لیکنه: مفتي ابوصهیب الأفغاني
په ټولو مؤمن به شیانو باندې د زړه له کومې باور او یقین کول او په ژبه اقرار کولو ته عقیده وایي.
په دې خبره ځان پوه کول ډېر اړین دي چې د عبادت صحت او قبولیت تر عقیدې پورې تړلی دی، د ناسمې عقیدې درلودلو د شتون په صورت کې عبادت که هرڅومره زیات هم وشي دا هیڅ معنا نلري، ترڅو مو چې عقیده او فکر د اسلام له سپیڅلې عقیدې سره سمون نه وي خوړلی مؤمن او مسلمان نه شو ګڼل کېدای او هیڅ عمل مو د قبول وړ نه دی.
نو تر ټولو لومړی به خپله عقیده برابره ؤ وروسته به نور معاملات، اخلاقیات، عبادات او نیک اعمال کوو، اسلامي عقیده د ټولو اسلامي کړنو بنیاد دی.
د اسلام سپیڅلی دین یوه ریښتینې او پاکه عقیده لري چې هغه د اهل السنة والجماعة عقیده ده، اهل السنة والجماعة د څلورو مشهورو مذاهبو پیروانو ته ویل کېږي، اهل السنة والجماعة د لمر په څېر روښانه او سپیڅلې عقیده لري چې له قرآن کریم او نبوي احادیثو څخه سرچینه اخلي.
زموږ په هېواد کې لله الحمد اوس اسلامي نظام حاکم دی، چې ټول اهل السنة والجماعة، د راسخې عقیدې څښتن او په حنفي مذهب سمبال دي.
زموږ اسلامي نظام د هېواد غیرتي اولس او قهرمان ملت څخه تشکیل شوی، چې کاملاً په یوه نظریه او یوه عقیده دي، حنفي مذهب سوونه کاله حکومتونه کړي، د یهودو، نصاراؤ او نورو ملحدینو په ټوله نړۍ کې یواځې له حنفیت نه سترګه سوزي، دې قهرمان ملت، سپیڅلي فکر او محکمې عقیدې د وخت فرعونیانو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي او سترې سترې امپراطورۍ یې له خاورو سره خاورې کړي دي.
مؤمنه او مسلمانه وروره!
نن سبا ځینې باطلې فرقې او ډول ډول عقیدې را پیدا شوي دي، ګوره چې څوک دې خطا نه باسې او د دې باطلو مفسدو ډلو د افکارو ښکار نه شې، ګوره چې خپله راسخه حنفي عقیده کې متزلزل نه شې، ګوره چې د بې مفهومه او بې ادبه سلفیت، بې اصله او مزخرفه سیفیت، ازاد خیاله اخوانیت، او لار ورکو، بې دینو، بې شعورو داعشیانو له نظریاتو متأثر او په مکرجنو لومو کې دې لاس او پښې بندې نه شي، ګوره چې د دوي په باطلو صفونو کې ونه درېږې، دا ټولې هغه ډلې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې سوونه کاله مخکې وړاندوینه کړې وه او ویلي یې دي چې: کلهم في النار (دا به ټولې په اور کې وي)، یواځې یوه ډله (ناجیه فرقه) به په جنت کې وي چې هغه د اهل السنت والجماعة ډله ده. الحمدلله
مسلمان زلمیه!
ته په سپیڅلې عقیده روزل شوی یې، ته د اسلام بچی یې، ته په اسلامي ټولنه کې را لوی شوی یې، پام چې څوک دې دوکه نه کړي.
محصله وروره!
باطلې ډلې کوښښ کوي چې ستا ارزښت لرونکی فکر بدل کړي، تا د اسلام او مسلمانانو په ضد استعمال کړي، حنفی علماء، مجاهدین او مخلص مسلمانان ستا په فکر کې حقیر، سپک او کم رنګه راولي خو پام چې داسې ونه کړې، پام چې د مسلمه امت په وینو دې لاسونه سره نه کړې، ګوره چې د اسلامي نظام په مقابل کې ونه درېږې، خدای مه کړه بیابه ذلیل، شرمنده، خوار، مسلمه امت او الله جل جلاله ته ملامت راشې.
د دې ډلو تر ټولو بې کاره، مفسده، اسلام ضد او مسلمانانو ته تر ټولو ستر خطر لرونکې ډله معاصره داعشي ډله ده.
داعش هغه ډله ده چې تمویل، حمایت، ساتنه او رهبري یې په بشپړه توګه مستقیماً د یهودو لخوا ترسره کېږي، ټولې موخې یې د اسلام او مسلمه امت پر ضد او د یهودیت په ګټه راڅرخېږي.
آیا تاسو تر اوسه دا لیدلې یا مو اورېدلي چې داعش ډلې دې په یهودو، نصاراؤ يا په غرب کې عملیات کړي وي؟
داعشي فکره په بشپړ ډول له اسلامي عقیدې سره توپیر لري، او په اسلام کې په هیڅ ډول ځای نه لري.
د داعش ډلې د عقیدې بنسټیز اصول په لاندې ډول دي:
مسلمان وژنه، د مسلمانانو تکفیر، د مسلمان مال حلال ګڼل، بغیر له داعش نورې ټولې ډلې کافرې ګڼل، د مسلمانانو هېواد دارالحرب ګڼل، د مسلمانانو منکوحې ښځې د ځان لپاره منځې ګڼل، له شفاعت او په جنت کې د الله جل جلاله له لیدلو څخه منکر کېدل…. او داسې نورې باطلې عقیدي.
وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی آله وأصحابه أجمعین.
مفتي ابوصهیب الأفغاني
۱۴۴۴/ ۱۵ — رجب المرجب