په دنیا کې ډېری داسې خلک هم شته چې په دومره شدت، اعتماد او تکرار سره له حقیقته لرې خبرې کوي چې وروسته بیا د حقیقت او دروغو ترمنځ ورته پخپله هم توپیر کول ډېر ګران او ستونزمن شي. د ډېرو او مسلسلو بې ځایه خبرو له امله د دې خلکو وجدان ورو ورو مړ کېږي تر دې چې پخپله هم د خپلو خود ساخته او له ځانه د جوړ شويو کیسو اسیران شي. دا ډول خلک نه یوازې نورو ته تاوان رسوي، بلکې خپله هم د دروغو په نړۍ کې بند پاتې کېږي او د حقیقت له رڼا بې برخې کېږي.
له دغه ډلې یې یو هم پاکستان او د پاکستاني ریاست چارواکي دي چې د خپلو مفاداتو لپاره له هرې لارې چارې کار اخلي او په ګاونډيو هېوادونو باندې د تورونو لګولو یوه نه ختمېدونکې لړۍ یې روانه ساتلې ده. دوی د خپلو ناکامیو پړه همېش په افغانستان او هندوستان اچوي او په هر فورم او سټېج باندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه ناسم معلومات خپروي او د نړۍوالو د ګمراه کولو کوښښ کوي.
په افغانستان د دا ډول تورونو حقیقت څه دی؟!
تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې یو ځل بیا دا دعوه تکرار شوه چې ګواکې په افغانستان کې “ترهګرې” ډلې شتون لري چې د نړۍ او سیمې امنیت ته ستر ګواښ دي چې د پاکستان لخوا پکې په ځانګړي ډول د داعش، تحریک طالبان پاکستان او بلوچ آزادۍ غوښتونکو یادونه شوې ده.
د داعش، تحریک طالبان پاکستان او بلوچ آزادۍ غوښتونکو قضیه اوسنۍ نه ده، بلکې دا له ډېره وخته را روانه ده، او د یوې داسې قضیې لپاره چې عمر یې د افغانستان د اسلامي امارت له قیام څخه ډېر وي، ګرم بلل یا پرې الزامونه لګول هیڅ مناسب کار نه دی. د افغانستان اسلامي امارت د نورو هېوادونو پر ضد د خپلې خاورې د استعمال اجازه هيچا ته نه ورکوي او دا یې په عمل کې ثابته کړې هم ده.
تحریک طالبان پاکستان او بلوچ آزادۍ غوښتونکي په خپله خاوره موجود دي او له هغه ځایه خپل کارونه او چارې پرمخ وړي. د پاکستان ګڼو مشهورو سیاسیونو په څو څو واره په مطبوعاتي کنفرانسونو او مرکو کې په ښکاره ډول ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا څو ولسوالۍ لکه وزیرستان، ټانک، ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، خیبر او داسې نورې سیمې عملاً د تحریک طالبان پاکستان په لاس کې دي او هلته متوازي حکومت چلوي.
په باجوړ کې د پاکستاني ادارو او حکومت په خوښه ورسره ځايي مشران د امن لپاره جرګې کوي او د دغه جرګو ویډیوګانې هم خپرې شوي دي، چې دا د دې ثبوت دی چې تحریک طالبان پاکستان په خپله خاوره موجود دی او د هماغه ځای څخه خپلو کارونو او فعاليتونو ته دوام ورکوي.
دغه راز، بلوچ آزادۍ غوښتونکي هم دي چې تېرو نږدې وختونو کې یې د بلوچستان په څو غټو ښارونو او کلیو لکه پنجګور، پنجدګ، خاران، کیچ او سوراب د موقت وخت لپاره ونیول او هلته تر دوه – درې ورځو موجود وو. پدې سربیره هغوی په میاشت کې څو څو ځله د پاکستان او بلوچستان ترمېنځ په غځېدلو لارو درېږي، د پاکستاني فوجیانو پلټنه کوي، له موټرو یې ښکته کوي او برمته کوي یې.
دا د دې ښکارندوي کوي چې بلوچ آزادۍ غوښتونکي په خپله خاوره موجود دي او هغوی ته د افغانستان د خاورې د استعمالولو اړتیا نشته او نه هم څوک په دومره ډېر تعداد سره د پولې څخه تېرېدلای شي ځکه د پاکستان حکومت د ادعاوو له مخې هغوی خپله پوله محفوظه کړې ده.
داعش خراسان چېرته دی؟
د داعش ابتداء د پاکستان په خاوره خېبر اېجنسۍ کی شوې وه چی بیا د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته را انتقال کړل شول.
اسلامي امارت د دوباره قیام څخه وروسته د داعش غوندې خارجي فکر لرونکې ډلې خلاف دومره موثر اقدامات اخيستي چې بل هیڅوک یې د کولو جرات او دعوه نه شي کولای، د همدې موثرو او قاطعو اقداماتو له برکته په افغانستان کې د داعشي خوارجو ریښې له منځه ولاړې او پاتې شوني یی ګاونډي هېواد ته وتښتېدل چی له لومړۍ ورځې څخه د دوی اصلي پټنځای او مرکز و. هلته ورته د پاکستان استخباراتي ادارو غېږه خلاصه کړه او په بلوچستان کی یې ورته مرکزونه فعال او دوباره تجهیز کړل چی بیا یې د خپلو ګټو لپاره وکاروي.
پاکستاني استخباراتي ادارو په ډېر چل او فریب د داعشي خوارجو فتنه ګرې ډلې ځيني غړي لکه شریف اللہ عرف جعفر او اوغوز التون ونیول، چې شریف الله یې وروسته بیا په لوړ قیمت امریکا ته هم وسپاره.
له دې ور هاخوا، څو میاشتې مخکې د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د داعشي خوارجو په مرکزونو بریدونه ترسره شو چې د داعش ګڼ شمېر غړي پکی ووژل شول. اوس پوښتنه دا ده چې د داعش مرکزونو او په دومره ګڼ شمېر داعشیانو په بلوچستان کې څه کول؟ بیا داعش په ښکاره په یوه ویډیو کې د دغه برید د انتقام د بلوچ آزادۍ غوښتونکو څخه د اخيستو اخطار ورکړ.
دا ټول شواهد ښکاره کوي چې د داعش مراکز د پاکستان په بلوچستان کې دي او په دې اړه په افغانستان تورونه لګول د حقیقت نه لېرې او ناسم قضاوت دی.
یاده دې وي چې په افغانستان کې ګڼ شمېر داعشي خوارج نیول شوي او د هغوی اعترافي بیانونه هم له المرصاد څخه خپاره شوي دي چې د بلوچستان له مرکزونو څخه صرف افغانستان ته نه بلکې د سیمی نورو هیوادونو ته هم د تخریبي کارونو لپاره لېږدول شوي وو.
د ملګرو ملتونو د تورونو ترشا عوامل څه دي؟
ملګري ملتونه چې د امریکا تر اثر او قوت لاندې دي، هر هغه څه وایي چې امریکا پرې خوشحاليږي او امریکا ته په افغانستان کې له شرمونکې ماتې خوړلو وروسته بل څه نه دي ورپاتې، پرته له دې چې د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد پروپاګند وکړي او هغوی بدنامه کړي ځکه هر څو ورځې وروسته دغه تکراري کړنه بيا بيا تکراروي او د خپلی ماتې غصه پرې سړوي.
امریکا او ملګري ملتونه د خپلو سياستونو او مفکورو د تطبیق لپاره داسې غونډې او راپورنه د فشار د آلې په توګه استعمالوي، ګنې که وکتل شي نو څو واره امریکایي استخباراتو او آزادو ادارو د افغانستان د اوسني حکومت د داعش سره د مبارزې او اقداماتو ستاینه کړې ده، دا بیله خبره ده چې د افغانستان اسلامي امارت دا اقدامات د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره کړي دي نه د چا د ستاینې او پردیو ګټو په خاطر.
بله دا چې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د پاکستان په راپورونو تکیه کوي چې د پاکستان د بغض او ذاتي مخالفت نه ډک وي، پاکستان په هر نړېوال سټېج د افغانستان د بدنامۍ لپاره څرګندونې کړي دي او تهمتونه یې لګولي دي، خو برعکس بیا افغانستان ته دا موقع په لاس نده ورکړل شوې چې د دې تهمتونو او دروغو جواب ووايي.
څه باید وشي؟
ملګری ملتونه که رښتيا هم د حقایقو په لټه کې وي، نو د افغانستان په اړه قضاوت دې د متعصبو ګاونډیو هېوادونو د راپورونو او دروغو په اساس نه کوي، بلکې مستقيماً دې د اسلامي امارت سره ارتباط او اړيکې ټینګې کړي او د حقیقت موندلو هڅه دې وکړي. د افغانستان اسلامي امارت د حقیقي او موثرو اقداماتو درناوی دې وشي او د الزامونو لګولو پرځای دې د اسلامي امارت لاسنیوی وشي چی د مسایلو د حل مستقل حل ته لاره پیدا شي.