د پسونو په جامو کې لیوه!

مصطفی مجاهد

#image_title

د ابوالبشر (آدم علیه السلام) د پیدایښت له پیل څخه تر نن ورځې پورې؛ بلکې د قیامت تر ورځې پورې د حق او باطل تر منځ جګړه روانه ده، خو کله ناکله باطل له خپل اصلي څهرې سره میدان ته راوتلی او کله یې هم په اسلامي جامه کې د اسلام پر بدن برید کړی دی.

 

که موږ تاریخ په دقت سره وڅیړو، خامخا د داسې متضادو افکارو لرونکو خلکو سره مخ کيږو او راته معلومه به شي چې دوی څوک دي.

 

یوه ډله له دغه فتنه اچوونکو څخه چې د پسونو په جامو کې د لیوه په څیر ښکاره شوې او تل یې د اسلام په بدن برید کړى، د خوارجو ډله وه چې نن ورځ یې خپل نوم په “داعش” بدل کړی او خپلې لارې ته دوام ورکوي.

 

ننني داعش هماغه د پرون خوارج دي؛ په دوی کې هیڅ بدلون نه دی راغلی، لکه څنګه چې مشهور متل دی: “خر هماغه خر دى خو پالانه یې بدله شوې ده”

 

شاید ستاسو څخه ډیری د خوارجو د فاسدو او تکفیري افکارو سره اشنا وی چې هغه د نن ورځې د داعش ډلې له افکارو سره مطابقت لري. له هر اړخه چې يې وپلټوو پوهيږو چې دوی له یو بل څخه توپیر نلري.

 

خوارج څوک وو؟

خوارج هغه کسان وو چې رسول الله صلی الله علیه و سلم یې په بې انصافۍ تورناوه.

 

خوارج څوک وو؟

داسې کسان وو چې خلفاء راشدين رضي الله عنهم یې په ارتداد تورن کړل او د هغوی په وژلو یې لاس پورې کړ او د هغوی مال یې د غنیمت په څېر حلال ګڼل او یرغمل یې کړ. د حضرت عثمان او علي رضي الله عنهما کېسه د دې مدعا لپاره بسنه کوي.

 

دا په یقین سره ویلای شو چې که نن ورځ کوم پیغمبر یا صحابه شتون درلوداى؛ لومړني خلک چې دوی یې وژل، د داعش ډله به واى. هغه کار چې خوارجو له دوی سره کړی و؛ دې ډلې هماغه کار کاوه، لکه څنګه چې مو د دوی په لاس د علماوو، د قرآن حافظانو او … وژل ولېدل.

 

موږ د اسلامي او جهادي ډلو تکفير -له دې پرته چې ځانونه په اسلام ټینګ او مسلمانان ګڼي او پاتې نور کافران ګڼي- د دوی له خولې اورو. د دې ډلې فکر او عقيده د اسلام پر ریښو او اساساتو برید دی.

 

د دغې ډلې د خوځښت له پیل څخه تر نن پورې د هغوی خنجر د اسلام او مسلمانانو په بدن کې دننه شوی دی.

 

ښايي دا خبره درته د تعجب وړ وي، خو زه درته وایم چې لاړ شئ او د خلفاء راشدينو ژوندلیک وګورئ! د دې افراطیانو تاریخ وګورئ چې د اسلام او اسلامي امت په وړاندې یې د کوم ډول ظلم او ستم اجازه ورکړې ده!

 

نن ورځ په اسلامي خاوره کې؛ د اسلامي نړۍ په هر ګوټ کې که کومه اسلامي ډله راڅرګندېږي، لومړۍ ډله چې د هغې د له منځه وړلو لپاره کار کوي، د داعش ډله ده.

 

دا خبره له حقیقته لرې نه ده، بلکې عين حقیقت دی چې د نړۍ په هر ګوټ کې یې ښکاره بېلګې وینو.

هرماس الافغاني
Exit mobile version