د هند او افغانستان په غصب شوې جغرافیه او د کفارو له لوري د پاکستان په نوم یوه لویه اسلام دښمنه کفري پروژه له تېرو اتیا کلونو راهیسې فعاله ده، چې ټولې چارې یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د امریکا لخوا پرمخ وړل کېږي. پاکستان د شلمي پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې کله چې بریتانیا په هند کې د ماتې او وتلو په درشل کې وه او د هند په مسلمانانو کې د یو اسلامي هیواد د جوړېدو انګېزه موجوده وه.
انګرېزانو له دې وېري چې تر وتلو وروسته یې هندي مسلمانان د هند په وچه کې یو اسلامي هیواد او نظام رامنځته نکړي، د مسلم لیګ ګوند له لاس پټو دسیسګرو سره د یوې سیاسي توطیې له لارې پاکستان د مسلمانانو د خطا ایستلو لپاره د اسلامي عقېدې او هویت ژوندي ساتلو په نوم د دغه شعار “پاکستان کا مطلب کیا لا اله الا الله” رامنځته کړ او مسلمانان یې له یو واقعي اسلامي نظامه چې د وینو قربانیو او شهادتونو په نتیجه کې لاسته راځي، بې برخې کړل.
د پاکستان د جوړېدو پر مهال هم ډېرو علماو د پاکستان د جوړېدو مخالفت کاوه او په پاکستان کې یې د مسلم لیګ د سیکولر مشرانو په لاس د اسلامي نظام او د مسلمانانو د پوره واک ادعاوې د مسلمانانو د خطا ایستلو تش شعارونه بلل، ځکه چې د مسلم لیګ زیاتره مشران له ټولنیز او سیاسي پلوه سیکولران وو. د دې خبرې دلیل چې پاکستاني رژیم هیڅ اسلامي او ملي مشروعیت نه لري، خپله همدا ده چې د مسلم لیګ مشران او د پاکستان بنسټګران په ځانګړې توګه محمد علي جناح د سیکولري نظریاتو شاګردان او پلوي و؛ یو سیکولر فکره څنګه د یو مسلمان ولس استازولي کولی شي؟ او له یو سیکولر فکره څنګه د واقعي اسلامي دولت د رامنځته کولو تمه کېدای شي؟
پاکستاني رژیم له پیل څخه بیا په اسلامي هیوادونو باندې د امریکایي پوځي یرغلونو تر وخته پورې د پاکستان دننه او اسلامي نړۍ کې د یو اسلامي او د مسلمانانو د خواخوږي رژیم په نامه پېژندل کېده، خو د پاکستاني رژیم اسلام ضد سیاستونو، په اسلامي نړۍ کې له امریکایي یرغلونو سره د مسلمانانو په مقابل کې هر اړخیزه مستقیمه مرسته، په کور دننه د قبایلي سیمو وحشيانه بمباریو، د جوماتونو، دیني مدارسو ړنګونې، د علماو کرامو وژنې، او همدا اوس د بې ګناه مسلمانانو د وژلو، بندي کولو، او د اسلامي شعایرو د سپکاوي نه زغمونکی روان بهیر د پاکستاني رژیم حقیقت هر مسلمان ته معلوم کړ.
که څه هم پاکستاني رژیم له سره په خپل جوړښت کې یو سیکولر رژیم و، خو د سیمې د مسلمانو ولسونو د عقېدې، دین او ارزښتونو په وړاندې محتاط او نرم و، او له امنیتي پلوه د اوس په پرتله یو څه آرام هېواد و. خو کله چې په دغه سیمه کې د پاکستاني رژیم بادارنو ته د “امریکا او بریتانیا” ګډو ګټو ته د حضور لاس ووهي او له دې سیمې د زیاتې ګټې اخیستلو لپاره اړتیا پېښه شي، نو د امریکا سیاستونو له څرخ سره د پاکستاني رژیم سیاستونو څرخ هم په هغه لوري واوښت. همدغه د سیاستونو ژور بدلون د تاریخي، جغرافیوي، عقیدوي او کلتوري واقعیتونو په خلاف په پاکستان کې د ټولو ستونزو اصلي نقطه ده.
پاکستاني رژیم همېشه د مسلمانانو په مقابل کې د کفارو ترڅنګ دریځ نیولی او مرسته یې کړې ده. د کفارو په اشاره یې د مسلمانانو وینې توی کړې، د مسلمانانو وطنونه او کورونه یې وران کړي دي. د پاکستاني رژیم استخبارات له امریکا CIA او د اسراییلو له MOSSAD سره له اوږدې مودې راهیسې ژورې او نه شلېدونکې اړیکې لري، همدارنګه د افرادو په روزنه کې د معلوماتو په تبادله کولو او د هر ډول همکارۍ په برخه کې ورسره مرسته کړې ده/کوي. د پاکستاني رژیم د حقیقت معلومولو لپاره د تاریخي کتابونو پلټنې ته اړتیا نه شته، ځکه چې د دغه رژیم ټول عمر اته لسیزې دی او ټولې کړنې یې مسلمانان په خپلو سترګو لیدلي/وایي. خو بیا هم څو بېلګې د دغه نه پټېدونکي حقیقت د روښانه کولو لپاره د لوستونکو مخ ته ږدم:
۲۰۰۱ کال پر افغانستان امریکایي یرغل:
کله چې د شوروي یرغل تر شړلو وروسته د اسلام ریښتینو سپاهیانو د اسلامي امارت تر عنوان لاندې په افغانستان کې یو ریښتینی اسلامي نظام جوړ کړ، د ټولې اسلامي نړۍ په سطحه د مسلمانانو د راویښولو او راټولېدو وروستی ټاټوبی او هیله شو. د نړۍ مسلمانان چې له کلونو راهیسې د بشپړ اسلامي نظام له خوږو بې برخې و، دا ځل یې د الله جل جلاله دغه ستر نعمت په سترګو ولید او د ټولې نړۍ له مسلمانانو سره پخپلو هیوادونو کې د اسلامي نظامونو د جوړولو انګېزه پیدا شوه، او په شعوري ډول د کفارو له کرغېړن تسلط څخه د ځان د خلاصون په فکر کې شول.
امریکا چې د مسلمانانو زیاتې سیمې یې اشغال کړې وې او د دغو سیمو له طبیعي زېرمونو څخه یې نامشروع استفاده کوله، په مسلمانانو باندې د اسلامي امارت مثبتې طبیعي اغېزې امریکا د خپلو ګټو او تسلط لپاره جدي خطر ګڼله. امریکا لومړی په اسلامي امارت سخت بندیزونه ولګول او د خپلو تورو تبلیغاتو د دستګاوو خولې یې د اسلامي امارت د کمزوري کولو او بدنامولو پر لور راوګرځولې، وروسته یې د اسلامي امارت په ګاونډ کې د خپل لاسپوڅي رژیم په مټ پر افغانستان یرغل وکړ، اسلامي نظام یې نسکور کړ او مسلمانان یې له یو واقعي ستر محسن څخه بې برخې کړل.
پاکستاني رژیم خپله فضا او هوایي ډګرونه د امریکا په واک کې ورکړل. یوه مشهوره سروې چې نن سبا د هرچا په ژبه ده، هغه دا چې د پاکستان له خاوري اوه پنځوس زره بمبارۍ د افغانستان پر خاوره شوي دي. همدارنګه د پاکستاني رژیم استخباراتي شبکې د اسلامي امارت سلګونه مجاهدین ژوندي نیول او امریکا ته یې د څو ډالرو په بدل کې وسپارل. د اسلامي امارت سفیران یې نیول او شکنجه یې کړل، لسګونه مشران یې په شهادت ورسول او ځیني نور یې تر ننه هم نادرکه دي. د پاکستان استخباراتي لار بلدو امریکایانو ته د افغانستان ټولې لارې، د وسلو ذخیرې او ستراتیژیک موقعیتونه په نښه کول او هغوی له منځه وړل.
همدارنګه د امریکایي اشغال تر وروستۍ ورځې پورې د پاکستان سړکونه د امریکایانو د وسلو او مهماتو د وړلو خوندي لار وه. زه په پوره ډاډ سره وایم که پاکستاني رژیم له امریکا سره مرسته نه وای کړې، امریکایي عسکرو به هېڅکله د افغانستان په خاوره پښې نه وای ایښې. په افغانستان کې د اسلامي نظام ړنګول او شل کاله د افغانانو د معصومو وینو تویولو اصلي عامل پاکستانی رژیم دی.
همدارنګه د پاکستاني رژیم د مسلمان وژنې لړۍ ډېره لري. په اویایمه لسیزه کې د فلسطینيانو او اسراییلو د جګړې پرمهال، کله چې اردن امریکا پلوه رژیم د فلسطیني مهاجرو په وړاندې نظامي وحشيانه عملیات ترسره کړل او تر ۳۵،۰۰۰ زیات مظلوم مهاجر فلسطیني مسلمانان یې ډېر په وحشت او ظلم سره په شهادت ورسول. د دغه عملیاتو رهبري د پاکستاني رژیم د پوځي کنډک چې مشر یې بریګډیر ضیاالحق و، په غاړه لرله. ضیاالحق وروسته د پاکستاني رژیم مشر هم شو. یوه خبره د پاکستاني رژیم له څېړنې څخه په ډاګه کېږي، هغه دا چې په پاکستاني رژیم کې همېشه هغه کسان را وړاندي کېږي چې لاسونه یې د مسلمانانو په وینو سره وي، د مسلمانانو په وړاندې سخت زړي او بې رحمه وي، کفارو ته وفادار او امر منونکې وي، او د نا حقه وژنو او جنایتونو سابقه لري.
۱۹۷۱م کال د پاکستاني رژیم ظلمونه او د بنګال آزادي:
پاکستان له ۱۹۴۷م کال څخه بیا تر ۱۹۷۱م کال پورې له خپلې اوسني جغرافیې پرته په ختیځ کې یوه لری سیمه چې د بنګال په نوم یادېږي او اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، هم د پاکستان برخه وه. خو له پیل د پاکستاني رژیم ظلمونو، ناوړه سیاستونو د بنګال په مسلمانانو کې د پاکستاني رژیم په وړاندې کرکه او د آزادۍ فکر رامنځته کړ. د مجیب الرحمن په مشرۍ د بنګال مسلمانانو په سولهییزه توګه له پاکستاني رژیم څخه د خپلو حقوقو غوښتنه کوله، خو دغه بې تجربه، بې ولسه او بې ارزښتونو رژیم همېشه د سیمې د مسلمانانو هرې مشروع غوښتنې ته د بغاوت په سترګه کتلې او مسلمانانو ته یې په مرګونو، تعذیبونو او زندانونو سره ځواب ورکړ.
د بنګال مسلمانانو بالاخره د پاکستاني رژیم د ظلمونو په وړاندې پاڅون وکړ. پاکستاني رژیم په بنګال باندې پرلپسې درنې بمبارۍ وکړې، له سخت مقاومت وروسته د پاکستاني رژیم لسګونه زره بزدله پوځیان د بنګال د مسلمانانو په لاس بندیان شول او نور ډېر یې ووژل. په دې توګه د پاکستاني رژیم یوه شرموونکې ماته وشوه او د بنګال مسلمانانو د بنګلدېش په نوم مستقل هیواد رامنځته کړ.
د پاکستاني رژیم بې شمېره ظلمونه په یوه لیکنه کې نه شي راټولېدای: د حق پرستو علماو وژل، د قومي مشرانو وژل او ورکول، په ډلیزو او انفرادي توګه د ولسي خلکو وژل، په سولهییزو لاریونونو کې مرمۍ اورول، د پاکستاني رژیم ورځني کارونه دي. هر څوک چې د پاکستاني رژیم په وړاندې د خپلو حقوقو نعره پورته کړې، د ژوند په بیه ورته تمامه شوې ده.
د پاکستاني رژیم ایمان پلورونکي علما، بې ضمیره سیاستوال او قاتل کرایي پوځ ټول د مسلمانانو سرسخته دښمنان او د مسلمانانو د اتیا کلونو وینو او زخمونو مسولین دي. که پوځ د مسلمانانو د وینو تویوونکی دی، نو علما او سیاستوال یې جواز ورکوونکي، پالونکي او د مسلمانانو تېر ایستونکي دي. دوی ټول د دې اسلام دښمنه پروژې بېلابېل اړخونه دي.
پاکستاني رژیم اوس مهال د تېرو اتیا کلونو په پرتله ترټولو سخته او ننګوونکې مرحله کې دی. خپل منځي سیاسي کړکېچ یې اوج ته رسېدلی، پوځ یې د ولسي حرکتونو په مقابل کې له مسلسل ماتو سره مخامخ دی، مورال یې بایللی او روحیه یې مړه شوې ده، په نړیواله کچه بې اعتباره دی، له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او خپل پوځ او مامورینو ته له تنخوا ورکولو څخه عاجز شوی دی. د اسلام ضد سیاستونو له کبله یې ولس ناراضه او راپارېدلی دی. ولسي حرکتونه یې په مقابل کې ورځ تر بلې په پرمختګ او پیاوړتیا کې دي. ټول ولسي حرکتونه او مبارزین باید د پاکستاني رژیم په وړاندې یوه واحده رهبري او فضا رامنځته کړي او دې فرعوني رژیم ته د ژوند په دې وروستیو ساګانو کې مرګونې جټکې ورکړي.
د پاکستاني رژیم په وړاندې مبارزه د اسلام له نظره یوه سپېڅلې، مقدسه او د خدای جل جلاله رضا حاصلونکې مبارزه ده. څوک چې د پاکستاني رژیم په وړاندې له مبارزې مخ اړوي، هغه یا هغه کسان وي چې د پاکستاني رژیم لخوا د مسلمانانو د وینو د تویېدو په مقابل د کفارو له لوري را روانې پیسې خوري، یا به د فیل په غوږونو کې ویده ناپوهان وي، چې د حق او باطل له پېژندلو عاجز وي.
د پاکستاني پوځي رژیم فرعونیت او اسلام ضد کړنې د پاکستاني رژیم هغه يوشمير ایمان پلورونکي، تش په نوم او بې وجدانه علما په خپلو تېزو او تېرو ژبو سره د دین په تحریفولو نه شي توجیه کولای. د پاکستاني رژیم د فرعوني جبر له زوره د اسلامي عقیدې، هویت او کلتور د ختمېدو له وېري راټوکیدلي ولسي حرکتونه په خپلو تورو فتواوو سره نه شي بدنامولای او ناکامولای. هر د سالم عقل، ویښ ضمیر او پاک وجدان خاوند مسلمان د پاکستاني رژیم په وړاندې سپېڅلې مبارزه د ژوند لومړیتوب ګڼي.









































