سوریه کې داعشیانو سلګونه پسونه غلا کړي او پر یوه ملېشه پلورلي دي

د سوریې د بشر حقونو د څار تنظیم په یوه تازه راپور کې ویلي چې داعشیانو هغه پسونه پر یوه محلي ملېشه پلورلي چې څه موده وړاندې د دې ډلې عناصرو له شپنو غلا کړي وو.

په راپور کې ویل شوي چې د څارویو یو شمېر څښتنانو خپل ځینې هغه غلا شوي پسونه په بازار کې پېژندلي چې د رقې په دښتو کې داعشیانو د دوی پر شپونکیانو تر برید وروسته غلا کړي وو.

د څارویو څښتنانو ویلي دوی ته د موضوع تر تعقیب وروسته جوته شوه چې داعشیانو دا پسونه د الدفاع الوطني په نوم پر یوې ځايي ملېشه خرڅ کړي، چې هغوی بیا پر نورو سوداګرو باندې پلورلي دي.

د سوریې د بشر حقونو د څار تنظیم ویلي چې په تېره میاشت کې داعشیانو د رقې په دښتو کې د خلکو پر پسونو او رمو بریدونه زیات کړي وو او د سپټمبر په پنځمه یې هم پر یوه رمه په برید کې یو کس وواژه، دوه نور یې ټپیان کړل او سل پسونه یې مړه کړل.

هېره دې نه وي چې د ۲۰۲۱ز کال په یوه راپور کې له ځايي شپونکیانو د پسونو غلا کول او بیا یې پر نورو خلکو پلورل د سوریې د داعشیانو لپاره د عوائدو د یوې مهمې سرچینې په توګه یاد شوي وو.

ابو جلال
Exit mobile version