پاکستاني دولتي چارواکي ھره ورځ د نړیوالو مطبوعاتو سره په خبرو کښې، پرته له کوم دلیل او ثبوت څخه؛ په افغانستان الزامونه لګوي، چې ښکاره او یواځینۍ موخه یې د افغانستان او اسلامي امارت بدنامول دي.
که د پاکستاني چارواکو ددې کړنو تر شا پټو عواملو ته وکتل شي؛ نو په دې پوهېدلای شو، چې د دې هر څه تر شا د پاکستان داخلي سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بد وضعیت دی، چې پاکستاني چارواکي یې وار خطا کړي دي، په دې بد حالت کښې دوی نه پوهېږي؛ چې څنګه خپلو خلګو ته قناعت ور کړي، خلګ هم د دوی له درواغو او مکرجنو وعدو، نور ستړي شوي دي، ځکه دوی د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره افغانستان ته ګوته نیسي.
څو ورځې وړاندې، یوه پاکستاني چارواکي اصف دراني د یوې مطبوعاتي ادارې سره په خبرو کښې، یو ځل بیا خپل تورونه تکرار کړل، چې نه صرف له حقیقت څخه لري و؛ بلکې د پاکستان د ناوړه خواهشاتو په تکرار ولاړ و.
اصف دراني په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان دې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي، پاکستان ته وسپاري؛ نو ستونزه به هواره شي، نو محترم اصف دراني صاحب!! د ټي ټي پي جنګیالي په افغانستان کښي هیڅ وجود نه لري، بلکې هغوی د وزیرستان، خیبر او مومندو په غرونو، کلیو او کوڅو کې ولټوئ، هلته یې آسانه پیدا کولای شئ، خو که هلته نه وه؛ بیا یې د پیښور، کوټې، بنو، ډیره اسماعیل خان او ټانک په ښارونو کې پیدا کولای شئ، ځکه هغوی پټ نه دي، بلکې ښکاره مرکزونه لري، که ووایو چې په تاسو پسې ګرځي؛ نو مبالغه به نه وي.
درانی صاحب!
دنیا ته دا ولې نه وایې، چې تاسو د خپل کور په ساتنه کې ناکام یاست، ځکه یې نه وایاست؛ چې ستاسې مقابله د خپل کور له خلګو سره ده، چې ستاسو د کور د هرې لارې په اړه، په هر څه پوهیږي، تاسو د هغوی مخنیوی نه شی کولای؟! د خپلې ناکامۍ ګوته بل ته نیول؛ په حقیقت کې په خپلې ناکامۍ اعتراف دی او د خپلې ذمه وارۍ نه تیښته ده.
اصف دراني د خپلو خبرو په دوام، په افغانستان کې د خلګو د حقونو يادونه هم وکړه، خو په دې بیا غلی پاتې شو، چې د کومو حقونو غوښتنه دوی په افغانستان کې کوي، هغه دده په خپل وطن پاکستان کې؛ خلګو ته ور کړل شوي دي؟
د وزیرستان نه تر بلوچستان پورې؛ په کمزورو او محکمو قومونو څه تيریږي؟
د پښتونخوا او بلوچستان د خلګو نه، د ژوند کولو حق نه دی اخیستل شوی؟
د هغوی کورونه وران او وسایل یې د دولت له خوا په زوره نه دي لوټل شوي؟!
تاسو د نسلي او مذهبي وېش پر بنیاد خپله ټولنه نه ده ویشلې؟
که تاسو په خپلو خبرو کې رښتیني یاست، نو بیا د افغانستان خلګو ته د حق غوښتلو په ځای؛ خپلو خلګو ته حقونه ور کړئ، ځکه په افغانستان کې اوس یو اسلامي نظام قایم شوی دی، چې د هر چا د مال، عزت او حقونو څخه دفاع کولای شي، الحمدلله.
اصف دراني د خپلو تورونو په دوام وویل، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې وجود لري؛ چې نړۍ ته لکه د بل ناین الیون غوندې خطر جوړولای شي، چې په دې اړه یې د داعش خراسان څانګې ځانګړې یادونه وکړه، خو ولې به یې نه کوله، ځکه د داعش خراسان څانګه هم د دوی نیابتې ډله ده؛ چې په نړیوالو رسنیو کې د کمپاين په خاطر یې پاکستاني چارواکي یادونه کوي.
دا حقیقت اوس روښانه دی، چې د داعش خراسان څانګې؛ جنګیالي او مشران په بلوچستان، خیبر، باجوړ او دیر کې اوسي او هلته ښکاره مرکزونه لري، د پاکستان د پوځ په میلمستونونو کې خپلې منصوبې تنظیموي؛ چې بیا یې په افغانستان او سیمه کې عملي کوي.
نو که د دراني صاحب خبرو او د بل ناین الیون پیشبینۍ ته وګورو، نو داسې ښکاري، چې پاکستان د خپلې نیابتي ډلې، د داعش خراسان څانګې په ذریعه؛ د کوم نړیوال ناورين د را منځته کولو په لټه کې دی او د اصف دراني په وسيله؛ له وړاندې نه ذهن سازي او تبلیغات کوي، خو خلګ باید په دې پوه شي، چې دا ځل که هر څه و؛ سرچینه به یې د پاکستان د پوځ میلمستونونه او طراحان به یې د پاکستان د پوځ جرنیلان وي.