میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
شنبه, دسمبر 20, 2025
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟  

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    په افغانستان د بندیزونو د څار کمېټه که د سیمې د هېوادونو د اغفال یوه وسیله؟

    په افغانستان د بندیزونو د څار کمېټه که د سیمې د هېوادونو د اغفال یوه وسیله؟

    له پاکستان سره د چین د اړیکو د درجې ښکته والی

    له پاکستان سره د چین د اړیکو د درجې ښکته والی

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    له تاجکستان سره په سرحد کې پر چینایانو ترسره شویو بریدونو کې د ښکېلو شکمنو کسانو پټنځای په نښه شوی

    له تاجکستان سره په سرحد کې پر چینایانو ترسره شویو بریدونو کې د ښکېلو شکمنو کسانو پټنځای په نښه شوی

    د خيبر پښتونخوا، خيبر ولسوالۍ د جبار ميلې په مرکزونو کې د‌ داعش ډلې اوسيدونکي مسولين څوک‌ دي؟

    د خيبر پښتونخوا، خيبر ولسوالۍ د جبار ميلې په مرکزونو کې د‌ داعش ډلې اوسيدونکي مسولين څوک‌ دي؟

    د برهان (زید) په نوم پنجاب کې د وژل شوي داعشي په هکله تازه معلومات

    د برهان (زید) په نوم پنجاب کې د وژل شوي داعشي په هکله تازه معلومات

    بلوچستان کې د داعشیانو مرکزونه لا هم فعال دي

    بلوچستان کې د داعشیانو مرکزونه لا هم فعال دي

    خبر

    خبر

    د افغانستان د اسلامي امارت ویاند نن په یوه مهم خبري کنفرانس کې وویل:

    د افغانستان د اسلامي امارت ویاند نن په یوه مهم خبري کنفرانس کې وویل:

    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    د پاکستان دوه مخی امنيتي چلند!

    د پاکستان دوه مخی امنيتي چلند!

    د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! شپېتمه برخه

    د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! شپېتمه برخه

    د خلافت وهم؛ د امپراتورۍ له خوبه تر سقوط پورې!  یوولسمه برخه

    د خلافت وهم؛ د امپراتورۍ له خوبه تر سقوط پورې! یوولسمه برخه

    د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! پنځه دېرشمه برخه

    د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! پنځه دېرشمه برخه

    له اسلام پرته خلافت! لومړۍ برخه

    له اسلام پرته خلافت! لومړۍ برخه

    پاکستان د ګړنګ پر غاړه! لسمه برخه

    پاکستان د ګړنګ پر غاړه! لسمه برخه

    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    رد الخوارج: شیخ سردار ولي تقبله الله

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شهيد حافظ محمد ظاهر وارث (تقبله الله) ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه:

    د شهيد حافظ محمد ظاهر وارث (تقبله الله) ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه:

    د شهید حافظ محمد “طلحه” تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شهید حافظ محمد “طلحه” تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شهيد سمیع الله انس تقبله اللّٰه ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شهيد سمیع الله انس تقبله اللّٰه ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شهيد ملا عبدالحمید حنفي تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شهيد ملا عبدالحمید حنفي تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شېخ الحدیث والقرآن مولوي محمد عالم حقاني تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه:

    د شېخ الحدیث والقرآن مولوي محمد عالم حقاني تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه:

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

ډاکټر اجمل کاکړ

Share on FacebookShare on Twitter

په داسې حال کې چې پاکستان ځان لا هم د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښې قرباني معرفي کوي، خو راټولېدونکي شواهد د دې دعوې په وړاندې یو متناقض، پېچلی او اندیښمنوونکی حقیقت انځوروي. د داعش خراسان څانګې (ISIS-K) فعالیتونه، په ځانګړي ډول له افغانستان څخه د دې ډلې تر ماتې او شاتګ وروسته او په پاکستان کې د هغې پراخېدونکی حضور، نه یوازې د سیمه‌ییز امنیت لپاره یو ستر ګواښ دی، بلکې د پاکستان د امنیتي سیاستونو د دوه‌مخۍ اړوند هم جدي پوښتنې راپورته کوي.

د داعش خراسان ویاند سلطان عزیز عزام نیول، چې هم مهاله د پاکستان د پوځ له خوا له امریکا سره د نویو امنیتي تفاهماتو پر مهال اعلان شو، د هغو شکونو پخلی کوي چې وايي پاکستان لا هم د “انتخابي ترهګرۍ ضد سیاست” تعقیبوي.

ورته مقالې

د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! شپېتمه برخه

د خلافت وهم؛ د امپراتورۍ له خوبه تر سقوط پورې! یوولسمه برخه

د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! پنځه دېرشمه برخه

دغه وضعیت د پاکستان د امنیتي کړنلارې یوه بربنډه بېلګه ده، چیرې چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه تر ډېره شعاري بڼه لري او اصلي تمرکز یې پر معاملاتي امنیت، ستراتیژیک فشار او د نړیوالو د سترګو پر وړاندې د ځان سپین ثابتول دی. د داعش خراسان د حضور پراخېدل د پاکستان په خاوره کې، د هغوی د پټنځایونو شتون او وخت په وخت سیاسي اعلانونه، دا ټول دا خبره لا روښانه کوي چې د پاکستان استخباراتي حلقې لا هم د “ښه” او “بد” ترهګر مفکوره نه ده پرېښې.

د دې ټولو پېچلو واقعیتونو په رڼا کې، نړیواله ټولنه او سیمه‌ییز دولتونه بايد افغان حکومت په څېر، د پاکستان د دوه‌مخیو امنیتي سیاستونو پر وړاندې یو واضح، بې‌طرفه او اصولي دریځ غوره کړي. ځکه تر هغې چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ریښتینې، شفافه او غیر‌انتخابي نه وي، سیمه به همداسې د ناامنۍ، مداخلې او وینو تویېدو قرباني پاتې شي.

داعش خراسان (ISIS-K) د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵م کلونو ترمنځ په سیمه کې په رسمي ډول راڅرګنده شوه او ځان یې د داعش مرکزي جوړښت (چې په عراق او سوریه کې فعاله و) یوه سیمه‌ییزه څانګه معرفي کړه. د دې ډلې د نفوذ او فعالیت سیمه افغانستان، پاکستان، منځنۍ آسیا او د جنوبي آسیا ځینې برخې رانغاړلې او ډېر ژر یې د افراطي فکر، فرقه‌يي تشدد او تبلیغاتي جګړې له لارې سیمه‌ییز امنیت ته جدي ګواښونه پېدا کړل.

داعش خراسان څانګې یو ډېر سخت‌دریځه، فرقه‌يي او د تاوتریخوالي ډک فکر غوره کړ، چې هدف یې د مذهبي او قومي اختلافونو ژورول، د عامو مسلمانانو ترمنځ وېره خپرول او د نورو جهادي حرکتونو بې‌اعتباره کول وو. دوی د عامو خلکو، دیني ځایونو، مذهبي اقلیتونو او عامه تاسیساتو پر ضد مرګوني بریدونه ترسره کړل چې د زرګونو بې‌ګناه انسانانو ژوند یې واخیست.

د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، داعش خراسان (ISIS-K) د افغانستان لپاره تر ټولو جدي داخلي امنیتي ګواښ وبلل شو. دا ډله، چې له وړاندې یې د عامو خلکو، مذهبي اقلیتونو او بنسټیزو ارزښتونو پر ضد سخت بریدونه کړي وو، هڅه وکړه د نوي نظام پر ضد خپل فعالیتونه پراخ کړي. خو اسلامي امارت د وخت له ضایع کولو پرته، د دې ډلې پر ضد، هدفمند استخباراتي او نظامي عملیات پيل کړل.

د دغو پراخو عملیاتو پایلې د پام وړ وې:
۱: د داعش خراسان د لوړپوړو مشرانو نیول یا له منځه وړل
۲: د جلب‌وجذب، روزنې او لوژستیکي شبکو نابودي
۳: د مالي منابعو، تمویل کوونکو او بهرنیو اړیکو پرې کېدل
۴: د تبلیغاتي او رسنیز جوړښت نړېدل، چې د نفوذ خپرېدو لپاره یې کارېده؛
۵: د دې ډلې په لیکو کې د مورال کمزوري او د جنګیالیو تېښته یا تسليمېدل.

د دغو اقداماتو له کبله، نه یوازې داعش خراسان خپل انسجام او د بریدونو توان له لاسه ورکړ، بلکې د دوی تشکیلات هم ټوټه ټوټه شول. دا وضعیت د نړیوالو سازمانونو له لوري هم تایید شو، چې وايي داعش خراسان اوس د یو منظم، بااعتباره یاغي ځواک حیثیت له لاسه ورکړی او یوازې په انفرادي یا کمزورو بریدونو تمرکز کوي.

له ماتې وروسته لېږد؛ د داعش تمایل پاکستان ته

د افغانستان له امنیتي عملیاتو وروسته، چې داعش خراسان یې له سختو ضربو سره مخ کړ، یوه مهمه پوښتنه راپورته شوه: د دې ډلې پاتې جنګیالي، مشران او شبکې چېرته ولاړې؟ د ګڼو سیمه‌ییزو امنیتي راپورونو، څېړنو او شواهدو پر بنسټ، پاکستان د داعش خراسان د پاتې عناصرو اصلي تمځای شو. دغه لېږد یوازې یو تصادفي خوځښت نه، بلکې یو سازماندهي شوی، اسان‌شوی او احتمالي ستراتیژیک انتقال و.

دا مهم ټکي دا حقیقت روښانوي چې:
۱: د داعش غړي د پاکستان قبایلي سیمو، خیبرپښتونخوا، بلوچستان او حتی د پنجاب ځینو ښارونو ته منتقل شول
۲: هلته ورته خوندي پټنځایونه، درملنه، اسناد، او د اړیکو وسایل برابر شول
۳: د تګ‌راتګ، پوله‌اوښتون او جلب‌وجذب اسانتیاوې ورته مساعدې شوې
۴: د هغوی د بیا تنظیم، روزنې او پراخېدو لپاره چټکې هلې ځلې ترسره شوې.

په داسې شرایطو کې، دا فعالیتونه پرته له دولت‌پال زغم، ستراتېژیکو تفاهماتو یا غیرمستقیم ملاتړ ناشوني دي. له همدې امله، دا اندېښنه لا پسې قوي شوه چې پاکستاني رژیم یا خو د داعش خراسان لپاره ستراتېژيکه چوپتیا غوره کړې یا یې عملي ملاتړ کوي، تر څو دغه ډله د خپلو سیمه‌ییزو سیاسي موخو لپاره وکاروي.

د پاکستان امنیتي بنسټ له داعش سره انتخابي چلند

د پاکستان پوځي او استخباراتي بنسټونه له اوږدې مودې راهیسې له یوه مهم تور سره مخ دي: د وسله‌والو ډلو «انتخابي چلند». یعنې، د دوی لپاره وسله‌والې ډلې دوه ډوله دي، «ګټورې» او «دښمنې».

ګټورې ډلې هغه دي چې د پاکستان د ستراتیژیکو موخو (لکه د هند ضد فشار، افغانستان کې نفوذ یا داخلي سیاست) سره همغږې وي؛ دا ډلې اکثره وخت د پاکستان لخوا:
– یا ساتل کېږي،
– یا اداره کېږي،
– یا هم د اړتیا پر مهال قرباني کېږي، خو تر هغې ګټه ترې اخیستل کېږي.
د داعش خراسان قضیه هم د همدې پالیسۍ روښانه نمونه ده. سره له دې چې داعش خراسان یو ترهګره ډله ده، خو:
– ځینې عناصر یې د پاکستان پوځ تر کنټرول لاندې سیمو کې ساتل شوي،
– په ظاهره د «سیاسي بندیانو» په نوم توقیف شوي،
– او کله ناکله د امریکا یا نورو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو تعاملاتو پر مهال د «ترهګرۍ ضد بریا» په توګه وړاندې شوي.

د سلطان عزیز عزام نیونه، چې د داعش خراسان ویاند و، هم د همدې دوه‌مخې سیاست ښکاره بیلګه ده، نیونه یې هغه مهال اعلان شوه، کله چې د پاکستان پوځ د امریکا سره ستراتیژیک تعامل پیل کړی و، دا څرګندوي چې د پاکستان امنیتي بنسټ، وسله‌وال یوازې د امنیت له زاویې نه، بلکې د سیاسي وسیلو په توګه هم کاروي. دغه چلند نه یوازې د سیمې ثبات ته ګواښ دی، بلکې د ترهګرۍ پر ضد نړیوالې هڅې هم بې‌باوره کوي.

د المرصاد افشاګري او عملیاتي شواهد – د داعش خراسان او پاکستان اړیکې په مستندو اسنادو کې

د المرصاد رسنيزه اداره، چې په سیمه‌ییز امنیت، استخباراتي شبکو او ترهګريزو تحرکاتو تمرکز لري، په خپلو تازه راپورونو کې د داعش خراسان او د پاکستان امنیتي بنسټونو ترمنځ د همکاریو ژور او مستند اړخونه افشا کړي دي. دا راپورونه یوازې تورونه نه، بلکې مستند شواهد وړاندې کوي چې د نړیوالو څېړونکو، سیمه‌ییزو منابعو او استخباراتي شنونکو د ارزونو پر بنسټ ولاړ دي.

د راپورونو مهم ټکي:
۱: انتقالي مسیر:
د داعش خراسان نيول شويو غړو په ډاګه اعترافات کړی چې له پاکستان څخه تر منظم پلان لاندې افغانستان ته د پاکستاني پوځي رژیم او استخباراتي ادارې په مرسته د خرابکارانه کړونو په پار، انتقال شوي دي.

۲: عملیاتي پلانونه له پاکستانه:
پر افغان، چینایي او منځنۍ آسیايي اهدافو د داعش وروستي بریدونه، له هغه ډول پلانونو سره سمون لري چې د پاکستان له خاورې تنظیم شوي او د لوژستیک، مخابراتو او استخباراتي ملاتړ نښې یې له همدې خاورې موندل شوې دي او همچنان د دې ترڅنګ، د همدې ډلې د نيول شوي کس اعترافات، د غور وړ دي.

۳: ازاد تګ راتګ:
داعش غړو ته په قبایلي سیمو، خیبرپښتونخوا او حتّا د پنجاب په ځینو برخو کې داسې ازادي ورکړل شوې چې د یوې “بې‌نظمې او پټې شبکې” نه، بلکې د یو توافق‌شوي موجودیت بڼه لري.

۴: د استخباراتو تر څار لاندې خو خوندي:
د المرصاد راپورونه څرګندوي چې داعش خراسان عناصر نه یوازې له پاکستاني استخباراتي ادارو څخه پټ نه دي، بلکې د همدو ادارو تر منظم کنټرول او مديريت لاندې، د ورکړل شوي پلان سره سم، فعاليت کوي.

۵: نړیوال بعد:
وروستي شواهد چې د تاجکستان پولې ته نږدې د چینایي اتباعو پر ضد بریدونو پورې اړوند کسان له پاکستاني شبکو سره تړاو لري، دا ټکی لا پیاوړی کوي چې داعش خراسان د پاکستان په ملاتړ، يو ځل بيا د تخريبکارانه کړنو نړیوال خطر دی.

دا مستند شواهد دا ثابتوي چې پاکستاني رژیم د داعش خراسان په قضیه کې یوازې یو “تماشاکوونکی” نه دی، بلکې د یو همکار، پلانونکی او ګټه اخیستونکي لوبغاړي په توګه مطرح دی.

د افغانستان رسمي دریځ او استخباراتي ادعاوې

د افغانستان اسلامي امارت، د داعش خراسان په اړه یو واضح، مستند او پر شواهدو ولاړ دریځ غوره کړی دی. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، په څو ځله څرګندونو کې په ډاګه کړې چې د داعش خراسان د مشرتابه غړي، په ځانګړي ډول سلطان عزیز عزام، دا مهال په پاکستان کې مېشت دي او د هماغې خاورې له لارې یې فعالیتونه تنظیمېږي.

هغه له پاکستان څخه په ښکاره توګه د دغو ترهګرو د تسلیمۍ غوښتنه کړې وه او ویلي یې ول چې افغانستان د خپل امنیت د ټینګښت لپاره دا موضوع له جدي پاملرنې سره تعقیبوي.

د اسلامي امارت دا دریځ یوازې یو سیاسي بیان نه دی، بلکې پر استخباراتي اسنادو، مشاهداتو او ساحوي راپورونو ولاړ موقف دی. دا څرګندونې هم مهاله له هغو څېړنیزو او ژورنالېستيکو موندنو سره همغږي لري چې د داعش خراسان تحرکات د پاکستان له خاوري سره تړي.

دا دریځ له یوې خوا د افغانستان د قانوني حاکمیت د دفاع څرګندونه ده، او له بلې خوا د سیمې له دولتونو، نړیوالو ادارو او د ترهګرۍ ضد ټولنو څخه دا تمه لري چې د ترهګرۍ پټنځایونه، مرستندویه بنسټونه او ملاتړ کوونکي هر چېرې چې وي، باید بې‌طرفه وپېژندل شي او پر وړاندې یې قاطع اقدام وشي.

د نیونې کیسه: وخت، تضادونه او د باور تشې

د پاکستان د استخباراتي سیاستونو په اوږدو کې، د داعش خراسان د ویاند سلطان عزیز عزام نیونه یوه له هغو پېښو څخه ده چې تر شا یې ګڼ تضادونه، مبهم جزئیات او د باور ژورې تشې نغښتې دي، که څه هم پاکستاني رسنیو ادعا کړې چې نوموړی د ننګرهار او خیبر ترمنځ سرحدي سیمه کې نیول شوی، خو:
– د نیونې دقیق موقعیت افشا شوی نه دی،
– د عملیاتو څرنګوالی، دخیل ځواکونه او شواهد پټ ساتل شوي،
– هېڅ خپلواکې سیمه‌ییزې یا نړیوالې سرچینې دا خبر نه ده تایید کړی.

برعکس، د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او ژورنالست عادل راجه تر دې پېښې وړاندې ویلي وو چې د داعش خراسان لوړپوړي مشران له ډېر وخت راهیسې د پاکستان د پوځ تر ولکې لاندې دي او له هغوی څخه د سياسي او ديپلوماتيکي فشار د وسيلې په توګه کار اخیستل کېږي.

نورې ځینې معتبرې سرچینې هم دا ټکی څرګندوي چې سلطان عزیز عزام شاوخوا څو میاشتې مخکې نیول شوی و، خو د هغه د نیونې خبر عمداً په داسې وخت کې اعلان شو، کله چې د پاکستان د پوځ مشر له امریکا سره د لوړې کچې لیدنې لرلې.

د دې تسلسل او هم‌مهالۍ پراساس، دا اندېښنه لا پیاوړې کېږي چې دا ډول اعلانونه د ترهګرۍ ضد مبارزې برخه نه، بلکې د سیاسي وخت‌وژنې، باور جوړونې دروغجنه هڅه او د نړیوال فشار د کمولو تاکتیک دی.

د پاکستان دوه‌ګونی دولتي–امنیتي جوړښت

په سیمه کې د ترهګرۍ، افراطیت او سیاسي بې‌ثباتۍ د دوام تر ټولو مهم لامل، د شواهدو پر بنسټ، د پاکستان د دولت او امنیتي بنسټونو دوه‌مخی او انتخابي چلند دی. دا یوه تلپاتې تګلاره ده چې پکې پاکستان نه یوازې ځان د ترهګرۍ ضد د نړیوال ائتلاف شریک معرفي کوي، بلکې په عین حال کې د وسله‌والو ډلو انتخابي پالنه، کنټرول او معاملاتي استفاده هم تر سره کوي. په دې چوکاټ کې وسله‌وال نه د اصولو له مخې، بلکې د اړتیا، ګټې او وخت پر بنسټ تعریفېږي.

داعش خراسان یوازې هغه مهال د «ستونزې» په توګه مطرح کېږي چې نور د پاکستان لپاره خپل جیوپولیتیکي یا دیپلوماتیک ارزښت له لاسه ورکړي او یا نړیوال فشار داسې کچې ته ورسېږي چې د ظاهري اقدام اړتیا پېښه شي. د دې تګلارې تازه او څرګنده بېلګه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز، جنرال عاصم منیر، امریکا ته سفر او له هغه سره هم‌مهاله د داعش خراسان د ویاند سلطان عزیز عزام د نیونې اعلان دی. دا هم‌مهالۍ تصادفي نه، بلکې د یوې محاسبې شوې استخباراتي لوبې برخه ده چې موخه یې د نړیوال باور جلب، د فشار کمول او د امتیاز اخیستلو زمینه برابرول دي.

په تاریخي لحاظ، پاکستان دا ډول معاملاتي سپارنې په پرله‌پسې ډول کارولې دي. د عافیه صدیقې قضیه د پاکستان د همدې سیاست يوه بېلګه ده؛ یوه انساني او حقوقي موضوع چې د استخباراتي معاملو او نړیوالو تفاهماتو برخه وګرځول شوه.

دا سپارنې یوازې امنیتي اقدامات نه وو، بلکې د یوه منظم معاملاتي ماډل اجزا وې: د اشخاصو ساتنه، مناسب وخت ته انتظار او بیا یې د نړیوالو قدرتونو پر وړاندې د «ترهګرۍ ضد بریاوو» په نوم وړاندې کول. د دې په بدل کې، پاکستان نه یوازې نړیوال سیاسي اعتبار تر لاسه کړ، بلکې په میلیونونو ډالر مالي مرستې، پوځي تجهیزات او ستراتېژیک نرمښت هم ورته برابر شو.

همدا چلند څرګندوي چې د پاکستان دولتي–امنیتي جوړښت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د اصولي امنیتي تګلارې په توګه نه، بلکې د فشار، معاملې او امتیاز اخیستلو د وسیلې په توګه کاروي. دا دوه‌مخی سیاست نه یوازې د سیمې ثبات ته جدي ګواښ دی، بلکې د ترهګرۍ ضد نړیوالو هڅو مشروعیت هم زیانمنوي او دا پوښتنه راپورته کوي چې تر کومه بریده پر داسې شریک باور کېدای شي چې ترهګري هم مهاروي او هم ترې ګټه اخلي.

په پای کې ويلای شو؛ تر هغو چې نړیواله ټولنه د پاکستان پر “دوه ګوني معیار” ژور تمرکز ونه کړي او له سطحي روایتونو هاخوا د دې هېواد استخباراتي پالیسۍ په تحلیلي توګه ونه ارزوي، د ترهګرۍ د بیاکارونې بهیر به د جنوبي آسیا د امنیت یوه دوامداره ځانګړنه پاتې شي.

البته په پای کې د يادولو وړ ده؛ تاریخ تل دا ښودلې چې هغه دولتونه چې خپله امنیتي پاليسي د تضاد، دوه‌مخۍ او مؤقتو ګټو پر بنسټ جوړوي، بالاخره د همدې تضادونو په اور کې ځان هم سوځوي.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! شپېتمه برخه

ورته مقالې

خوارج؛ د مسلمه امت وجود ته د سرطان غوندې وباء!
خوارج العصر

خوارج؛ د مسلمه امت وجود ته د سرطان غوندې وباء!

اگست 11, 2025
د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه څخه د خوارجو بېلتون
خوارج العصر

د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه څخه د خوارجو بېلتون

دسمبر 7, 2024
خوارج العصر

له عراقه تر افریقا د داعش ماموریت

نوومبر 8, 2023
د تیارو سیوری! دویمه برخه
خوارج العصر

د تیارو سیوری! دویمه برخه

سپتمبر 10, 2025
د افغانستان د انزوا پای؛ روسیه نړیوالې دروازې پرانېزي!
سیاسي لیکني

د افغانستان د انزوا پای؛ روسیه نړیوالې دروازې پرانېزي!

جولای 6, 2025
خوارج (داعش) د تاریخ په اوږدو کې | شلمه برخه
خوارج العصر

خوارج (داعش) د تاریخ په اوږدو کې | شلمه برخه

اگست 25, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

مې 18, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د پاکستان دوه مخی امنيتي چلند!

د پاکستان دوه مخی امنيتي چلند!

دسمبر 20, 2025
د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! شپېتمه برخه

د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! شپېتمه برخه

دسمبر 20, 2025
د خلافت وهم؛ د امپراتورۍ له خوبه تر سقوط پورې!  یوولسمه برخه

د خلافت وهم؛ د امپراتورۍ له خوبه تر سقوط پورې! یوولسمه برخه

دسمبر 18, 2025
د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! پنځه دېرشمه برخه

د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! پنځه دېرشمه برخه

دسمبر 18, 2025

Popular Stories

  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پاکستان کې د داعشیانو لخوا په نښه کېدونکو کسانو لیستونه ترلاسه شوي!

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Go to mobile version