په سعودي عربستان کي د شیعګانو پر عبادتګاه باندي د اسلامي دولت لخوا سوئ فدایي برید په اسلامي نړۍ کي ډول ډول غبرګونونه راپارولي دي. اکثره خلګ دا فکر کوي چي په پټو سترګو ددې پښي غندل په عوامو کي د محبوبیت موندلو ښه زریعه ده. خو په کار داده چي تل د یوې مثبتي پیښي منفي اړخونه هم وسنجول سي او د یوې منفي پیښي مثبت اړخونه روښانه کړل سي که چیري غواړو انصاف و عدالت وکړو…. اوس که اسلامي دولت خدای ج مکړه د سعودي عربستان کوم دولتي اورګان په نښه کړئ وای یا یې د اهل السنت مسلمانانو ملکي، نظامي یا مذهبي هدف په نښه کړئ وای موږ به څه فکر کولای. اهل نظر خلګ خبر دي چي په سعودي عربستان کي میشت شیعه ټولني وسعودي حکومت ته وفاداره نه دي یا حد اقل مطلق بیطرفه نه دي. دوئ په یو داسي ټولنه کي مخفي سیاسي حرکت په کار اچولئ دئ چي هلته نظر درلودل یو ستر جرم ګڼل کیږي مجرد چي دې ته توجه وسي چي هغه نظر د شاهي کورنۍ (چي د هیواد سیاست یې انحصار کړئ دئ) یا د محمد بن عبدالوهاب نجدي کورنۍ (چي د هیواد دین یې انحصار کړئ دئ) په ګټه وي که تاوان.
یو څوک به وایي چي دا خو د سعودي عربستان د شیعه ټولنو پر قابلیت دلالت کوي چي په داسي مقیده ټولنه کي د ځمکي لاندي قوي سیاسي سرګرمیاني پر مخ بیایي خو دا فکر د هغه چا په دماغ کي پیدا کیږي چي د سعودي عربستان د شاهي استخباراتو د ژورو ریښو څخه ناخبره وي. باخبره خلګ پوهیږي چي په سعودي عربستان کي شیعګان د یو اعلی امتیازیافته اقلیت په صفت ژوند کوي چي د وګړو پر ورځني ژوند باندي یې د یو شمیر زیاتو سعودي جګپوړو چارواکو د پر شفقته سرپرستي یخ سیورئ غوړیدلئ دئ.
دا چي اسلامي دولت د سعودي عربستان په داخل کي د شیعګانو عبادتځای په نخښه کوي، د سعودي عربستان د شاهي حکومت لپاره ډیر قوي پیغام پکښي نغښتئ دئ. په دې ټوله پوهیږي چي اسلامي دولت که په سعودي عربستان کي ممکنه ملاتړ یا خواخوږي لري، هغه به د اهل السنت مسلمانانو په ټولنو کي وي. دا چي دوئ یوه شیعه میشته سیمه د خپلو عملیاتو لپاره انتخابوي نو یو خودا بیغام دئ چي موږ ستا په قلمرو کي هر ځای د نظامي عملیاتو توان لرو، بل دا چي موږ تر اوسه ډیر صبر درته کړئ دئ، نور زموږ صبر مه امتحانوه او زموږ پر قلمرو خپل بریدونه ودروه. که چیري اسلامي دولت د سعودي عربستان دولتي تاسیسات په نښه کړي نو شاید مسلمانان یې ملامت نه کړي، ځکه چي سعودي عربستان د اسلامي دولت پر ضد یوطرفه جګړه پیل کړې ده، حال دا چي ترکیي تر اوسه ځان د اسلامي دولت د جګړې څخه لیري ساتلئ دئ. دا خبره د لمر په څیر روښانه ده چي د عربي او افریقایي نړۍ اهل السنت والجماعت حکومتونه د اسلامي دولت طبعي ملګري دي کټمټ داسي لکه رافضي دولتونه او ډلي چي د اسلامي دولت طبعي دښمنان دي.
که چیري د سعودي عربستان او دهغه ائتلافیان د اسلامي دولت سره په مخامخ جګړه نه وي اخته نو باوجود چي یو له بله سره کومه نظامي، سیاسي او استخباراتي همکاري ونه لري، د ملګرتیا ثبوت یې داغه دئ چي د یوه مشترک دښمن سره په جګړه ښکیل دي. د سعودي عربستان هر عاقل او بالغ اوسیدونکئ ښه پوهیږي چي که نن د سعودي عربستان شیعګان د سعودي حکومت ته دردسر نه پیښوي هغه په دې خاطر چي ویریږي. هر کله چي موقع په لاس ورسي نو د ایران د یوه مرض وهلي سپي د صدقې لپاره به د کعبې شریفي امام د حلالولو څخه به هم ډډه ونه کړي. اسلامي دولت چي د سیمي د رافضي حلقو، نړیوالو صلیبیانو او یهودي مخفي مافیاوو لخوا د سختي مخاصرې لاندي دئ په دې پوهیږي چي د عربي نړۍ ټمبل او عیاش شیخان د خپل ژوند او اقتدار د بقاء لپاره ددوئ نظامي وړتیا ته اړ دي. په مقابل کي بیا اسلامي دولت د عربي نړۍ ددې ټمبلو او عیاشو شیخانو مادي امکاناتو او نړیوال اثرورسوخ ته اړتیا لري څو په عراق او سوریه کي د روافضو د مطلق اقتدار مخه ونیسي.
عراق چي تل د فارسي تمدن او عربي نړۍ تر مینځ د سکندر د دیوال حیثیت درلودئ دئ، همیشه د عربو او فارسیانو تر مینځ د لمړي خط جبهه پاته سوئ دئ او د عراق عرب د لمړي خط عسکر دي. په تیرو تاریخونو کي اکثره داسي سوي دي چي فارسیانو هر کله د عربو د غلامولو لپاره پرمختګ کړئ دئ نو دا پرمختګ په عراق کي یو چیري متوقف سوئ دئ. کله چي د حضرت عمر فاروق رض لخوا د عراق د عربي سیمو د ازادولو لپاره نظامي عملیات پیل سول نو د هغه وخت اسلامي دولت د ټوله فارسي امپراتوري سره په جګړه کي داخل سو او دا جګړه هغه مهال خپل منتقي انجام ته ورسیدل کله چي اسلامي لښکري افغانستان ته داخلي سوې.
اسلامي دولت په عراق، سوریه، لبنان، فلسطین او نورو عربي هیوادونو کي یهودي او رافضي ښکیلاک ته د پای ټکئ ایښودل خپل لمړنی هدف ټاکلئ دئ او ددې هدف لپاره په جګړه کي دي. دا چي په داتلونکي کي اسلامي دولت د عربي نړۍ او احتمالاً د ټولي اسلامي نړي د سیاسي او مذهبي رهبري په خپل لاس کي نیولو اراده لري فقط یو احتمال دئ چي شاید په ډیر لیري آئینده کي د عملي کیدو امکان پیدا کړي خو د ایران د رافضي دولت تر پوښښ لاندي د ټولي عربي او اسلامي نړۍ سیاسي، نظامي، اقتصادي او مذهبي واک و روافضو ته سپارل یو برحاله، ژوندی او د عمل لاندي پروسه ده. ایران، عراق، سوریه، لبنان او یمن په اعلانیه ډول د رافضي وسلوالو په مطلقه ولکه کي لویدلي دي. د افغانستان، پاکستان، بنګله دیش او مصر ادارې او امنیتي و استخباراتي ځواکونه د روافضو او ددوئ سره په ګټه شریک سیکولر او بیدینه حلقو په غیر اعلانیه کنټرول کي دي. دا چي د مصر افغانستان او پاکستان چارواکي په ښکاره ډول د ایران او یمني حوثیانو ملاتړ نه کوي سبب یې د اهل السنت والجماعت مسلمانانو سیاسي او وسلوال قوتونو موجودیت دئ چي یو څه لا نور هم ځپل غواړي.
دا دولتونه اوس په نورو نومونو هغه عناصرو د بینه وړلو په چارو بوخت دي کوم چي کولای سي د حرمین شریفین په محاصره کولو کي د ایران سره د مرستي په صورت کي دي دولتونو ته په داخل کي جدي ګواښونه متوجه کولای سي. په دې ستراتیژیکه نقطه د هر چا سر خلاصیږي چي یو دولت تر هغه وخته پوري د خپل ولس سره زور کولای سي تر څو چي د کوم بل دولت سره په جګړه نه وي اخته سوئ. کله چي یو قوي حکومت، دیو ډیر ضعیف او نحیف دولت سره په جګړه اخته سي نو که یې ولس په جګړه کي ورسره ولاړ نه وي نو هغه ضعیف دولت چي ولو د میږي حیثیت ولري کولای سي چي هغه قوي حکومت چي ولو د پیل حیثیت ولري را چپه کولای سي. دا چي نن د طالبانو د ځپلو لپاره د افغانستان او پاکستان د دولتونو تر مینځ داسي استخباراتي تړونونه کیږي یا داچي په مصر کي د اخوان المسلمین د ولسي حکومت د رانسکوریدو تر مخه د ایران لخوا د رافضي عقایدو د رسمي کولو غوښتنه رامینځ ته کیږي چي د ردیدو څخه لږ ورځي وروسته په مصر کي د یوفاسق او سیکولر نظامي مامور په لاس د نړۍ بدنام ترینه کودتاه کیږي، آیا دا ټوله د حرمین وشریفین د محاصرې د تنګولود ځنځیر کړۍ نه دي؟؟؟؟ که د یمن جګړې ته متوجه سو……… څه وینو؟؟؟
د یمن د شیعکانو وسلوالي ملیشې چي اکثریت یې کوچنیان او بیتجربه ځوانان او سپینږیري دي، د پلازمیني په شمول مهم ستراتیژک ښارونه نیسي او قانوني ولس مشر په خبریږي لا نه. بیا چي کله د یمن ټوله واک په لاس کي واخلي نو د هیواد قانوني ولس مشر روغ رمټ په داسي حال سعودي عربستان ته تښتي چي سر یې پر اوږو صحیح سلامت پروت وي…. بیا میاشتي میاشتي د سعودي عربستان او عربي هیوادنو هوایي بریدونو او منظمو نظامي مرستو سربیره په ځمکنۍ جګړه کي هیڅ پرمختګ نه کیږي. دا په داسي حال کي چي د یمن اکثره ولس اهل السنت والجماعت مسلمانان دي. د یمن روانه جګړه د یمن او سعودي عربستان په اهل السنتو ولسي حلقو او نظامي صفوفو کي د پراخ فساد څخه پرده پورته کوي. که یې عام عسکر ډارن وي نو به څومره ډارن وي؟؟؟؟؟ که یې نظامي رهبران بیکفایته وي نو به څومره بیکفایته وي؟؟؟؟؟ آخر دوئ پراخه نظامي روزنه لیدلې ده، حربي مکتبونه، اکاډمیاني او پوهنتونونه یې لوستلي دي…… په عراق او سوریه کي یې د اسلامي دولت او د سوریې خپلواکي غوښتونکي ډلو داوطلبان چي اکثره مسلکي جنګیالي نه دي او د هوایي بریدونو هم لاندي دي، په مقابل کي د عراق او سوریې رافضي عسکر د یمني حوثیانو په پرتله ښه روزل سوي او تجربه کاره دي. بیا هم سوري او عراقي اهل السنت مسلمانان پر روافضوپه ځمکنۍ جګره کي برلاسي دي…. که د تاریخ یو څو پاڼي د ماضي خوا ته واړوو او دهغه وختو حالات مطالعه کړو کله چي د کویټ پر سر د صدام حسین پر ځواکونودعربي هیوادونو او امریکایي ائتلاف لښکري په دښتونو کي د راټولیدو په حال کي وې. په داسي وخت کي یوې جهادي ډلي صدام ته پیشنهاد وکړ چي که د پیسو او وسلو مرسته ورسره وکړي نو په ضمانت سره به د دښمنانو لښکري وړاندي له دې په دښتو کي د بینه یوسي مخکي له دې چي دده د منظمو ځواکونو سره په جګړه کي ښکیل سي. خو صدام د خپلو ځواکونو په وړتیا او وفاداري ډیر غره وو او ددې څخه ناخبره وو چي دده هم هغه مشاورین دده د دښمن سره لاس دي کومو چي ده ته پر کویټ د برید مشوره ورکړې ده. صدام د ناپیژانده دوستانو د دوستي لاس ور جواب کړ او پر هغو شناخته مخونو یې باور وکړ چي زړونه یې ورسره بیګانه وه. نن بیا د سعودي ملک سلیمان ته یو څو نا پیژانده ملګرو ددوستي لاس وروړاندي کړئ دئ….. باید په ډیر دقت سره جهت انتخاب کړي.
شرایط دده څخه دا تقاضا کوي چي په ډیر لنډ وخت کي د عراق، سوریې، یمن او لبنان په جبهاتو باندي روافض پر شا وټمبوي او په اوږد مهال کي د ایران رافضي واکمنانو دایمي چاره وکړي، څو خپل او د خپلي کورنۍ راتلونکي نسلونو بقاء او اقتدار وساتي. دا کار د عربي او نورو ذیدخلو اسلامي دولتونو د معاشخوره عسکرو په وس نه دئ پوره. باید پر اسلامي دولت، طالبانو، سپاه صحابه او جندالله ډلو پانګونه وکړي. پر اسلامي دولت باندي بعضي مخلص مسلمانان دا اعتراض کوي چي په سپینه ورځ او د عبادت پر مهال ولي د شیعګانو پر معبدونو بریدونه کوي؟؟؟ حال دا چي مسنونه طریقه خو دا وه چي د شپې یې یواځي د عبادتځای د زیربناوو په د بینه وړلو بسنه کړې وای څو د ویني تویدني امکانات لږ وي… کله چي رسول الله مبارک ص ته الله ج د مسجد ضرار د نړولو امر وکړ نو رسول الله مبارک ص حضرت علي رض د یو شمیر مجاهدینو سره د شپې ورواستاوه او د مسجد ضرار د نړولو امر یې ورته وکړ او دا یې ورته وویل چي که څوک ستاسو ددې کاره څخه منعه راوړي بیا جګړه ورسره وکړئ. دا خبره که هغه علماء او مسلمانان وکړي چي د اسلامي دولت په صفوفو کي جهاد کوي یا یې په قلمرو کي اوسیږي نو دا به واقعاً د اسلامي دولت لپاره یوه مفیده مشوره وي.
خو هغه مسلمانان او علماء چي دداسي دولتونو تابعت پاڼي لري کومو چي اسلامي دولت په رسمیت نه دئ پیژندلئ نو د اسلامي دولت پر کړونو د اعتراض حق ځکه نه لري چي د اسلامي دولت د وجوده څخه منکره دي. دا ځکه چي د اسلامي دولت یوه پراخه سیمه چي ګڼ ښارونه پکښیکي دي حکومت کوي. ددې سیمو خلګو ته عامه خدمتونه وړاندي کوي. دا یو حقیقت دئ چي باید ومنل سي. دا واقعاً یو لیونتوب دئ چي یو شخص یوه ورځ دا ووایي چي پیری اصلاً وجود نه لري، بیا بله ورځ یې دا واویلا جوړه کړې وي چي زما پر زوی پیری ناست دئ. همدارنګه هغه خلګ یا دولتونه چي د اسلامي دولت پر اسلامي مشروعیت عقیده نه لري، دا څنګه وایي چي اسلامي دولت دا کار یا هغه کار د شریعت د چوکاټه څخه خارج دئ…. کله چي رسول الله مبارک ص د الله ج په امر د مکې د کفارو سره د حدیبیې صلحه لاسلیک کړه نو یو شرط پکښي دا وو چي که د مکې مکرمې یا د هغه د ائتلافیانو د سیمي څخه یو څوک مسلمان سي او مدینې منورې ته حجرت وکړي نو مسلمانان مکلف دي چي هغه بیرته کفارو ته وسپاري.
د دې تړون د لاسلیک وروسته ځیني غښتلي عرب مسلمانان سول او مدینې منورې ته د تللو پر ځای دښتونو او بیبانونو ته ولاړل. د هغه ځایه څخه به هغوئ د کفارو پر تجارتي قافلو بریدونه کول او هغه به یې لوټل. ددې خلګو د اعمالو د مشروعیت یا نه مشروعیت بحثونه به کله کله په مدینه منوره کي هم کیدل. ځیني مفسرین دا وایي چي په سوره العادیات کي د همدغو خلګو په هکله یادونه سوې ده چي الله ج ددوئ، ددوئ په آسانو او د اسانو د سیمونو باندي قسم اخیستئ دئ او ددوئ میړانه یې ستایلې ده. که څه هم د نن ورځي د اسلامي هیوادنو اکثریت دولتونه (یا شاید ټوله) حقیقي اسلامي مشروعیت نه لري خو که احیاناً کوم اسلامي شرعي حکومت وای او د کفارو سره سوي د مجبوريت د کوم تړون په اساس یې د طالبانو تحریک یا اسلامي دولت په رسمیت نه پیژندلای نو به یې هم هیڅ کله د کفارو لپاره پر دې مسلمانانو جنګ نه وای کړئ او پر کفارو باندي به یې ددوئ بریدونه نه وای غندلي.