د پخوانیو خوارجو او اوسنیو خوارجو (یا د معاصرو افراطي ډلو) تر منځ د وخت، موخو، تګلارو او چلندونو په لحاظ ځینې مهم توپیرونه شته، چې دلته یې په لنډه توګه بیانوو:
۱:- پخواني خوارج په اسلام کې لومړني سیاسي او مذهبي مخالفین و، چې د حضرت علي رضي الله عنه له حکومت څخه جدا شول؛ دوی په اسلام کې د سختو اصولو پیروي کوله او د مسلمانانو په تکفیر کولو یې باور درلود، د هغوی د مفکورې اساس دا و چې که یو مسلمان لویه ګناه وکړي، نو هغه کافر ګرځي.
اوسنۍ افراطي ډلې لکه داعش او ځینې نورې هم د سخت دریځۍ او تکفیر مفکوره لري، خو د هغوی تکفیر ډېر پراخ دی او زیاتره وخت په بېحده افراطي توګه کارول کېږي، دوی اکثره وخت هغه څوک چې د داعش مفکوره او تګلاره نه مني، کافر او مرتد ګڼي.
۲:- د پخوانیو خوارجو هدف په اساسي توګه د اسلامي خلافت پاکول او د دوی له نظره، پر “پاکو مسلمانانو” حکومت کول و، د دوی مبارزه او تګلاره که څه هم باطله وه خو اکثراً د وخت د حاکمیت پر ضد وه.
اوسني خوارج خپلې سیاسي موخې نړیوالې کوي او غواړي چې پر مسلمانانو سربېره پر غیر مسلمانانو هم په زور خپل منحرف فکر تطبیق کړي، د دوی تګلاره ډېر جارحه ده، چې په کې ځانمرګي بریدونه، ولسي خلکو ته زیان رسول او د نړیوالو ترهګریزو شبکو رامنځته کول شامل دي.
۳:- پخوانيو خوارجو په عمده توګه د وسلوالو جګړو په بڼه مبارزه کوله او هغه اسلحې او تګلاره یې کاروله کوم چې په هغه وخت کې یې شتون درلود، لکه د تورې او نېزو کارول، لیکن اوسني خوارج د پرمختللو وسلو، ټکنالوژۍ، ټولنیزو رسنیو او ځانمرګو بریدونو څخه استفاده کوي، دوی انټرنيټ د افراطیت د خپرولو او خلکو د جذبولو لپاره کاروي او په ځانمرګي بریدونو، بمي چاودنو او نورې د جګړې له اصولو خلاف تګلارو خپل باطل فکر تأمینوي.
۴:- پخوانیو خوارجو د هغو خلکو پر وړاندې جګړه کوله چې د دوی له سختو عقایدو سره یې مخالفت درلود، خو د دوی چلند اکثراً په مشخصو کسانو او مشخصو ډلو بند و، لیکن اوسني خوارج بېرحمه چلند کوي او عمومي عام خلک هم په نښه کوي، پرته له دې چې هغوی جنګیالي وي یا نه؛ دوی په ښکاره ډول د بېګناه خلکو وژنې توجیه کوي او له وحشت څخه استفاده کوي ترڅو ویره خپره کړي.
۵:- پخوانيو خوارجو دیني نصوص په ظاهري توګه تفسیرول او په تفسیر کې یې له پیچلتیا او ژوروالي کار نه اخیستل، لیکن اوسني خوارج دیني نصوص نه یوازې په ظاهري ډول تفسیر کوي، بلکې د خپلو سیاسي او نظامي موخو لپاره یې په ځینو مواردو کې آن تحریف کوي هم.
دوی د قرآن او حدیث څخه داسې برخې کاروي چې د هغوی سختدریځۍ او جګړهییزو اعمالو ته توجیه ورکړي، په داسې حال کې چې ځینې برخې له پامه غورځوي چې د رحمت او عدالت اړخونه په ډاګه کوي.
۶:- پخوانیو خوارجو په اساسي توګه یوازې هغه کسان تکفیرول چې له دوی سره یې په دیني اصولو کې ښکاره مخالفت درلود، لیکن اوسني خوارج په پراخه کچه مسلمانان او غیرمسلمانان دښمنان ګڼي او یوازې خپل پلویان “رښتیني مسلمانان” بولي؛ هغوی حتی د هغو ډلو پر وړاندې هم جګړه کوي چې له دوی سره د افراطیت په حد کې دومره سخت دریځ نه لري، لکه دوی.
۷:- د پخوانيو خوارجو تبلیغ محدود و او په هغه وخت کې یې د خپلو نظریاتو د خپرولو لپاره له عامو خطبو او دیني مجالسو څخه کار اخیسته، لیکن اوسني خوارج د انټرنیټ، ټولنیزو رسنیو او مختلفو پروپاګندي وسیلو څخه پراخه استفاده کوي، دوی هڅه کوي چې خپل نظریات په نړیواله کچه خپاره کړي او د عامه افکارو کنټرول له لارې خلک خپلې ډلې ته جذب کړي.
لنډه دا چې پخواني خوارج او اوسني خوارج دواړه په بنسټیز ډول افراطي ډلې دي، خو اوسني خوارج د تکنالوژۍ، پراخو تبلیغاتو او نړیوالو اړیکو له لارې خپل فعالیتونه پراخه کړي او د پخوانیو خوارجو په پرتله یې خطرونه زیات کړي دي.