وروستۍ برخه
محب الرحمن مخلص
اوسني عصر کې خوارج داعشيان د افغانستان پر (اسلامي امارت) باندې دا تور پورې کوي، چې تاسو د کفارو سره صلحه وکړه، يعني دا کار مو د شريعت؛ د اللّٰه (جل جلاله) او د رسول اللّٰه (صلی اللّٰه عليه وسلم) د قوانينو خلاف وکړ.
د پوښتنې مقدمه مخکې درته وړاندې کوو، چې موضوع مو ذهن ته په اساني سره ورسيږي.
که د وخت اميرالمؤمنين په بعضو اطرافي سيمو کې واک ټينګ کړي، نو د نورو کفري نظامونو سره به معاهده کوي؟ او که علني دعوت به کوي؟ او مخفي (پټ) به يې ساتي.؟
دغه سوال چې د (خوارجو داعشیانو) له لوري د افغانستان پر اسلامي امارت باندې شوی وو، نو د تحليل په لومړۍ برخه کې مو وويل چې دا پوښتنه دوه برخې لري، (لومړۍ برخه) له کفارو سره معاهده کول، (دوهمه برخه) کفارو ته دعوت کول.
لومړۍ برخه خو پای ته ورسېده؛ اوس راځو دوهمه برخه (کفارو ته دعوت کول) ځواب وايو.
د صلحې او دعوت واک او اختیار د حالاتو په مقتضى د أميرالمؤمنين په اختيار کې وي، که علني دعوت او صلحه کوي او که مخفي، يعني که مسلمانان د ضعف او قلت په حالت کي وو؛ نو بيا سري دعوت په کار دی، او که مسلمانان قوي او مضبوط وو نو بيا علني دعوت په كار دى،
الله تعالى فرمايي: لا يُكَلِّفُ اللهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا [الْبَقَرَةُ: ٢٨٦]، ژباړه:
الله تعالى يو نفس باندې مسؤوليت نه ږدي، مګر د هغه د توان په اندازه.
بل ځای الله تعالى فرمايي: فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَأَسْمَعُوا وَأَطِيْعُوا [التَغَابُنُ: 16]، ژباړه:
له الله نه د خپل توان په اندازه ووېریږئ، او واورئ او تابعداري وكړئ.
بل ځاى الله تعالى فرمايي: (وَلَا نكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا) [الْمُؤْمِنُونَ: (٦٢) ژباړه: او مونږ يو نفس باندي مسؤوليت نه ږدو مګر د هغه د توان په اندازه.
رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايي: مَا نَهَيْتُكُمْ عَنْهُ فَاجْتَنِبُوهُ، وَمَا أَمَرْتُكُمْ بِهِ فَافْعَلُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ. رَوَاهُ مُسْلِمٌ، [رقم الحديث: ٤٣٤٨]، ژباړه: له کومو کارونو نه چې مو منعه کړم، له هغې ځان وساتئ، او په کومو چې درته حكم وكړم، هغه کوئ څومره چې توان لری.
د نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د سيرت مكي او مدني دور په دې اړه مونږ ته پوره رهنمايي کوي.
وما علينا الا البلاغ المبين.