هره سپېڅلې مبارزه تر ټولو وړاندې سپېڅلي مرام، رهبر او څرګندې کړنلارې ته اړتیا لري، دا چاره په حقیقت کې د مبارزې د تداوم، ثبات او بریا راز دی، مبارزه له مادي اړخونو له خپل معنویت سره نښلوي او مبارزینو ته یې روحیه ورکوي، ځکه چې روحیه د یوه حرکت او بدلون رامنځته کولو لپاره د روح او روان حیثیت لري.
په افغانستان کې د اسلامي امارت د مبارزې او پر وروستي ماډل ټکنالوژۍ سمبال اشغالګرو ته د ماتې ور کولو اصلي بنسټ سپېڅلی مرام، دې مرام ته ژمن رهبران او د اطاعت اصل و، ددې مبارزې موخه د اسلامي شریعت حاکمیت او د افغانستان استقلال و، په کمه موده کې دې عالي ارمان ته د رسېدو راز یوازې په معنوي روحیه او پر خپل رهبر او کړنلارې د ټینګې عقیدې پایله ګڼل کېږي.
د خوارجو کرايي جنګیالي او د دوی رهبران، په ځانګړي ډول داعش هم فکر کوي چې دغه تجربې ته په پام سره دوی هم خلک تېر وېستلي او خپلو شومو موخو ته، چې خپلې امریکايي او غربي بادارانو ورکړي، رسېدلی شي؛ حال دا چې دا د خارجي مشرانو شیطاني فکر دی، هم د دوی تېروتنه او هم د خپلو کرايي سرتېرو غولونه ده.
د اسلامي امارت منشور او محور اوسنی نه دی، بلکې د خپل تاسیس له مهاله تر دې دمه چې نږدې درې لسیزې کېږي، خلکو ته روښانه دی؛ لاسته راوړنې او کړنې یې محسوسې دي، ولس ته یې امتحان ورکړی او ټول لارویان یې د کومې طمعې او توقع لپاره نه، بلکې د یوه ایماني او دیني مسوولیت له مخې د قربانۍ تر حده ازمایل شوي او ثابت شوي دي.
له دې سپېڅلي مرام څخه د نا سپېڅلو ډلو او خوارجو تقلید خپلې پایلې ته نه شي رسېدلی، ځکه چې تر شا یې د اشغالګرانو د سړو او فکري جګړو د پالیسي جوړونکو لاس دی، تر څو سپېڅلې مبارزې ورباندې نوم بدې کړي.
داعش تر ټولو وړاندې خپله موخه د اسلامي خلافت بیا ژوندي کول او قایمول ښودلي دي، چې ددې لپاره یې خپل نوم هم بیا بیا بدل کړی دی، په عراق او شام کې د پر له پسې ماتو وروسته یې ځان ته د خراسان د څانګې نوم ورکړ.
چې په دې ډول یې د اسلامي امارت له لیکو څخه ټولې شړل شوې منفورې او نوم بدې څېرې، د جمهوریت کرايي سرتېري، قوماندانان او په ټوله کې د سیمې ستر استخبارات له ځان سره ملګري کړل.
خو شوم ارمانونه یې له عملي کېدو وړاندې هم د جمهوریت پر مهال؛ د اسلامي امارت د مجاهدینو د جهاد او هم د اسلامي امارت له دویم ځل حاکمیت وروسته له خاورو سره خاورې شول او لا هم خاورې کېږي.
خلافت په رښتیا هم د اسلامي امت لوی او واقعي تصویر دی، خو ددې تصویر رنګونه د مبارزې او جهاد د سپېڅلو شهیدانو له سپېڅلو وینو جوړېږي، نه د خوارجو او کرايي قاتلانو له ظلمت او جهالت او د دوی له مغلوبو مفکورو څخه.
د دوی دویمه ستره ادعا دا ده چې ګنې د اسلامي قیادت لپاره پاکه مبارزه، یا جهاد کوي، خو په خپلو ناوړه کړنو کې یې ولس او د نړۍ مسلمانانو ته ثابته کړه چې دوی نه د جهاد له روحیې او نه هم ادابو او ارزښتونو سره اشنا دي، بلکې د غلو، لار شکوونکو او مغلي داړه مارانو په څېر په سیمو او ملکیتونو چاپې وهي، خپل جیبونه ډکوي او ولس ته د خپلو غلامانو او غنیمتونو په سترګه ګوري، چې په دې امتحان کې بیا بیا ناکام شوي او پر وړاندې یې د ولس د کرکې دېوالونه لا هم ټینګ ولاړ دي.
دوی چې په دې لاره کې خپلو کرايي سرتېرو او د پیسو په نیت راوتو او تېر وتو ځوانانو ته د جنت او ثواب پوچې وعدې ورکوي، دا ادعا یې هم د خپل اساس په څېر پوچه او سپکه ده، ځکه چې د لوړو ډالري معاشونو د وعدو له ورکړې او د جنت د صفتونو له بیان سره د دوی خپله خبره د ناولي تضاد ډنډ ته لوېږي او د دوی مړي حتی ځايي خلکو په خپلو هدیرو کې هم د خښولو لایق نه دي بللي او له همدې امله په کندو او غرونو کې ورک شوي دي.
وروستی ټکی دا چې دوی خپلو مشرانو ته هم د اسلامي ارزښتونو او مشرۍ د اصولو له مخې د اطاعت کولو سپارښتنه کوي او ټول جعلي مشران یې ورته سپېڅلي ښکاري.
خو بیا هم حقیقت دا دی چې د ناوړه او جاسوسي مشرانو اطاعت هم یو ناوړه عمل دی، هغوی خپلې سوداګریزې او په اجاره اخیستې استخباراتي جګړې تر اسلامي رنګ لاندې مخته وړي، خو خپله د خپلو بادارانو په پوځي کمپونو او استخباراتي ماڼیو کې ناست دي، حتی د خپلو پیغامونو د خپرولو پر مهال هم له وېرې لړزې اخیستي وي، تش د ځینو وحشتونو د ویډیوګانو او انځورونو په خپرولو سره د خپلې کړنلارې (ترهګرۍ) له مخې وېره خپروي او دې کار ته د خپلې بریا او قوت په سترګه ګوري.
خلک باید پوه شي چې دا هم د یو ویشتمې پېړۍ د استخباراتي او صلیبي جګړو په لړ کې د خوارجو د فتنې یوه داسې کړۍ ده چې تر شا یې اسلام دښمنه عناصر د اسلامي ارزښتونو او شعایرو د سپکاوي او ورکاوي لپاره ټول سپېڅلي شعارونه کاروي او غواړي چې دا سپېڅلې لارې د خپلو مزدورانو او کرايي قاتلانو په چټلو پلونو ناولې کړي، خو د اسلامي شریعت ساتونکي امارتي سرتېري به یې هېڅکله هم په افغانستان کې دغه شومې موخې او ستراتیژي پلي کېدو ته پرې نه ږدي.