حروریه د خوارجو یوه ډله وه، چې د موصل په شاوخوا سیمو کې، د اموي خلیفه عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په وخت کې فعاله وه؛ دا ډله د اسلام په لومړیو کې د خوارجو له هغه فرقې څخه پاتې وه، چې له حضرت علي رضی الله عنه څخه د صفین له جګړې وروسته جلا شوي و.
دوی د سختو عقایدو او ځانګړو نظریاتو له امله پیژندل کېدل او په عمومي ډول یې پر مسلمانانو او حاکمانو نیوکه کوله، په ځانګړي توګه پر هغو مسلمانانو چې دوی یې د خپلو معیارونو له مخې په ګناه او یا نافرماني کې ککړ ګڼل.
حروریه ډلې د عدل او انصاف په اړه خورا سخت دریځ درلود او د هغه وخت د حکومتونو پر وړاندې یې د خپل مخالفت دریځ څرګند کړ.
دوی د اسلام د عادل او تقواداره خلیفه عمر بن عبدالعزیز په وړاندې هم له خپل افرطیت څخه پر شا نه شول؛ په داسې حال کې چې عمر بن عبدالعزیز د حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه له کورنۍ څخه و او د هغه له امله ورته د دویم عمر لقب هم ورکړل شوی.
نوموړي ته د اسلام په تاریخ کې د پنځم راشده خلیفه په سترګه کتل کېږي، ځکه چې د هغه واکمني د څلورو راشده خلفاوو د خلافت سره ورته بلل کېږي.
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د خپل ټول حکومت په دوره کې د عدالت او انصاف لپاره خورا ژمن و، هغه د بې عدالتۍ او ظلم پر ضد کلک دریځ درلود او د خلکو حقونه یې په جدي توګه خوندي کول.
عمر بن عبدالعزیز د خپلې واکمنۍ پر مهال ډېر اصلاحات راوستل، چې پکې د دولت د کارکوونکو د چلند ښه کول، د خلکو د مالیاتو کمول او د ټولو وګړو د برابرۍ اصول شامل و، هغه به د بیت المال د شتمنیو ډېره برخه د عامو خلکو لپاره کاروله او هڅه یې کوله چې د هر وګړي اړتیاوې پوره کړي.
ویل کېږي چې د هغه په وخت کې دومره هوساینه راغله، چې زکات اخیستونکي نه پیدا کېدل، لیکن خوارجو بیا هم د نوموړي خلافت د اسلام له اړخه ضعیف بللو او د خپل باطل فکر په اساس یې په وړاندې خنډونه اېجادول.
دوی به د موصل پر لارو مسافرو او بې ګناه مسلمانانو ته مزاحمتونه او تکلیفونه ورکول او په ناحقه به یې وینې تویولې، عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د ډېرو هڅو په پایله کې دې ته حاضر کړل تر څو مناظره ورسره وکړي.
کله چې د مناظرې لپاره حاضر شول، عمر بن عبدالعزیز په هر حجت کې بې ځوابه او بې خبرو کړل؛ وروسته یې قسم ترې واخیست، چې د بیا لپاره به په لارو کې خلکو ته خطر نه جوړوي او نه به هم په ناحقه د چا وینې تویوي، که چېرته بیا هم له خپل تعهد څخه واوښتل نو جنګ ته به یې بلنه ور کړې وي.
کله چې رخصت شول؛ سم لاسي یې کړی قسم مات کړ او د قتلونو بازار یې ګرم کړ.
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د سعید بن جوشي پر مشرۍ له کوفې څخه د مجاهدینو یو ټولی پسې ولېږه، هغو د دوی د بغاوت او امنیتي ګواښونو د کابو کولو لپاره شدیده جګړه وکړه، تر دې چې په سیمه کې ثبات او امن نافذ شو.
د دې پېښې یوه مهمه ځانګړتیا دا ده؛ چې د عمر بن عبدالعزیز اصلي تګلاره له جګړې څخه ډډه کول او د سولهییزو حل لارو لټون کول وو، خو کله چې اړتیا پېښه شوه، نوموړي خپلو والیانو ته اجازه ورکړه چې د قانوني او امنیتي اړتیاوو له مخې ګامونه پورته کړي.
د پای خبرې:
د حروریه خوارجو مشران ځینې مؤریخینو په لاندې ډول ذکر کړي.
١- شحبیب بن یزید الشیباني؛
شحبیب یو له هغو مهمو خوارج مشرانو څخه و، چې په عراق او شام کې یې فعالیت کاوه؛ هغه د خوارجو د مبارزې یو زړور او اغېزناک مشر ګڼل کېده او په مختلفو سیمو کې یې حکومتي ځواکونو ته ستونزې جوړې کړې وې.
٢- عبدالله بن إباض؛
عبدالله بن إباض د خوارجو له یوه مهمو مشرانو څخه و او هغه د اباضیه ډلې بنسټ ایښودونکی ګڼل کېږي.
٣- قطری بن الفجاءة؛
قطری یو بل مشر و، چې د خوارجو له ډلې سره یې تړاو درلود؛ هغه په ځانګړي ډول د مبارزې او جګړې په ډګر کې د خپلې وینا او شعرونو له لارې خوارجو ته روحیه ورکوله او د خپلو نظریاتو په خپرولو کې مهم رول درلود.