د عثماني خلافت د سقوط په بهیر کې د پاکستاني پوځ رول
په ۱۹۱۴م کال کې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه. په دې جګړه کې عثماني خلافت د جرمني ترڅنګ ګډون وکړ. د دې پرېکړې په پایله کې، خلافت د اروپایي ځواکونو له سخت او پراخ یرغل سره مخ شو. برتانیه، فرانسه، روسیه، ایټالیا او یونان په ګډون ګڼو هېوادونو په ګډه بریدونه وکړل. دا پړاو د اسلامي تاریخ لپاره خورا نازک او حساس و. له مادي پلوه پیاوړو صلیبي ځواکونو په بشپړ شدت سره د اسلامي نړۍ پر زړه یرغلونه کول. په همدې حساسو شېبو کې، په هندوستان کې د مسلمانانو ترمنځ دوه متضاد دریځونه لرونکي ډلې راڅرګندې شوې.
لومړۍ ډله د علماوو کرامو، مجاهدینو او د عامو مسلمانانو وه. دا ډله د خلافت د دفاع لپاره د هر ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو وه. دغو علماوو، مجاهدینو او عامو خلکو په دعوتي، پوځي او سیاسي ډګرونو کې په پوره فعالیت سره برخه اخیسته. د همدې ډلې له مهمو او وتلو شخصیتونو څخه یو هم شیخ الهند مولانا محمود الحسن رحمه الله و، هغه د سرحدي سیمو د مجاهدینو له عناصرو سره په ګډه خپل فعالیتونه پر مخ وړل. دا هڅې د پوځي پلان جوړونې او د روزنیزو کمپونو د جوړولو په بڼه ترسره کېدې. شیخ الهند رحمه الله ځوانانو ته پوځي روزنه او دفاعي مهارتونه ورزده کول، او په خلکو کې یې د قربانۍ روحیه او استقامت راویښاوه.
دا غورځنګ نه یوازې خلک راپارول، بلکې د خلافت د دفاع لپاره یې عملي بنسټ هم برابر کړ. برتانیې دا تحریک یو جدي ګواښ وباله او پرې یې کلکه څارنه پیل کړه. په پای کې یې شیخ الهند رحمه الله له حجاز څخه ونیو او د مالټې ټاپوګانو ته یې د بندي په توګه ولېږه. له یوې خوا د مسلمانانو ترمنځ د سرښندنې او د خلافت د دفاع یوه روښانه او ویاړلې تاریخي کیسه لیکل کېده؛ خو له بلې خوا په هندوستان کې داسې یو پوځي او جاګیردار قشر موجود و، چې د برتانوي استعمار د ګټو لپاره یې خدمتونه ترسره کول.
د ۱۹۱۴م کال د سپټمبر څخه تر ۱۹۱۸م کال د نومبر پورې، نږدې پنځلس لکه (۱.۵ میلیونه) پوځیان، نیمه پوځیان او ملکي کسان د هندوستان له بېلابېلو سیمو څخه د برتانوي قوماندې لاندې په جګړو کې برخه اخیستې وه. دغه کسان په اروپا، افریقا او منځني ختیځ کې په جګړو کې ښکېل وو. د څلورو کلونو په موده کې شاوخوا اووه لکه (۷۰۰ زره) نوي پوځیان هم د هندوستان له بېلابېلو سیمو څخه جذب او استخدام شول.
له دې ډلې څخه شاوخوا شپېته سلنه پوځیان یوازې له پنجاب څخه برابر شوي وو. دغو پوځیانو نه یوازې په جګړو کې فعاله برخه اخیسته، بلکې د برتانیا د پوځي ستراتیژۍ په پیاوړتیا کې یې هم مهم رول درلود. په هندوستان کې مېشت جاګیردار قشر هم خپلې ځمکې او سرچینې د برتانیا د خدمت لپاره کارولې. په دې توګه، له یوې خوا د مسلمانانو د قربانۍ او د خلافت د دفاع غورځنګ لا پیاوړی کېده، او له بلې خوا برتانیا د هندوستان له مادي سرچینو او پوځي ځواک څخه بشپړه ګټه پورته کوله.
د دې بدمرغه پوځ سرتېري په مصر کې د سویز کانال د ساتنې لپاره وګومارل شول. هلته یې د ۱۹۱۵م کال په جنورۍ کې د عثماني پوځ یو پیاوړی برید په شا وتمباوه او د برتانیا دغه مهم سوداګریز او پوځي لاره یې خوندي کړه. همدارنګه، همدې سرتېرو ته په فارس کې د تېلو د څاګانو د ساتنې دنده هم وسپارل شوه، څو هغه د عثماني بریدونو پر وړاندې خوندي وساتي او د برتانیا ګټې له هر ډول خطر څخه وژغوري.
د ۱۹۱۷م کال په فبرورۍ کې، کله چې برتانوي جنرال سټینلي موډ د یو لک او شپږ شپېته زره (۱۶۶،۰۰۰) سرتېرو په ملتیا د بغداد پر لور پرمختګ پیل کړ، نو د دې لښکر دوه پر درېیمه برخه هندي پوځیان وو. د همدې وفادارو سرتېرو په مرسته، برتانیا د ۱۹۱۷م کال د مارچ تر ۱۱مې پورې بغداد په بشپړه توګه ونیو. وروسته بیا د همدې پوځ په مټ، ویلیام مارشل (William Marshal) د ۱۹۱۸م کال په اکتوبر کې د تېلو له سترو زېرمو لرونکی ښار موصل هم تر خپل واک لاندې راوست.
وروسته، کله چې د برتانیا صلیبي پوځ د انبیاوو ټاټوبی، فلسطین، له مسلمانانو څخه واخیست او هلته یې د صهیوني دولت د بنسټ اېښودلو هڅه پیل کړه، نو په دې ناوړه پوځي یرغل کې هم هندي پوځ په بشپړ ډول شریک و. صلیبي یرغلګر برتانوي جنرال ایلنبي، چې فلسطین ته له ننوتو سره سم یې د صلاحالدین ایوبي رحمه الله د مزار سپکاوی وکړ، په بې ادبۍ یې پرې پښه ووهله او په سپکه ژبه یې ورسره خطاب وکړ. د ده تر مشرۍ لاندې هغه پوځ، چې د ۱۹۱۷م کال په سپټمبر کې یې غزه او د همدې کال په ډسمبر کې یې بیتالمقدس ونیو، ډېره برخه یې له هندي قطعاتو څخه جوړه وه.
همدا هغه پوځ و چې خپل سرونه او شتمنۍ یې د مسلمانانو د خلافت او د اسلام د خاورې پر ځای، د برتانوي سلطنت په خدمت کې ولګولې. د دوی دا کړنې د مسلمانانو لپاره د تاریخ یو داغ او د شرم یو تور باب وګرځېدې. وهل من عار بعد هذا العار!!
شاهي هندي پوځ په هر محاذ کې د کفارو د ګټو لپاره خپلې «قربانۍ» وړاندې کړې دي. د میرټ او لاهور هرې پلي ځواکونو فرقې د جرمني پوځ له خوا سخت زیانونه وګالل. د ۱۹۱۵م کال د اپرېل په یوه شپه کې، د زهري ګاز په برید کې د لاهور فرقه شاوخوا څلور زره پوځیان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول، چې آن د مناسبې درملنې اسانتیاوې هم ورته نه وې برابرې.
همدارنګه، د ترکیې پر هغه تاریخي او له پوځي پلوه مهم ټاپووزمه «ګېلیپولي» د نیولو په ناکامه هڅه کې هم بېشمېره هندي پوځیان ووژل شول. په همدې موده کې، د «۵۹ سند رائفلز» یو حوالدار عبدالرحمن په ۱۹۱۵م کال کې له اروپا څخه په هند کې خپل پوځي ملګري نایک راج ولي خان (چې د «۲۱م پنجاب رجمنټ» پورې تړاو درلود او په ژوب، بلوچستان کې مېشت و) ته یو لیک ولیکه. دا لیک په څرګنده توګه ښيي چې دا کرايي پوځیان څنګه د طاغوت په لار کې د خپلو سرونو او مالونو قرباني ورکوله:
«خدای لپاره! په دې اروپایي جګړه کې هېڅکله ګډون ته مه راځئ! هېڅکله مه راځئ! هېڅکله مه راځئ! ما ته لیک ولیکئ او خبر راکړئ چې تاسو یا ستاسو د لېوا کسانو ته دلته د لېږلو پرېکړه نه ده شوې. زه ډېر اندېښمن یم. زما ورور یعقوب ته هم ووایئ چې د خدای لپاره خپل نوم دې نه ثبتوي! که ستاسو کوم خپلوان هم د دې ډول نیت لري، نو ورته زما همدا نصیحت دی چې هېڅکله دې پوځ ته نه شاملیږي… توپونه، درنې ناتارې وسلې او بمونه دلته داسې اوري لکه د مون سون باران. زموږ له ډلې چې څوک ژوندي پاتې دي، شمېر یې د هغه څو دانو غوندې دی چې په دیګ کې پاتې شي. زما په ټولۍ (عسکري قطعه) کې یوازې لس کسان پاتې دي او په ټوله لېوا کې یوازې دوه سوه.»
بېشکه، د شاهي هندي پوځ (د پاکستاني رژیم بنسټ) دا بېسارې «قربانۍ» د برتانیا او د هغوی د متحدینو لپاره دا ممکنه کړه چې عثماني خلافت د نسکورولو او د جرمني د ماتولو په جګړه کې بریالي شي.
