مولوي ولي محمد تراب حقاني
د ۷ تلین په ویاړ
شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور صاحب تقبله الله، د اسیا د زړه افغانستان د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بندتیمور د سیمې اوسېدونکی وو.
جهادي شبکه یې منصور صاحب وو.
لکه څنګه چي یې شبکه منصور وو، همداسي د رب له طرف ورته د نصرتونو هم بارانونه کېدل، شهید امیرالمؤمنین د اسلامي امارت له څو مخکښو او معتمدو رهبرانو څخه وو، د لوی ملا صاحب رحمه الله د لاس امسٰی ( لکړه ) وه.
هر کله چې به ثالث عمر، لوی ملا صاحب رحمه الله یو مهم کار درلود، نو ددې کار د پلان تطبیق به یې د شهید امیرالمؤمنین په شتون کې کاوه.
شهید امیرالمؤمنین خورا په سختو حالاتو کې د امارت دا جهادي کښتۍ په ډېرو سختو تکالیفو تر یوه کامیابه ساحله ورسوله، د امارت د زوال شیبې نژدې وې، خو بل طرف ته بیا دې سیاسي او جهادي فکر لرونکي رهبر هغه څه وکړل، چې د امارت په قیام یې د دښمن ملا ورماته کړه.
د لوی ملا صاحب رحمه الله تر وفات وروسته، څه کم دوه نیم کاله د دې سپیڅلي صف رهبري د شهید امیرالمؤمنین په غاړه وه، خو په یو داسي انداز یې دا رهبري وکړه چي د چا تصور هم دا نشوه منلای، چې ثالث عمر دې رحلت کړی وي او دا صف دي بریا ومومي، خو بل طرف ته بیا د شهید امیرالمؤمنین ځیرکتیا او د رب له لوري نصرت مل وو.
شهید امیرالمؤمنین خورا راز ساتونکی شخصیت وو، یوه ورځ مي مشر اکا راته کیسه کوله، چې زیاته موده به شهید امیرالمؤمنین د سرحداتو لیده کاته کوله، صرف به یو تور بکس ورسره په څنګ کې دده د مهمو کاغذونو لپاره ورسره وو، نور به هیڅ څوک هم دده د حفاظت لپاره ورسره نه وه او یو سپین او سور رنګه دسمال به یې پر سر تاو کړی وو، چا به نه پېژندلو.
شهید امیرالمؤمنین د متین عزم څښتن وو، کله چې شهید امیرالمؤمنین رسمي د امارت زعیم امیرالمومنین وټاکل شو، نو وروسته امیرالمؤمنین د امارت د قیام لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې. امارت ته یې لوی قوت ورپه برخه کړ. استشهادي کنډک ته یې جدي پاملرنه درلودله، کابل کې پر غلامانو او خارجي یرغلګرو ګام په ګام فدايي بریدونو دوام درلود، چريکي ګوزارونو خورا پرمختګ وکړ، جهادي ګرمې غزاوې خواره توندې روانې وې.
د معسکراتو بنسټ او تأسیس خو شهید امیرالمؤمنین کېښود، مجاهدین په نظامي زده کړو کې خورا ښه چټک او پیاوړي شوه، د مجاهدینو اکمالات له هر لوري بشپړ وو.
مشر اکا مې د شهید امیرالمؤمنین د سختو ورځو یار پاته شوی دی. هغه راته کیسه کوله: کله چي د روسي یرغل په وړاندي شهید امیرالمؤمنین په جهاد پیل وکړ، اول ځل مې ۳۷ کلاشینکوف ټوپکونه ورکړل، چې شهید امیرالمؤمنین د روسي یرغلګرو په وړاندې په جهاد پیل وکړ. وروسته تر سختو کړاونو ګاللو بیا شهید امیرالمؤمنین زياتې سيمې فتحه کړې، زیات غنائم او جنګي اسباب یې غنیمت کړه، کله چې د امارت قیام وشو، په اول ځل شهید امیرالمؤمنین د کندهار د هوایي میدان مسؤل وټاکل شو، وروسته تر دې بیا د هوانوردۍ وزیر پاتي شو، چې د امارت له لوري هر ځای ته به دده په قومانده هوايي ځواک سفر کاوه.
یوه مشر مجاهد راته کیسه کوله، ویل یې: کله چې شهید امیرالمؤمنین د امارت د زعیم په حیث وټاکل شو، زه په دې فکر کې وم، چې اوس څه وکړم. ویل یې ماښام مې خوب لیده: چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ناست دی، راسته طرف ته یې ثالث عمر رحمه الله ناست دی او چپه طرف ته یې شهید امیرالمؤمنین ناست دی، مخته یې د رهبري شورٰی غړي هر یو لکه شیخ عبدالحکیم حقاني صاحب او داسي نور لوړ پوړي مشران ناست دي، منصور صاحب ته نبي علیه السلام مبارک د امارت د پرمختګ لپاره نیکې او ښې مشورې ورکوي او منصور صاحب یې تأئید کوي، نو دا مجاهد زیاتوي، چې بیا ما دا فکر وکړ، چې واقعاً د ملاصاحب او نبي علیه السلام په سپېڅلې مشوره دا کس ټاکل شوی دی او واقعاً رښتینی محبوب امیر دی، بیا مې ورسره بیعت وکړ.
یقیناً داسې حالات او داسې واقعې خو د سترګو لیدلي حالات دي، دا د شهید امیرالمؤمنین کرامت او حقانیت وو، چې د امارت قیام ته یې په داسي نازک وخت کې قیام او بقاء ورپه برخه کړه، چې عقل یې له منلو څخه عاجز دی. واقعاً ریښتنی او سپېڅلی امیر وو.
د تېر امارت په وخت کې لوی ملاصاحب رحمه الله به هر وخت ویل: چې زما دوې امساوي ( لکړي ) او دوه اخترین دي، یو یې شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور صاحب یاد کړ او بل یې بیا شهید مولوي اخترمحمد عثماني صاحب تقبله الله یاد کړ او ملا صاحب رحمه الله به هر وخت ویل چې زه خپل اکثره کارونه خپل د راسته لاس په امسٰی کوم شهید امیرالمؤمنین به یې یاد کړ.
دا هر څه د شهید امیرالمؤمنین سپېڅلي یاد ته بیا هم کم دي. خو بختور دي، هغه خلک چې د مشرانو تلین لمانځي د مشرانو یاد او ارواحو ته دعاګانې وربخښي او خپل تاند قلمونه د مشرانو په یاد کې ګړندي او راتاند کړي، تر څو تاریخ د تېر په څېر بیا مشران را ژوندي کړي او امت ته یې د تېر دور تاریخ ورپه ګوته کړي.