محب الرحمن مخلص
اوسني عصر کې خوارج داعشيان د افغانستان پر (اسلامي امارت) باندې دا تور پورې کوي، چې تاسو د کفارو سره صلحه وکړه، يعني دا کار مو د شريعت؛ د اللّٰه (جل جلاله) او د رسول اللّٰه (صلی اللّٰه عليه وسلم) د قوانينو خلاف وکړ
د ليکنې په لومړۍ برخه کې؛
صلحه څه ته وايي، شرعي تعريف يې څه دی، تر څومره نيټې پوري جائزه او تر څومره نیټې ناجائزه، او همدارنګه د کافرانو سره جائز او که ناجائز ده؟
دا ټول سوالونه له قرانكريم، احاديثو او د فقهاء کرامو له اقوالو نه ځواب شوي. اوس راځو د صلحې ډولونو ته چې پر څو ډوله ده، کومه صلحه جائز او کومه ناجائز؟
د صلحې ډولونه :
له مشرکینو او اهل کتابو سره صلحه په درې(۳) ډوله ده.
لومړۍ: تر خاصې نيټې پورې، لکه یوکال، دوه کاله يا درې کاله
دویمه: تر ابده پورې صلحه کول
دریمه: تر نا معلومې نيټې پورې صلحه کول
لومړۍ ډولۍيعنې تر خاصې نيټې پورې صلحه: دا ډول د علماء کرامو په اتفاق جائز ده، اللّٰه(جل جلاله) فرمايې:
لا يَنْهٰىكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقٰتِلُوكُمْ فِى الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيٰرِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوٓا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ
[سُوۡرَةُ المُمتَحنَة: ۸]
ژباړه: اللّٰه (جل جلاله)مو له هغو خلکو کوم چې له تاسو سره په دين کې اختلاف نه لري، او تاسې يې له خپلو کورونو څخه ايستلي نه ياست نه منعه کوي، دا چې د هغوی سره نیکي او عدل وکړئ، بیشکه اللّٰه(جل جلاله) عادل ذات دی او عدل خوښونکی دی.
ابن جرير طبري (رحمة الله تعالی عليه) د دغه آيت په تفسير کې ليکي:
وَأَولَی الاقوالِ في ذلك بالصواب قول من قال: عُنِيَ بذلك (لا يَنْهٰىكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقٰتِلُوكُمْ فِى الدِّينِ) من جميع اصناف المِلَلِ والأديانِ أن تبرُّوهم وتَصِلُوهم، وَتُقْسِطُوٓا إِلَيْهِمْ. [تفسير الطبري]
ژباړه: تر ټولو حق ته نږدې د هغه چا خبره ده چا چې ويلي: له دغه آيت (لاينهٰکم الله عن الذين له يقاتلوکم في الدين) نه مراد د ټولو هغو ملتونو، اقوامو او اديانو خاوندان دي، چې هغوی سره نیکي، صله رحمي، د عدل معامله او چلند کوئ.
ابن نُجَيم المصري رحمة الله تعالی عليه فرمايي:
قوله: «ونصالحهم ولو بمال لو خيرا» وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا [سُوۡرَةُ الاٴنفَال:۶۱] و وادع رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم اهل مکة عام الحديبية علی أن يضع الحرب بينه وبينهم عشر سنين ولأن الموادعة جهاد معنیََ إذا کان خيرََا للمسلمين؛ لان المقصود وهو دفع الشر حاصل به. [البحر الرائق شرح کنز الدقائق]
ژباړه: د کنز الدقائق (للنسفي) دا خبره: او دوی سره صلحه کوو که خير پکې وو، اګر که په مال سره وي؛ ځکه الله (جل جلاله) فرمايي: (وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا) او كه دښمن د صلحې او جوړې خوا ته میلان وکړي، نو ته هم ورته ميلان وکړه، او بل رسول اللّٰه (صلی اللّٰه عليه وسلم)د صلحې حديبې په کال د مکې معظمې د خلکو سره صلحه وکړه، چې مونږ او ستاسو تر مينځ به لس کاله جګړه نه وي، چې صلحه په حقيقت کې جهاد ده، که مسلمانانو ته پکې خير وو؛ ځکه د جهاد اصلي موخه د کفارو شر او فساد لري کول دي، او دغه شر او فساد لري کول په صلحه حاصليږي.
منصور بن يونس البهوتي الحنبلي رحمة الله تعالی عليه فرمايي:
(والاصل فيها قوله تعالی: وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا) [سُوۡرَةُ الاٴنفَال: ۶۱]، ومن السنة ما روی مروان بْنُ الحَکَمِ والمِسوَرُ بنُ مَخْرَمَة: أن النبی صلی اللّٰه عليه وسلم صالَحَ قريشاََ علی وضع القتالِ عشر سنين والمعنی يقتضي ذلك، [کشاف القناع عن الإقناع].
ژباړه: او د اللّٰه جل جلاله دغه قول (وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا) د صلحې لپاره د جواز دليل ده، يعني: که دوی(کفار) صلحې ته ميلان وکړي، نو ته هم دې ته ميلان وکړه، او له احاديثو څخه هغه څه چې مروان بن الحکم المسور بن مخرقة نقل کړي، چې رسول اللّٰه (صلی اللّٰه عليه وسلم) له قريشو سره تر لسو (۱۰) کلنو پورې د جګړې د نه کولو صلحه (روغه، جوړه) وکړه او د جهاد اصلي موخه همدا روغه، جوړه کول دي.
د ليکنې په را روانه برخه کې د صلحې دويم (۲) ډول باندې:(تر ابده پورې صلحه کول) بحث کوو، ان شاء الله تعالی