احسان الله احسان
د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې لاسوهونکي او ګډوډي خپروونکي هيواد پاکستان او د هغه جنرالانو تل د نورو په تاوان کې خپلې ګټې لټولې دي، خو کله چې یې د خپلو سیاستونو له امله زیانونه ولیدل، نو د ځان خلاصولو لپاره يې هڅه وکړه څو د خپلې ناکامۍ پړه پر نورو واچوي.
د پاکستان له خراب امنیتي وضعیت او د ناامنيو په کنټرولولو کې له ناکامۍ وروسته، پاکستاني اسټیبلشمنټ هڅه وکړه چې پر ګاونډي افغانستان د هوايي بریدونو په کولو خپله مایوسي لري کړي، خو د دغو بریدونو په تړاو یې د ټولو ادعاوو له ناکامېدو وروسته نن په کندهار کې د خپلو نیابتي جنګیالیو په کارولو او ځانمرګي برید کولو سره يوه ناوړه هڅه وکړه.
د کره مالوماتو پر بنسټ په کندهار کې د نن ورځې ځانمرګی برید د پاکستان د پوځ د کوټې په ګارنیزون کې د آی ایس آی د افسرانو له خوا پلان شوی و، چې په کې د داعش اړوند یو ځانمرګی بریدګر وکارول شو.
دغه برید په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي او جنګي ستراتیژۍ یوه برخه ده.
په کندهار کې د داعش له خوا د برید موخه دا وه چې اسلامي امارت ته دا پیغام ورکړي چې دوی په افغانستان کې د ناامنۍ لپاره دا اپشن هم لري.
د پاکستان اسټيبلشمنټ او فوځي ادارې هڅه کوي چې له ټولو ممکنه لارو په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي، ښايي په نږدې راتلونکي کې دا لړۍ نوره هم ګړندۍ شي، نو د اسلامي امارت ځواکونه باید له حالاتو سره مقابلې ته چمتو وي.