تر جنګ وړاندې د قریشو سیاسي توطیې:
که څه هم د قریشو د لښکر تشکیل د مسلمانانو له لښکر نه ستر و، خو دې ستروالي دوی نه وو ډاډه کړي، په خپل بري بیا هم شکمن وو، نو هڅه یې وکړه چې د مسلمانانو تر منځ درز جوړ کړي. انصارو ته یې حال ولېږه، چې موږ له تاسو سره کار نه لرو، موږ او زموږ د کاکا زوی (رسول الله صلی الله علیه وسلم) سره پرېږدئ چې وجنګیږو، خو چېرې دا ناکامه هڅه او چېرې د انصارو ډبرین باور!
هم هغه وو چې انصارو د قریشو د تمې خلاف ځواب یې ور ولېږه، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې د خپل ټینګ ملاتړ څرګندونه ورته وکړه.
قریشو یوه بله هڅه هم وکړه؛ د أوس قبیلې یو پخوانی مشر او راهب و، چې مدینې ته له اسلام راتلو سره سم د اسلام له کرکې امله له مدینې څخه وتلی و. نوموړي قریشو ته ویلي و چې أوسیان به هرومرو زما په لیدلو سره زما اطاعت غوره کړي. نو د جګړې په ډګر کې یې غږ وکړ چې زه ابو عامر یم، موخه یې دا وه چې که أوسیان زما لوري ته راشي؛ خو هغوی داسې ځواب ورکړ چې ټولې تمې یې ورمړاوې کړې، ورته و یې ویل: مراد دې پوره نه شه فاسقه! له دې وروسته یې د خپل قوم په وړاندې سنګر ونیو، او سخت وجنګېده.
تن په تن مبارزه:
دواړه لښکرونه د تیارسئ په حالت کې وو، تورې یې له تېکو را ایستلې وې، او غشي یې له کمانه. په دې ترڅ کې د مشرکینو له ډلې یوه تن (طلحه بن ابي طلحه العبدري) د مشرکینو له لښکره راووت، او د مبارزې ټټر یې وټکاوه. له مسلمانانو څخه علي رضی الله عنه ور ووت، ورمخکې شو او د مبارزې په پایله کې یې وواژه، د ده هاغه وتلی غرور یې همدلته ورسره دفن کړ. تر عمومي جګړې وړاندې د تن په تن مبارزې په پایله کې ډېر مشرکین ووژل شول.
عمومي جګړه پیل شوه:
دې مبارزو د مشرکینو احساسات نور هم راوپارول، د انتقام لمبې یې په زړونو کې نورې هم تازه شوې، نو ځکه یې په عمومي یرغل امر وکړ. عمومي جګړه ونښته، درې زره کسیز لښکر د اووه سوه کسیز لښکر په وړاندې توره را ایستلې وه، لومړنی هجوم مشرکینو د مسلمانانو په لښکر ور ووړ، د آسونو له شڼهار سره د ایستلو تورو شرنګا یو ځای شوه، وږي سینې د انتقام اخیستلو په پار د لېوانو په څېر د مسلمانانو د لیکو پر خوا ورغلل، خو د اسلامي لښکر لیکې یې تیتې نه کړې، ګډوډې یې نه کړې.
دواړه لښکرونه به یو بل کې ننوتل، د اسلام تاریخ یې مشاهده کاوه؛ لکه چې د مسلمانانو اتلولۍ ثبتوي، او د راتلونکو نسلونو لپاره یوه الګو پرېږدي.
جګړې زور واخیست، د مشرکینو ښځو بیتونه زمزمه کول او مشرکین یې جګړې ته هڅول. د دې ښځو سرلارې هنده بنت عتبه وه، هغه چې په بدر کې یې د کورنۍ ډېر کسان وژل شوي وو، دې په ټول توان سره هڅه کوله چې د جګړې مهار په لاس کې واخلي، او د بدر کسات واخلي، خو ونه توانېده.
جګړه په ټولو اړخونو کې روانه وه، خو چا چې توغ اوچت کړی و، د هغه شاوخوا شدیده جګړه وه؛ ځکه په هغه وخت کې چې به توغ پر ځمکه پرېووت دا به د ناکامۍ پیلامه وه، همدا لامل و چې ځانونه یې قربانول خو توغ یې ځمکې ته نه پرېښود.
د تن په تن مبارزې په پایله کې د بنو عبد الدار کورنۍ لس تنه غړي ووژل شول. له هغه وروسته توغ یوه غلام اوچت کړ چې صواب نومېده، ده تر ډېره بیرغ اوچت وساته، خو څه شېبه وروسته د ده لاسونه هم غوڅ شول او توغ پر ځمکه پرېووت، په دې سره د مشرکینو لښکر په ماتې سر شو، نر او ښځې ټول د ایمان په وړاندې ماتې خوړونکي شول، د جګړې له ډګره یې پښې سپکې کړې، لکه د بدر د غزا شېبه چې وي.
دا د غزا لومړنۍ مرحله وه چې بری د مسلمانانو په برخه شو. د مشرکینو ټول توغ اوچتوونکي یو په بل پسې ووژل شول، نه د ښځو را پاروونکو بیتونو کومه نتیجه ورکړه، نه د بنو عبد الدار کورنۍ ټینګ مقاومت. خو د دې غزا دویمه مرحله داسې وه چې بیرته یې د مشرکینو تله درنده کړه، او ډېر مسلمانان پکې شهیدان شول. لاملونه به یې په راتلونکې لیکنه کې بیان شي، إن شاء الله!











































