خوارج د اسلام په تاریخ کې یوه اوږده او افراطي مخینه لري، دې ډلې د خپلو سختو نظریاتو له کبله د مسلمانانو اتفاق او اتحاد ته خورا سخت نقصانات او زیانونه رسولي دي.
دوی د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو په وړاندې د خپل باطل فکر په اساس توره پورته کړې، چې په نتیجه کې یې مسلمانان د ځاني تلفاتو تر څنګ له سختو اقتصادي او جتماعي مشکلاتو سره مخ شوي، د اسلام په لومړنیو پیړیو کې په مختلفو وختونو کې له اموي خلافت وروسته د عباسي خلافت پر وړاندې خوارجو په بېلابېلو سیمو کې پاڅونونه وکړل.
د هارون الرشید په خلافت کې خوارجو په ځانګړي ډول په خراسان، عراق او د فارس په ځینو سیمو کې بغاوتونه وکړل، دوی عموماً د مرکزي حکومتونو واک نه مانه او د عدالت او دیني پاکوالي په نامه به یې بغاوت کاوه، د خوارجو پاڅونونه اکثره وخت د پوځي عملیاتو له لارې ځپل کېدل، ځکه چې دوی د خلافت لپاره جدي ګواښ و.
په ١٧٨ هـ ق کال کې د هارون رشید په وړاندې خوارجو د ولید بن ظریف په مشرۍ په جزیرة العرب کې بغاوت وکړ، دا بغاوت دومره قوي او خطرناک و چې له پرلپسي جګړو وروسته بیا هم خوارجو د مسلمانانو پوځونو ته سختې ماتې ورکړې.
بلآخره هارون رشید معن بن زائده شیباني یا یزید د دوی د ځپلو لپاره مأمور کړ، یزید د اسلامي پوځ یو تکړه او باتجربه قومندان و، ده او د خوارجو مشر ولید دواړو له یوې قبیلې سره تړاو درلود، ځکه خو به یزید له نوموړي سره له جګړې کولو څنګ کاوه او هڅه یې کوله تر څو سوله ورسره وکړي.
د یزید د یاد عمل په تړاو د پوځ سلاکارانو او افسرانو هارون رشید ته شکایت وکړ چې یزید په قصدي ډول له خوارجو سره جنګ کول ځنډوي، هارون رشید په یو ګواښوونکي لیک کې یزید ته حکم وکړ تر څو زر تر زره ولید له مخې لرې کړي او یاده فتنه دفعه کړي.
یزید د خوارجو مشر ولید ته لیک واستوه چې د الله جل جلاله د بنده ګانو په وژلو کې څه ګټه ده؟ راځه چې زه او ته یې لکه نران سره معلومه کړو، ولید چې د یزید لیک ولوست سملاسي د جګړې میدان ته راښکته شو.
دواړه مشران تر څو ساعته پورې سره وجنګېدل او پوځونو یې تماشه کوله چې په پایله کې ولید ووژل شو، لښکر یې له بغاوت څخه لاس واخیست او په دې توګه د هارون رشید خلافت د دوی له فتنې نجات وموند.