
او دېته ورته ډیر نور ناوړه اعمال سر ته رسوي. ایا دا خلک له صراط مستقیم څخه کاملا منحرف ندي؟!
جریان لري …..