لیکنه: طیب احمد حمیدي
پرون افغان مؤمن اولس د یو بل سفاک او ظالم دښمن نه وژغورل شو، هغه دښمن چې له آره یې لاسونه د بې ګناه او معصومو مسلمانانو په وینو سره و، او د مسلمان برم ته د لیوو په څېر وږی و، تر څو مسلمان بې سرنوشته، بې برخلیکه، بې سرپرسته و اوسي او په هره برخه د کافر رژیم تر تسلط لاندي شي.
هغه دښمن چې د تکفیري عقیدې په اساس ټول سپین مؤمنان کافران ګڼي، خو هغه مُجاهِر کافر چې فی الحاله هم د مؤمن په وړاندي په مورچلو کې دي، او د مسلمانانو په وړاندي جنګیږي قتل یې ناروا ګڼي، سبحان الله! دوی د سپین او روڼ اسلام په ټنډه تور داغ دي، د دوی خوځښت د اسلام په وړاندي د هر ډول تعصباتو خپرولو لپاره تأسیس شوی، په بیرغ یې کلمه او شعارونه ظاهري دي حقیقت نلري، یوازې د مؤمن په کافر کولو او وژلو کې ترې استفاده کوي.
هغه وخت چې علي او معاویه (رض الله عنهما) د خپلمنځي شخړو د حل موخه له دواړو لوریو عمرو بن العاص او ابو موسی الاشعري حکَمَان وټاکل نو همدوی وو چې د علي او معاویه په خلاف یې شعارونه ورکول چې “ان الحکم الا لله “. علي (رض) یې په اړه و فرمایل: “کلمة حق أرید بها الباطل ” ژباړه: خبره یې حقه ده خو ددوی موخه پرې باطل ده.
دا خوځښت تل د عادل او برحقه امیر المؤمنین په وړاندي باغي شوی.
خو فکر کوم دوی به دا ناولې موخې هیڅکله هم ترلاسه نکړي، هره موخه د سیراب په څېر ورته ښکاري چې ورشي نو د غازیانو د ټوپک شپېلیو تر دم لاندي به راشي، او هماغه ځای به یې د ناولو هیلو هدیره شي.
افغانستان ځکه نېکمرغه ده چې ډېر حساس، ځېرک او بیدار قیادت یې په برخه ده، د ناامنیو خوښوونکي تر ډېره دوام نکا، د غازي توري د کاري ګذار تر دم لاندي راشي. الحمد لله!