د افغانستان د اسلامي امارت ویاند په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی د داعشي فتنه ګرو د هغه ګروپ مهم غړي په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي چې د تیرې سنبلې میاشتې په دوولسمه یې په کابل ښار کې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت پر لوی ریاست برید پلان او ترسره کړی و.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دې ګروپ د تیرې میاشتې د برید ترڅنګ په بامیان ولایت کې پر هسپانوي سیلانیانو د حملې په طرح او تطبیق کې هم لاس درلود او غړي یې په کابل او ننګرهار کې تر تعقیب وروسته نیول شوي دي.
د اعلامیې له مخې، د کابل د برید د طراح له پټنځایه یو تاجکستانی تبعه هم، چې داعشیانو په ځان وژونکي برید کې د استفادې لپاره ساتلی و، له انفجاري واسکټ او مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.
ذبیح الله مجاهد د لومړي ځل لپاره، د المرصاد د مخکنیو راپورونو په تائید، رسمًا ویلي چې د خراساني خوارجو رهبري د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته انتقال شوې او د فرامینو او احکامو د تعقیب پر ریاست بریدګر هم د بلوچستان په مستونګ سیمه کې روزنه لیدلې وه او د برید لپاره افغانستان ته رالېږل شوی و.
مجاهد زیاته کړې چې د کابل او ننګرهار د عملیاتو په تعقیب په فاریاب ولایت کې هم په عملیاتو کې دوه داعشیان قتل او یو شمېر نور یې ژوندي نیول شوي، له صحنې په دې ایستل شویو خلکو کې یې یو شمېر نور کسان هم تر روزنې لیدلو وروسته له بلوچستانه افغانستان ته رالېږل شوي وو.
المرصاد د خپلو منابعو په حواله تکرارًا راپورونه خپاره کړي وو چې د خراساني خوارجو رهبري په افغانستان کې تر ځپل کېدو وروسته د ځان ساتنې په هدف بلوچستان ته انتقال شوې، هلته یې ځان ته مرکزونه جوړ کړي او له هماغه ځایه د افغانستان او سیمې په شمول په نړۍ کې بریدونه طرح کوي او د ترسره کولو لپاره یې افراد روزي.
بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته د داعشیانو انتقال او له هغه ځایه په سړه سینه د بریدونو پلانول نه یوازې افغانستان ته دروند تمام شوي، بلکې د ګاونډیو هیوادونو او نړیوالو لپاره هم په دردِ سر بدل شوی دی.
المرصاد هڅه کوي چې د نوي نیول شوي ګروپ د اعترافاتو ویډیو ته هم لاسرسی ترلاسه کړي او خپره یې کړي.