ليکوال: باهر حقپال
خپلوی پال او مينه ناک شخص خپلو-خپلوانو د خپل بې دريغه تعصب له مخي له خپل کور-کلي شړلو ته اړ کړ. له ځانګري ملګري سره پر ځانګري ځای کې د څه وخت لپاره تم شو. ترڅو د دښمن لخوا ترتيب شوی د مرګ پلان، شنډ او دښمن په دې ناوړه هدف کې مات کړي. د حالت له نورمال کيدو سره سم يې ځانونه خوندي لارې ته سېخ کړل.
لاره کې له وهل شوې خيمې سره داسي مهال مخ شول چې خورا سختې تندې او لوږې اخيستي و. خيمه د يوې پريمانه سخا لرونکې او ميلمه پالې، زړې ميرمنې وه. خپلې لوږې او تندې اړ کړل چې له میرمنې څه شی د خوراک او څښاک لپاره وغواړي.
دا چې د ميرمنې د کار څاروي، رمه کې پيولو ته بول شوي وو، نو د بل اپشن د نه لرلو له کبله اړه وه چې وچه، ډنګره او له تګ غورځيدلې بزه ورته مخې ته کړې. بوډۍ په عاجزۍ و ويل: نور څه خو نشته یوازې دغه وچه بزه را پاتې ده، څنګه مو چې خوښه وي هغسي يې کړئ.
لاروي بزه ځان ته را نيږدي ګړه. پر وچې غولانځې يې لاس کش کړ. وچې غولانځې شيدې روانې کړې. ده، ملګري يې او کوربه میرمن ټولو تر مړښته وڅښلي. آن د کور د شيدو لوښی ترې ډګ کړای شو.
دوی د خپل ټاکلی منزل د را لنډولو په پار له ميرمنې سره مخه ښه وکړه او ولاړل. د زړې ميرمن له رمې سره تللی ميړه چې کورته راغی. له شيدو په ډک لوښې يې سترګې ولګيدي. په حيرانۍ يې و پوښتل: دا شيدې له کومه شوې؟!
میرمن یې ماجرا په زور او زير ورته بیان کړه.
ميړه يې د لا ښه پيژندګلوی په پار وپوښتل: دا خو هغه سړی ندی چې په اړه يې ګرم خبرونه اوريدل کيږي او رنګا-رنګې هيلې ور پورې تړل کيږي؟
ميرمن یې چې له تعصبه پاکه او د سپيڅلي فکر څښتنه وه، په پوره امانتدارۍ او د ښکلي توريو په رنګونو، د ځوان لاروي انځور يې داسي انځور کړ.
وايې: هغه د سپيڅلي خوی څښتن و. رڼه او پراخه څېره يې لرله. زړه راښکونکې ښکلا يې زړونه خم کول. تورې او غټې سترګې يې وي. گڼ، تور او اوږده ويښتان يې وو. خوږ غږ يې مجلس ته ښکلا بښله. د خيټې نشتون يې بدن چوست ساتلی و. لوړې غاړې يې سر لوړ ووړ. ډک او نرم غومبرې يې و. دروند او سنګین شخصيت و. له ليري ليدونکي يې ځان ته را کشول او له نږدي لیدونکي يې په ښکلا نه مړيدل. خبرې يې خوږې، پستې او معنا دارې وي. بې اړتيا نه غږيدی. له خولې يې ملغرې شيندلې. نه زيات لوړ او نه زيات لنډ، بلکې ښکلا پنځونکی قد لرونکی و.
ملګري يې د وفادارۍ ژوندۍ بېلګې وي. څه به يې چې و ويل په چوپه خوله به يې ورته پوره کول. بيخي يې له خبرې مات ول. آن په يوه اشاره يې ځانونه تر ځاريدلو ورکول.
يادونه: دا کيسه د “المواهب اللدنيه” په حواله “محسن انسانيت” مخ: ۱۰۱-۱۰۲ د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هجرت په اړه نقل کړې.
له لاروي څخه هدف “رسول الله صلی الله علیه وسلم” ، له ملګري يې “ابوبکر الصديق رضي الله عنه” او له زړې ميرمنې “ام معبد رض” دي.
ريښتونې څېره…
دلته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سپيڅلې څېرې په اړه شيندلې ملغلرې د نثر په تار کې پيايو.
۱_ “هغه صلی الله عليه وسلم مې چې لومړی ځل او له اسلام راوړلو وړاندي وليدی و مې ويل چې: دا څېره د درواغځن سړي څېره نشي کيدای”.
(عبدالله بن سلام رضي الله عنه).
«سيرت مصطفی:ج ۱/ ص ۳۴۹-۳۵۰»
۲_ “زه له خپل زوی سره مکې ته دننه شوم. خلکو راته وښودی چې دا د الله رسول دی. ما يې چې څېره وليده و مې ويل: پرته له شکه دا د الله رسول دی”. (ابو رِمثة تيمي) «شمائل ترمذی»
۳_ مدينې ته راتلونکی تجارتي کاروان له مدينې بهر تم کړای شو. رسول الله صلی الله علیه وسلم اتفاقاً پرې راپیښ شو. له يوه ناپيژنده تجار سره يې د اوښ سودا وشوه. دا چې رسول الله ناببره پرې را پيښ شوی و؛ ځکه خو پوره قيمت نه و ورسره او سودا يې په دې پای ته ورسوله چې له مدينې به قيمت ورته و ليږي. رسول الله ولاړی. تجار او نور د کاروان خلک وارخطا شول. دوی فکر کاوو چې د اوښ قيمت يې له لاسه و وتی. دا مهال يوې ناپيژندونکې ميرمنې د تجار د ډاډ او پر رسول الله د باور په پار و ويل: “ما چې لومړی ځل د دې سړي څېره وليده داسي روښانه مې محسوس کړه لکه د څوارلسمې شپې سپوږمۍ. زه ډاډ درکوم چې هغه هېڅ وخت تاسي سره دوکه کونکی شخص نشي ثابتيدای. که دا ډول شخص دوکه وکړي او قيمت اداء نکړي زه يې له خپله ځانه درکوم” دا هماغه کيسه ده چې بيا رسول الله نوموړي تجار ته له اصلي قيمت څخه د زيات قيمت لرونکي خُرما ورته وليږلي.
«سيرت النبي: مولانا شبلي:ج۲ /ص۳۸۰»
مبارکه بشره…
۱_ “له رسول الله مې زيات د ښکلې بشرې لرونکی شخص ونه ليدی. هغه داسي بريښي ته وا لمر ځليږي”.
(ابوهريرة رضی الله عنه).
۲_” د شپې سپينه سپوږمۍ کې مې د هغه صلی الله عليه وسلم ديدار کاوو. زه په يقین سره دې پريکړې ته ورسيدم چې د رسول الله څېره له سپوږمۍ ډېره ښايسته وه”.
(جابربن سمره رضي الله عنه)
۳_”د خوښۍ پرمهال به د رسول الله څېره داسي پړقيده ته وا سپوږمۍ ده. له همدې څخه به موږ د هغه خوښي معلوموله”. (کعب بن مالک رضي الله عنه).
۴_ “د هغه څېره د سپوږمۍ په څېر ګرده او ښکلې وه”. (براء بن عازب رضي الله عنه).
د څېرې رنګ…
۱_ “نه خو چونې ته ورته سپين و او نه هم توروالي ته مائل، بلکې غنمرنګۍ کې سپېن والي ته مائله وه’. (انس رضي الله عنه).
۲_ “سپېنه او سوروالي ته مائله وه”. (علي رضي الله عنه).
۳_ “ځليدونکې سپينه څېره يې وه” . (هنده بنت هاله).
مبارکې سترګې…
“سترګې يې خورا تورې او باڼه يې اوږده وو”. (علي رضي الله عنه).
۲_ “سترګې يې تورې او له حيا ډکې وي” (هنده بنت هاله).
پزه…
“پزه يې جګه او اوږدوالې ته مائله وه” (هنده بنت هاله)
خوله…
“درميانه پراخه وه” (جابربن سمره رضی الله عنه).
غاښونه…
“چې غږيدی به، غاښونه به يې سپېن ځليدل” (علي رضي الله عنه).
ويښتان…
“نه ډېر کوچ شوي وو او نه هم ډېر شخ وو. (قتاده رضي الله عنه).
نرم او ګڼ وو”. (انس رضي الله عنه).
غاړه…
“اوږده او نرۍ وه، لکه ملغلره چې د ښکلا لپاره توګل شوې وي. رنګ یې سپين زرو ته ورته سپين او نرم و”. (هنده بنت هاله).
سر مبارک…
“لوی خو معتدل او مناسب و”. (هنده بنت هاله).
بدن…
“بدن يې ډک او د اندامونه هډوکي يې ځواکمن وو. (هنده بنت هاله).
“قد يې نه ډېر لوړ او نه هم ډېر ټيټ و، بلکې درميانه و”. (انس رضي الله عنه).
“قد يې لوړوالي ته مائل و. ګڼه-ګوڼه کې به يې قد وتلی تر سترګو کيدی”. (برا بن عازب رضي الله عنه).
“له رسول الله څخه مې زیات زورور او زړور شخص ندی ليدلی” (عبدالله بن عمر رضي الله عنه).
اوږې او سينه…
“د اوږو د منځ برخه يې غوښنه وه” (علي رضي الله عنه).
“سينه يې پلنه او پراخ وه”. (برا بن عازب رضي الله عنه).
لاسونه…
“لاسونه يې له وريښمنو زيات نرم و” (انس رضي الله عنه).
“د لاسو دړې يې پلنې، چمبې خلاصې او ګوتې یې اوږدې وي” (هنده بنت هاله)
پښې…
“پنډۍ يې غوښنې نه وي. چوستې او کلکې وي. (جابر بن سمره رضي الله عنه)
مأخذونه: شمائل ترمذي. المواهب اللدنيه. سیرت مصطفی مولانا ادريس رحمه الله. سیرت النبی مولانا شبلي رحمه الله.