عبدالرحمن محمود
د حضرت معاویة رضي الله عنه په دور خلافت کې، د بصرې په ښار کې دوه د خاله زامن وو، یو یې قریب بن مُرَّة او بل یې زحاف بن زحر الطائي نوميده، دوی دواړه د بصرې په خلګو کي په تقویٰ او دیانت مشهور وو، عابدین وو، مګر دا چې د الله رب العزت په أزلي علم کې دوی شقیان او بدبخته وو، بغیر له کوم سبب او علت څخه یې خروج او بغاوت وکړ او د حقې لارې څخه منحرف شول.
علماء د تاریخ لیکي: له دې دوو د خاله د زامنو سره نور خوارج هم یو ځای شول، دوی لومړۍ دا کار وکړ چې د ”بني ضبعه“ د قبیلې یو سپین ږیری، چې د بیت الله مبارکې څخه را روان وو، هغه یې شهید کړ، په خلکو کې یې دومره رعب او ویره واچوله، چې هر کلي ته به ورغلل، د کلي ماشومان به ورڅخه تښتېدل او چیغې به یې وهلي چې «حروریة راغله، حروریة راغله» حروریة هغه وخت خوارجو ته ویل کیدل.
د ” بني قطیعه“ د قبیلې یوه سړي توره راواخیسته، جنګ یې ورسره شروع کړ، چې حروریة راغله، دوی په دروغو ورته وویل؛ موږ حروریة نه یو، د امیرالمؤمنین حضرت معاویة رضي الله عنه عسکر یو، هغه سړي د دوی ومنل توره یې کښېښوده، چې څنګه خالي سلاح شو، هغوی یې غدراً سر وواهه.
آخیر د ازد یوه قبیله وه د ”بني علي“ په نامه چې سل کسان ماهر غیشې بازان یې درلودل، هغې ته ورغلل، هغوی یې مقابلې ته راووتل د غشو باران یې پرې شروع کړ، دوی د جنګ بندۍ آواز پورته کړ، مګر هغوی ورسره ونه منله، غيشې یې ور باندي جاري وساتل، خوراجو تېښته وکړه د ”بني یشکر“ قبیلې قبرستان ته لاړل همالته خلک پسې ورغلل، أشر یې ورته وکړ ټوله یې ځای پر ځای په قبرستان کې ووژل.
اسلامي حقه نهضتونه چې څومره پیدا شوي او موږ یا د سکرین پر مخ لیدلي او یا یې په اړه معلومات راته شوی وي، د اولسي او عادي خلکو په مېنځ کې محبوبیت لري، ماشومان پري را ټول وي، مینه ورسره کوي، ابو محمد الجولاني یوه ورځ د سوریې کوم ښار ته راوتلی وو، اولسي خلکو د تبرک حاصلولو لپاره لاسونه ورپسي موږل، چا سیلفیانې ورسره آخیستې چا یې لاسونه ور مچول.
خو داعشي خوارج له لومړۍ ورځې څخه چې څنګه وحشیان وو، هماغسي ښکاره شوي، چې د دوی د جنګیالیو کوم قطار به د عراق په یو ښار کي تېریده، خلکو به تېښته ورڅخه کوله، ماشومان به ورڅخه زغاستل، ویره یې ورڅخه لرله، د مؤمنانو په زړو کې یې یو ډول رعب او ډار ایجاد کړی وو، هيچا هم نه ویل چې دا مجاهدین دي، په عامو عادي بازارونو کې به یې غاټې غاټې تورې په لاس کي وې، ګرځيدل به، د صدام د بعثي جنرالانو هغه بي رحمې څهرې پکې وې، چې هیڅ رحم یې نه پیژندلو، بغیر له کوم تحقیق او محکمې به یې، صرف په دې خاطر چې خلک وویروي، یو بيګناه مومن به یې د زریداره ټانک مخ ته ودرولو، تر لاندې به یې کړ، چې هډوکي او غوښه به یې نه سره پيژندل کېده، خلاصه دا چې له پیل څخه هیڅ مؤمن د ځان نه بلل.
نو د دوى نن او پرون چې سره وګورو څومره سره ورته دي، څومره چې د پرون خوارج له مسلمانانو پردې دي، تر هغو زیات د نن دا پردي دي. لارفع الله لهم رایة، الله جل جلاله دي د دوی بیرغ نه پورته کوي او نه به هم پورته شي.
ان شاء الله