عبیدالله رقیب
خوارج په احکامو کې دومره تقوادادر و چې آن علي, معاويه او د هغوی ترشا ټول امت – رضي الله عنهم – يې مرتدين ګڼل- نعوذ بالله..
خو خوارج دومره جاهلان هم وو چې په داسي حال کې چې د امت د يووالي هڅو ته اشد ضرورت و دوی په ناشعوري توګه په امت کې دريم فريق هم ايجاد کړ, داسي فريق چې د يووالي ټول چانسونه پکې تړل شوي و, خوارجو ټول محمدي امت مرتد ګڼل لکه اوس چې يې مرتد ګڼي, مرتد واجب القتل وي,د خوارجو په نزد د امت يووالی د امت په بنسټيز وژلو کې ده.
د #خوارجو په بې شعوره نزد د امت پاشل د تقويې رمز و, لکه اوسني سياسي ګوندونه چې د پرمختګ په بهانه ولسونه سره ويشې او نفرتونه خوروي; اما قراني ارشاد بيا دغسي اختلاف د بربادۍ سبب ګڼي او په کلکه ورنه منع فرمايې.
دا چې د خوارجو او سياسي ګوندونو ترمنځ د اشتراک نقطه د امت پاشل او د تفرقې دروازې پرانيستل ده, وينو چې د عصر مذهبي خوارج د سياسي خوارجو ترڅنګ ولاړ دي, سنګر يې يو, هدف يې يو, بيرغونه يې څنګ پرڅنګ ودرول شول, د دواړو غشي د يو هدف پرلوري ويشتل کيږي, د دواړو تبليغاتي قلمونه او ژبې په يو لوري چليږي…
په افغانستان کې د وخت امارت دواړو خواو ته هرکلی وايې, اتحاد ته يې رابولي, ګډکار او مشترک هدف ته يې رابولي, يوصف ورته تجويزوي, د افرادو, قومونو, سمطونو په ځای اهداف ورته مهم معرفي کوي او ورنه غواړي چې د ټولو مومنو افغانانو دين يو دی, تاريخ يې يو دی, ګټې يې مشترکې دي, زيان يې مشترک دی لهذا صف يې هم بايد متحد وي, امير يې يو وي, د علماو او مخورو شورا يې يوه وي, فيصله او منزل يې يو وي, خو دوی…
مذهبي خوارج د نړۍ حربيان ترڅنګ پريږدي او له حربيانو سره مقابل مومنان په نښه کوي؛ سياسي خوارج بيا د نړۍ له حربيانو سره ستراتيژيک تړونونه لاسليکوي, د خپلو ولسونو وينې, عزتونه او مالونه ورته بښي, د اسلامي هيوادونو خاوره, فضا او منابع په واک کې ورکوي… اما د حربيانو دښمنو مومنانو ته بيا د ورورۍ لاس نه ورکوي, کډکار ورسره نه کوي, د هغوی پرمتخګ نه زغمي اګر که د دوی هم پکې ګټه وي…