شهادت د هغې خوږې لقاء پیلامه ده، چې د هر مؤمن مسلمان په زړه کې لالهانده څپې وهي او د یو ډېر تږي په شان په اغزنو مزلونو ځانونه ور رسوي، که د پیغمبرانو او صحابه کرامو شهادتونو ته نظر وکړو، ددې پرځای چې د مسلمانانو مورال کمزوری شي نور یې هم ارادې اوسپنیزي او فولادي شوي، چې د دښمن د نسکوره کېدو جوش یې په زړونو کې ولولې کولې او د پرځولو لپاره یې مټې نورې هم قوي او ګړندۍ شوې.
کله چې د اُحد په غزا کې د حمزه رضي الله عنه د شهادت دردونکی غږ واورېدل شو، نو ځینې مسلمانان ناهیلې او زړه ماتې شوه، خو د مېړنیو مسلمانانو زړونه لا قوي، د اسلام د بریا او د خپل شهید کړل شوي ملګري(حمزه رضي الله عنه) د غچ اور یې سینو کې بل شو، تر هغه وجنګېدل چې ګڼ شمېر مشرکین یې د جهنم کندې ته ټېل وهل.
عین وخت کې که د رسول الله صلی الله علیه وسلم زړه چادونکي او نه زغمونکي رحلت ته سوچ وکړو، دا ګمان کېده چې د بشریت د ستر لارښود او سپه سالار په رحلت سره به نړۍ بیا د تور تمونو او جهالت اوج کې غرقه شي، خو بیا هم دا الهي عادت دی چې د نظام بقاء په اشخاصو پورې نه ده تړلې.
په هر وخت کې الله تعالی د نظام او شریعت د ساتنې لپاره اشخاص را ټوکولي دي، چې هر راتلونکی سپه سالار د ځانه بې ساري سرښندنه ښودلې ده او دښمن ته یې دا په ډاګه کړې چې اسلامي نظام د ساتنې او بقاء لپاره یو زمری نه، بلکې هر وخت کې مجددین پیدا کیږي او دا دې بزدله او نامرده دښمن په خلاصو غوږو واوري چې د اسلامي نظام د بقاء لپاره ددې صف هر وګړی د سپر په شان ولاړ دی او تر څو چې یې په جسدونو کې یوه څاڅکه وینه وي، تر وروستۍ سلګۍ پورې به دفاع کوي او د هر ډول دښمن جرړې به د ځمکې له مخ څخه ورکوي.
دا څرګند حقیقت د سنګر مجاهدینو ته ډېر ښه معلومېږي، د ملګري د شهادت غږ او پروت جسد چې څومره زړه ته ټکان ورکاوه، خو ترڅنګ به یې یو بل ته مبارکۍ او د بریاوو زېري ورکول، چې د هر مجاهد وجدان به ځان باندې ملامتیا اچوله، چې نور باید د آرام ساه وا نه خلي، د تللو سرښندونکو غچ له دښمن څخه د خپل مال، ځان او اولادونو په قیمت واخلي، تر څو د الله تعالی پر ځمکه د شهید وینه عبثه توی نه شي او په بدله کې یې اسلامي نظام قائم او د بقاء لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.
د ګران هېواد افغانستان تېر شل کلن تاریخ چې زموږ تر سترګو لاندې تېر شوی، یو نظر ورته وکړو چې د امیرانو، مشرانو، علماوو، ځوانانو، پیغلو، میندو، پلرونو، خویندو، وروڼو، ماشومانو او لویانو شهادتونه زموږ ولس او نظام کمزوری او بې موراله نه کړ، بلکې د هغوی ایماني قوت نور هم په جوش کې راغلی او په پوره ایماني غیرت سره د دین او وطن دفاع ته یې خپل سرونه او سینې سپر وګرځول.
شهادت د یو نظام د اوسپنیز قوت، د ولس د ایماني غیرت او د دښمن د بزدلۍ سبب ګرځي.