هر ملت هغه مهال خپل عزت، هويت او بقاء ساتلی شي، چې خپل فرهنګي او فکري بنسټونه وساتي. افغان ملت د اسلام په رڼا کې د يو سپېڅلي کلتور او بډايه تمدن خاوند دی. زموږ دودونه، عنعنات او د ژوند طرز د ايمان، غيرت او عفت پر بنسټ ولاړ دی، خو د تېرو لسيزو سياسي ګډوډيو او بهرنيو يرغلونو زموږ فرهنګي ارزښتونه له جدي ګواښونو سره مخ کړي دي.
اسلامي او افغاني فرهنګ يو له بل سره نږدې تړلي دي، زموږ د کورنۍ جوړښت، د احترام دود، د مينې او ورورولۍ فضا او د حلال او حرام درک ټول د اسلامي فکر انعکاس دی. دا کلتور د ټولنې د اخلاقي ځواک بنسټ جوړوي. خو غربي فرهنګ، چې د مادي ازادۍ او بېبندوبارۍ پر محور ولاړ دی، هڅه کوي دغه ارزښتونه کمزوري کړي.
د غربي فرهنګ د نفوذ وسايل ډېر هوښيارانه جوړ شوي دي، رسنۍ، فلمونه، ټولنيزې شبکې او د ژوند د ظاهري ښايست او ښکلا تبليغ. دا وسايل په تدريجي ډول د ځوان نسل د فکر او ذوق بڼه بدلوي، تر دې چې ځوان خپل ملي او ديني افتخارونه کم ارزښته ګڼي او د پرديو په تقليد پسې مڼډې وهي.
په دې فرهنګي جګړه کې، د افغان مسلمان ولس د فکر ساتنه، يو فکري جهاد ته ورته ده. دا جهاد د قلم، فکر، پوهنې او رسنيو له لارې تر سره کېږي. د هر استاد، ليکوال، والدينو او ديني عالم دنده ده چې د اسلامي افکارو ريښې د نوي نسل په زړونو کې ټينګې کړي.
د کلتور ساتنه يوازې د تېرو ارزښتونو تقديس نه دی، بلکې د هغوی د معاصرې بڼې جوړول هم مهم دي. موږ بايد د ټکنالوژۍ او پرمختګ له وسيلو کار واخلو، خو د خپل فرهنګ له روح سره سم. لکه څنګه چې اسلامي تمدن پخوا د علم، هنر او اخلاقو نمونه وه، نن هم افغان مسلمان ولس کولای شي د نوښت او تقوا د يوځای کولو بېلګه وګرځي.
د بهرنيو فرهنګونو خطر يوازې د جامو او ژبې په بدلون کې نه دی، بلکې په فکري استعمار کې دی. کله چې يو ملت خپل فکر له بل څخه اخلي، نو خپل هويت له لاسه ورکوي. د دې لپاره، علمي خپلواکي، د افغاني ژبو پياوړتيا او د اسلامي فلسفې بنسټيزه روزنه اړينه ده.
رسنۍ، ښوونيز نصاب او د ټولنيزو فعاليتونو لوری بايد د ملي ارزښتونو پر بنسټ وي. هغه فلمونه، برنامې او خپرونې چې د اسلامي اخلاقو خلاف وي، د ملت د فکري زوال سبب ګرځي. پر ځای یې بايد د افغاني تاريخ، شهامت، ادب او ديني افتخاراتو انعکاس پياوړی شي.
په دې لړ کې، کورنۍ تر ټولو مهمه دنده لري. که مور او پلار د خپلو ماشومانو روزنه د قرآن او سنتو پر بنسټ وکړي، نو هيڅ بهرنۍ فکري تهاجم به پر هغوی اغېز ونه کړي. د ماشوم له ماشومتوبه د خپل دين او کلتور سره مينه ورزياتول د فرهنګي استقلال تر ټولو قوي بنسټ دی.
د دولت او ټولنې همغږي هم ضروري ده. د فرهنګي پاليسۍ، ادبي بنسټونو او ديني مراکزو همغږې هڅې کولای شي د بهرنيو فرهنګي نفوذونو پر وړاندې يو متحد فکري ديوال جوړ کړي. دا مبارزه بايد د تعليم، هنر، ژورنالېزم او ټولنيزو اصلاحاتو له لارې دوامداره وساتل شي.
په پای کې، د افغاني او اسلامي کلتور ساتنه د هر افغان ايماني او ملي مسووليت دی. که موږ خپل هويت له لاسه ورکړو، نو د خپل استقلال روح به مو هم له منځه ولاړ شي. راځئ د ايمان، علم، ادب او غيرت په مټ د پردي فرهنګ د يرغل پر وړاندې ودرېږو او خپل کلتور د راتلونکو نسلونو لپاره د يو عزتمند امانت په توګه وساتو.








































