د ملګرو ملتونو سرمنشي که د خیالي جبهاتو ویاند؟!

#image_title

 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د افغانستان د خلکو په باره کې په ناوړه موقف سره داسې اوازې خپرې کړې دي «چې ګواکې په افغانستان کې ناامني شتون درلوده او اوسمهال په کابل او نورو ښارونو کې د خیالي جبهاتو لخوا بریدونه ډېر شوي دي» دا په داسې حال کې چې خیالي جبهې بغیر د مجازي فضا نه چې هلته چاودنې کوي، هملته وژنې کوي، هملته خوشحالي کوي او همدې پالیسۍ څخه وروستۍ پرېکړه پلانوي بله هېڅ لاسته راوړنه نه لري، هغه ځکه چې د اسلامي امارت سرسپارلو مبارزینو او سرښندونکو مجاهدینو په وړاندې څه نه لري چې وړاندې یې کړي.

د داسې ستر مقام لرونکي شخص (د ملګرو ملتونو سر منشي) لپاره عجیبه ده چې د خبرونو ښکار شي، هغه په داسې حال کې چې یو لس کلن ماشوم لپاره هم د دغه خبرونو د حقیقت او کذب جلا کول اسانه کار دی.

ښایي د ملګرو ملتونو سرمنشي په قصدي توګه د دې درواغو د خپرولو ډول په غږ راولي، ترڅو د بغاوتیانو په بڼه (د ناسمو او درواغو اخبارو په خپرولو سره) پر اسلامي امارت سیاسي فشار راوړي.

وروسته له دې چې اسلامي امارت د دوحې په دویمه ناسته کې ګډون ونه کړ او دغه ناسته چې د ګوتریش په نوښت او شتون کې پیل شوه د اسلامي امارت نه ګډون له امله دی او د ملګرو ملتونو سازمان تر پوښتنې لاندې راغلل او هغه څه یې نوټ کړي وو ترڅو یې په اسلامي امارت ومني په همغه کاغذونو باندې پاتې شول او د دغه دسیسو او توطئو د عملي کولو وخت یې و نه موند او اوس د دوحې دریمه ناسته ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې جوړه شي.

اسلامي امارت په دې غونډه کې د حضور لپاره خپل ټول شرطونه د ملګرو ملتونو په سازمان باندې منلي او د دغه سازمان او مغرضه هیوادونه چې د خپلو مخربو پلانونو د پلي کولو په لټه کې دي ورځ یې بده کړې ده، نو ځکه هر هغه سازمان او سمت چې له داسې پرېکنده او پرې کوونکي حرکت سره مخ شي، خامخا به یو ځل بیا د حقایقو خلاف عقده لرونکې پرېکړي او افواهات خپروي، تر څو په بل اړخ فشار راوړي او خپلې تګلارې پرې ومني، نو د انټیوګوټر دا وروستۍ ویناوې لکه دا عقده لرونکې خبرې، کینې او سیاسي دسیسې د دې لپاره دي ترڅو خپلې خبرې د دوحې دریمه ناسته کې په اسلامي امارت ومني.

ملګري ملتونه او ټوله نړۍ په ټینګه او په یقین سره پوهېږي چې له څلویښتو کلونو ویجاړونکو او ورانوونکو جګړو وروسته نن په افغانستان کې ټولیز امنیت او سوله حاکمه شوې ده؛ لکه څنګه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د انتونیو ګوتریش دغه راپور رد کړ او هغه یې ناسم او له حقیقت څخه لرې وباله، ښاغلي قانع وویل: “ملګري ملتونه تل هڅه کوي چې د افغانستان وضعیت ناامنه او بې ثباته وښيي”.

د ملګرو ملتونو او اړوندو هېوادونو ته یې دا وایو چې افغان ولس د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دی او په دې برخه کې د هېڅ ډول همکارۍ او مرستې څخه ډډه نه کوي، که هر ولس د خپل دولت سره لاس یو کړي نو هېڅ هېواد او یا کوم سازمان نشي کولای چې د هغه ملت او عزم پر وړاندې ودرېږي.

اوس که انټونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو سازمان له مایکروفون څخه په ناوړه استفادې سره د جعلي جبهاتو د فیسبوک بریدونو ته رښتينی رنګ ورکوي، قطعا به دغه ناوړه او شوم هدف ته ونه رسېږي، ځکه داسې کره اسناد او ادعاوې شته، چې د دغو بریدونو چې په مجازي فضا کې کېږي یو هم واقعیت نه لري او د حقیقت څخه لېرې خبره ده.

یو له هغو بریدونو څخه چې څو ورځې وړاندې د بغاوت د جبهې او اړوندو رسنیو له خوا اعلان شو چې (موږ په فراه ولایت کې د دې ولایت د پاسپورت مرستیال شهید کړی) انټونیو ګوټرش باید د ملګرو ملتونو له ټول سیستم سره یو ځای د دغه برید د تایید لپاره تحقیق وکړي او د یوې بېلګې په توګه یې په نظر کې ونیسي.

هماغه کس چې دغه خیالي جبهات وایي موږ شهید کړی دی اوس هره ورځ د دغه ولایت اوسیدونکو ته پاسپورټونه ویشي.

دغه راز دا ټول بریدونه او شایعات بې اساسه دي او هېڅ بهرنی وجود نه لري، نو انټونیو ګوترش نه باید ځان د انسانیت د ملنډو کړي او د خیالي جبهاتو په ملاتړ ځان د افغان ملت د دښمن په حیث و نه دروي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version