حسان مجاهد
جعفر بن حيان «رح» وايي: د نیت په صحت سره عمل صحیح کیږي ، او په فساد سره يې عمل فاسد کیږي.(الزهد لامام احمد)
علامه انور شاه کشميري «رح» وايي: خبردار! نيت دروح او عمل دجسد په څېر دی، جسد بې روحه هیڅ ارزښت نه لري.( حجة الله البالغه)
ابن تيمييه «رح» وايي: نيت دټولو اعمالو لپاره بنسټ دی، هیڅ یو عمل تر هغه عبادت نه بلل کېږي؛ ترڅو چې نیت ورسره ملګری نه وي. ځکه علماء وايي «يو څوک ټوله ورځ دعادت له مخې يا دمصروفيت له امله خوراک څښاک نه کوي؛ دروژې ثواب يې نشته. يو څوک دګرمۍ له امله ټول بدن ووينځي؛ ددې سړي غسل عبادت نه بلل کېږي. يو څوک په بیت الله شریف ديو شي دموندلو لپاره ګرزي را ګرزي؛ طواف يې عبادت نه بلل کېږي. (اعلام الموقعين)
ښه نیت تردې اهميت لري چې ډير وخت به يو چا کوم عمل، قول او حرکت نه وي کړی؛ مګر په ښه نیت سره به د ثواب څښتن وګرزي.
رسول الله ﷺ وايي: په مدینه کې داسي خلګ شته، چې هغوی په غرو کې مزل نه دی کړی، نه يې کفارو ته تکلیف رسولی دی، نه يې د الله تعالی په لار کې پيسې لګولې دي، نه به کوم تکلیف ورته پيښ شوی وي، خو بیا هم دوی له موږ سره په ثواب کې برابر شریک دي او سره له دې چې دوی په مدینه کې ناست دي، یو چا ترینه پوښتنه وکړه: دا نو څرنګه؟ ده ورته وویل: د عذر له امله پاتي دي، او د ښه نیت له وجهي له موږ سره شریک دي .(احیاء العلوم/ بخاري هم په ورته خو مختصرو الفاظو روایت کړی دی)
ابو محمد عبدالله بن ابي جمره «رح» وايي: زما زړه غواړي چې ټول وخت دفقهاوو يوه ټولۍ ددې لپاره ناسته وای چې خلګو ته يې د اعمالو مقاصد ور ښوای او دنيتونو اصلاح يې کولای؛ ځکه اکثره خلګو ته چې مشکل رسیږي هغه دخراب نيت له امله.
مجاهد بايد څه ډول نیت ولري؟
دمجاهد اساسي نیت بايد په ځمکه کې اعلاء کلمة الله، د اسلامي نظام قيام او دکفارو او دهغوی د قوانینو مخنيوی وي. کله چې له کفارو سره جګړه پای ته رسیږي، بیا یې باید نيت؛ دنظام استحکام، له پرديو يرغلونو څخه داسلامي سرحداتو ساتنه، ددیني مقدساتو تأمين، داسلامي حکومت په وړاندې د راپورته شویو فتنو او خنډونو مخنيوی او په ځمکه کې دالهي قانون نفاذ وي.
جهاد يوازې له کفارو سره دمخامخ جګړې نوم نه ده، بلکې له جګړې وروسته دبیا ځلې یرغل پروړاندي انتظار کول او له پرديو يرغلونو او ګواښونو اسلامي سرحدات ساتل هم ستر عبادت دی چې دې ته دفاعي جهاد او رباط ویل کېږي او مجاهد بايد دغه نيت ولري.
رسول الله ﷺ وايي: ديوې ورځې او يوې شپې رباط ديوې مياشتې تر روژې او قیام غوره ده. که مجاهد د رباط په حال کې مړشي؛ دعمل ثواب يې بيا هم جاري وي او که ژوندی وي رزق به يې جاري وي او له «فتان» يعني دقبر عذاب يا له فتنو څخه به په امن کې وي. امام نووي رح وايي: له مرګه وروسته بيا هم دعمل جريان يوازې دمرابط مجاهد خصوصیت ده، چې بل هيڅ څوک ورسره په دې کې شريک نه ده. ( په مسلم شريف د امام نووي رح حاشیه)
ابو عزام عراقي په يو وصيت کې مجاهدينو ته داسې ليکلي و: « دالله تعالی په لار کې رباط دکعبې او بیت المقدس ترمجاورت(ګاونډيتوب) غوره ده، ابوهريره (رضي الله تعالي عنه) وايي: دالله تعالی په لار کې د رباط يوه شپه ماته دحجر اسود په څنګ کې دشپې تر صلاة تهجد ډيره غوره ده. ګورئ! أبو هريره «رض» په بهتره مکان کې تر بهتره عبادت د رباط يو شپه ښه وبلله. نو رباط دمجاهد لپاره يوه ښه فرصت ده چې مجاهد يې بايد دښه نيت په درلودلو پهسره ثواب تر لاسه کړي.
انسان د شرعي قوانينو په نفاذ کې دالله تعالی خليفه ده او دشرعي قوانينو نفاذ هغه مهال ممکن وي، چې حکومت اسلامي وي، نو مجاهد که دحکومت په هره شعبه کې دنده ترسره کوي نیت یې باید د حکومت پرمختګ او هميشه والی وي.
په خلګو باندې له حکومتولۍ څخه دمجاهد نیت بايد دا وي؛ چې په ځمکه کې يو شرعي امیر ټاکل او دهغه تر قيادت لاندې يو نظام رامنځته کول او ددې نظام په چوکاټ کې په خلګو حکومت کول ددې لپاره ده، چې ګډوډي رامنځته نه شي، دخلګو سر او مال خوندي شي، شرعي احکام تطبيق شي او خلګ له منکراتو را وګرزول شي. رسول الله ﷺ چې له دنيا نه رحلت وکړ، جسد مبارک يې لا نه و دفن شوی چې صحابه کرامو د امیر دټاکنې او د يو نظام دجوړښت چارې پیل کړې. دا ځکه چې حکومت يو ډير مهم کار ده نو مجاهد بايد دغه مهم کار او مقدسه دنده دشخصي مفاداتو لپاره نه وګرزوي.
دمجاهد ټول کړه وړه، دوستي او دښمني بايد يوازې د الله تعالی لپاره وي، هيڅ دځان ښونې، قومیت، ژبپالنې او عصبيت په بنا نه وي، په يوه پيښه کې حضرت علي «کرم الله وجهه» يو کافر ځمکې ته کړ او په سینه يې ورکېناست، کافر د حضرت علي «رض» په مخ لاړې ور تو کړې، علي «رض» سمدستي ترې ولاړ شو، کافر وويل: ولې دې پريښودم؟ ده وویل: مخکې مې دالله تعالی لپاره دښمني درسره کړه، اوس که دلاړو په مقابل کې سزا درکړم؛ بیا به دا دښمنې دالله تعالی لپاره نه، بلکي شخصي وګرځي. په نظام کې دمجاهد خدمت که د څه اندازې معاش یا نورو شخصي موخو ته درسيدو په نیت وي؛ نو دا نيت نه يوازې دا چې دده سپيڅلي عبادت (جهاد) ته صدمه رسوي دنظام دزوال لامل هم جوړيږي. الله تعالی دي نه کړي
په راتلونکي برخه کې ددوهم صفت (تقوا) اړوند بیان.… ان شاء الله تعالی