د ګاونډي نه جبرانېدونکې تېروتنه

#image_title

سليم عمر

 

د افغانستان پولې ته څېرمه د ګاونډي هیواد وروستیو تحرکاتو او د امریکايي پوځیانو د لوړپوړو پوځیانو شتون د خبرونو سر لیک ګرځېدلی دی.

 

د سیمې او نړۍ د معتبرو رسنیو له خوا د خپرو شویو خبرونو له مخې، له څه مودې راهیسې د پاکستان پوځ د امریکايي ځواکونو په ملاتړ د افغانستان سره په سرحدي سیمو کې پراخ خوځښتونه پیل کړي او ډېری شنونکي یې دغه خوځښتونه د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بريدونو د ډېروالي له امله بولي.

 

د پاکستان جګپوړو چارواکو څو څو ځله یادونه کړې چې د دغه هېواد پوځ په دې وروستیو کې د ټي ټي پي سره د مقابلې لپاره د “عزم استحکام” په نوم عملیات پیل کړي، خو په کوم قیمت؟

 

دا په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت په سخت اقتصادي ناورین کې دی او له ۱۱۵ ملیارد ډالرو څخه زیات پوروړی دی چې په یوازې توګه د جګړې لګښت نشي ورکولای؛ په همدې خاطر څو اونۍ وړاندې په امریکا کې د پاکستان سفیر له تحریک طالبان سره د مقابلې لپاره د دغه هېواد له چارواکو د پوځي او مالي مرستو غوښتنه وکړه او یو شمېر امریکايي ځواکونه د افغانستان پولې ته څېرمه لیدل شوي.

 

ښايي پاکستانيان د جهادي خوځښتونو پر وړاندې د خپلې موخې د ترلاسه کولو لپاره د عزم استحکام په عملياتو کې د امريکا د مرستې او ملاتړ په لټه کې وي.

 

اوس پوښتنه دا ده چې آیا امریکا به په دې جګړه کې له پاکستان سره په اقتصادي او پوځي برخه کې مرسته وکړي او تر څنګ به یې ودرېږي!؟

 

بې له شکه چې امریکایان د عزم استحکام په عملیاتو کې له پاکستانیانو سره مرسته کوي، پاکستان اوس د جنګ په ډګر بدل شوی. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پکې د اسلامي نظام د ټینګښت او د شریعت د پلي کولو لپاره جنګيږي او د دوی په مقابله کې عزم، اراده او خوځښت به د پاکستان حکومت ته بې کچې تاوان ورسوي.

 

د پاکستان حکومت باید له هغو کسانو عبرت واخلي چې په امریکا او متحدینو یې تکیه کړې وه، خو په پای کې یوازې پاتې شول او په مشکل کې یې ځانونه واقع کړل.

هرماس الافغاني
Exit mobile version