دوهمه برخه
طاهر احرار
اميرالمؤمنين د بغاوت پر وړاندې مضبوط قدم کېښود. د ريښتني او کاملې عفوې وروسته يې هغه خلک چې د اسلامي نظام د قائميدو پر مخ خنډ وو او يايې له عفوې سمه استفاده ونکړه، داسې وځپل چې بيا به د سر د راپورته کولو هڅه ونکړي.
اميرالمؤمنين په هېواد کې ټولې هغه ډلې ټپلې او تنظيمونه چې مختلفو قومي مذهبي تعصباتو ته يې لمن وهله او يا يې د اسلام، وطن او هېواد منافعو پر خِلاف کارونه کول لغوه اعلان کړل او ټول مسلمانان وروڼه يې تر يو بيرغ لاندې راټول کړل.
اميرالمؤمنين يتيمانو لپاره هغه که د تېر نظام د عسکرو بچيان وو او که د مجاهدينو، يو شان بلا تفاوته د ښه تعليم او ښې روزنې لپاره مراکز جوړ کړل او د هغوى مصارف يې په حکومت کېښودل، همداشان يې د کورنۍ لپاره ورته کافي اعاشه وټاکله.
اميرالمؤمنين د هیواد معيوبينو، معلولينو ته بلا تفاوته اعاشه جاري وساتله. همداشان يې کداګر د هېواد په ګوټ ګوټ کې راټول کړل، هغوى ته د مياشتې مناسب مصارف په حکومت کېښودل.
اميرالمؤمنين نړۍ ته د اطاعت يو ښه مثال وړاندې کړ چې څرنګه په اسلام کې يو امير کولاى شي په يو مکتوب لس کم زيات وزيران، واليان تغير تبديل کړي او هیڅوک هېڅ مخالفت ونکړي.
د افغانستان په هره برخه کې د جمعې په خطبه کې يې خطيبان نوم اخلي او دعاګانې ورته کوي، تاسې به دا هم وګورئ چې د نړۍ له هر کونج به مسلمانان د اميرالمؤمنين سره د بيعتونو لړۍ پېل کړي. ان شاءالله
(وما ذالک على الله بعزيز)