د نفس د تزکیې لپاره د روژې ۳۰ درسونه! (۳)

نائب ذاکري

سحر؛ د دعا او مناجاتو وخت

د روژې د مبارکو شپو په زړه کې یوه زرینه او بې‌سارې شیبه نغښتې، چې الله تعالی جل‌جلاله د خپلو بندګانو پر مخ د رحمت دروازې پرانیزي. دا شېبه سحر دی؛ هغه مهال چې د شپې تیاره د سپېدو په درشل کې له سکون او صفا ډکه فضا رامنځته کوي. دا وخت یوازې د پیشلمي خوړلو لپاره نه دی، بلکې له الله تعالی جل‌جلاله سره د راز و نیاز او د رب‌ العالمین حضور ته د عاجزانه دعا ځانګړې شېبه ده. سحر د عاشقانو خلوت او د مؤمنانو د زارۍ او استغفار وخت دی؛ هغه شېبه چې زړه له دنیوي تړاوونو بېلېږي او روح د ملکوت پر لور الوزي.

الله تعالی د پرهېزګارانو په اړه فرمایي:
«كَانُوا قَلِيلًا مِنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ» (الذاریات: ۱۷–۱۸)
یعنې: هغوی به د شپې لږ ویده کېدل او په سحرګاه کې به یې استغفار کاوه.
دا مبارک آیت د هغو بندګانو ښکلی انځور وړاندې کوي چې له خوږ خوبه تېر شوي او د خپل رب جل‌جلاله حضور ته ولاړ دي. سحر د رحمت د نزول او د ګناهونو د بښنې وخت دی. په دغو ارزښتناکو شېبو کې د ګناه دوړې له زړونو لېرې کېږي او د مغفرت نسیم پر ارواوو لګېږي.

د رمضان المبارک سحرونه ځانګړې فضا لري؛ داسې فضا چې نه یوازې بدن، بلکې روح هم روژه‌دار وي، په دې سپېڅلو ساعتونو کې د غفلت پردې پورته کېږي او انسان د الله تعالی جل‌جلاله د عظمت پر وړاندې خپل حقیقت بیا مومي. سحر هغه وخت دی چې ځمکه د آسمان بوی اخلي او ملایکې د شپې ویښو بندګانو چاپېره راټولېږي او تر سپېدو پورې د هغوی لپاره د الله متعال جل‌جلاله له درګاه څخه د مغفرت دعاوې کوي. دا هغه شېبې دي چې الله تعالی جل‌جلاله پر خپلو بندګانو ویاړي او ملایکو ته فرمایي: وګورئ زما بندګانو ته، چې شپه یې په عبادت تېره کړې او له ما پرته بل چا نه دي راویښ کړي.

د رمضان سحرونه د روح د بیا رغونې او له الله تعالی جل‌جلاله سره د ماتو اړیکو د ټینګښت فرصت دی. په همدې شېبو کې مات زړونه رغېږي او اوښلنې سترګې رڼا مومي. رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي:
«إِنَّ فِي اللَّيْلِ لَسَاعَةً لَا يُوَافِقُهَا رَجُلٌ مُسْلِمٌ يَسْأَلُ اللَّهَ خَيْرًا مِنْ أَمْرِ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ إِلَّا أَعْطَاهُ إِيَّاهُ» (رواه مسلم)
بېشکه په شپه کې داسې یوه شېبه شته چې که کوم مسلمان بنده یې درک کړي او له الله تعالی جل‌جلاله څخه د دنیا او آخرت خیر وغواړي، الله تعالی جل‌جلاله به یې ورعطا کړي؛ او دا هره شپه وي. نو څومره ښه ده چې د رمضان سحرونه غنیمت وګڼو او له دې الهي ژمنې برخمن شو.

همداراز په بل حدیث کې راغلي دي:
«يَنْزِلُ رَبُّنَا تَبَارَكَ وَتَعَالَى كُلَّ لَيْلَةٍ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا حِينَ يَبْقَى ثُلُثُ اللَّيْلِ الآخِرُ، فَيَقُولُ: مَنْ يَدْعُونِي فَأَسْتَجِيبَ لَهُ، مَنْ يَسْأَلُنِي فَأُعْطِيَهُ، مَنْ يَسْتَغْفِرُنِي فَأَغْفِرَ لَهُ» (متفق علیه)
الله تعالی هره شپه، کله چې د شپې وروستۍ درېیمه برخه پاتې وي، د دنیا آسمان ته نزول فرمایي او وایي: څوک شته چې ما وبولي، تر څو یې دعا قبوله کړم؟ څوک شته چې له ما وغواړي، تر څو ور یې کړم؟ څوک شته چې له ما بښنه وغواړي، تر څو یې وبښم؟ دا د رحمت ځانګړی اعلان د شپې ویښو بندګانو لپاره د الهي پاملرنې څرګندونه ده.

سحر د الله تعالی جل‌جلاله سره د خلوت او یوازیتوب وخت دی. په دې خلوت کې انسان کولای شي له تېرو ګناهونو توبه وباسي، د راتلونکي لپاره دعا وکړي او د نېکې بندګۍ توفیق وغواړي. د نفس تزکیه له همدې راز و نیاز پرته بشپړېدلی نه شي. کله چې بنده د شپې په زړه کې د خپل رب جل‌جلاله حضور پر وړاندې ودرېږي او خپله کمزوري او اړتیا ورسره شریکه کړي، روح یې صفا کېږي او د ګناه زنګ یې له زړه لېرې کېږي. سحر د معنوي رزق د وېش وخت دی؛ په دې ساعتونو کې الله تعالی جل‌جلاله پر خپلو بندګانو ځانګړې پېرزوینه کوي او د رحمت دروازې ورته پرانیزي.

راځئ چې په دې رمضان المبارک کې سحرونه له لاسه ورنه کړو. تر دې مخکې چې د پیشلمي لپاره راپاڅو، څو دقیقې د دعا، استغفار او مناجاتو لپاره ځانګړې کړو. له الله تعالی جل‌جلاله وغواړو چې موږ د خپلو صالحو بندګانو له ډلې وګرځوي او د دې مبارکې میاشتې له برکتونو څخه د بشپړې ګټې اخیستنې توفیق راکړي. د رمضان المبارک سحرونه ستره معنوي پانګه ده؛ قدر یې وپېژنو. ډېر داسې بندګان شته چې په همدې سحرونو کې د قربِ الهي لوړو درجو ته رسېدلي دي او ډېر داسې ګناهونه شته چې په همدې مبارکو شېبو کې بښل شوي دي.

Exit mobile version