سليمان سعيد
بېګا يو مجلس کې ناست وم، چې اکثره پکې ځوانان وو، خو يو سپين ږيری مولوي صاحب هم راسره ؤ، هغه د احمد شاه بابا له دورې تاريخ راپيل کړ. ځوانانو د امان الله خان، حبيب الله کلکاني، ظاهر شاه، داؤد خان، مجاهدينو او کمونستانو په اړه پوښتنې کولې. سپين ږيري مولوي صاحب ډېر قانع کوونکي ځوابونه ورکړل او په ښه انداز يې د هغوی شکوک رفع کړل. مګر بيا هم ځينې ځوانانو به ځای، ځای د هغه وخت پر علماؤ او مجاهدينو نيوکه کوله، ځينو به يې ويل چې موږ ته خو د مکتب په تاريخونو کې داسې نه دي ليدلي، ځينو يې ويل چې ښايي غلام محمد غبار او محمد حسن کاکړ به له فلاني او فلاني سره شخصي تضاد درلود.
په هر صورت؛ کله چې مولوي صاحب د اسلام د اساساتو په اړه خبرې پيل کړې، د الله تعالی د وحدانيت په هکله يې دلايل وويل، د اسلام د احکامو حکمت يې بيان کړ او دا هر څه يې په ډېره معقوله توګه تشريح کړل، نو ټولو ځوانانو يې خبرې تأيدولې او اکثره يې ډېر زيات متأثره شول.
مولوي صاحب چې د امان الله خان د اشتباهاتو يا د نجيب او نورو کمونستانو د بې دينۍ په اړه خبرې کولې، ځوانانو په خلاص زړه نه ورسره منلې، خو چې اوس يې د اسلامي نظام او خپلواکۍ ارزښت، د اسلامي قوانينو د تطبيق فوائد او د اسلام حکمتونه تشريح کول او د غربيانو نيوکې يې په عقلي او نقلي دلايلو ځوابولې، نو ټولو د زړه له تله لبيک ويل او دا هر څه يې تأيدول.
نو له دې مجلس څخه ثابته شوه، چې افغانان يوازې په اسلام راټولېدلی شي او بايد د اسلام اساسات او حکمتونه ټولو هېوادوالو ته بيان شي. د ماضي له اختلافاتو بايد راووځو او په اوسني حالت کې ښه او بد ور وپېژنو.
الحمدلله؛ افغانان ټول مسلمانان دي او که د اسلام احکام په سمه توګه ورته تشريح شي، هيڅوک پکې مخالفت نه کوي.
که د قوم او ژبې په نوم مبارزه کيږي، نو افغانان په شلو ډلو تقسيميږي، که بله پردۍ مفکوره راوړل کيږي، بيا هم د اختلاف لامل کيږي، ځکه چې لږ شمېر خلک به پرې دوکه شي، خو نور يې مخالفت کوي، همداسې که هره باطله مفکوره وي. مګر که څوک د اسلام غږ پورته کړي، هغوی کاميابيږي، هيڅوک يې ښکاره مخالفت نه شي کولی او ټول ملت يې کلک تأييد او ملاتړ کوي.
زموږ تېر تاريخ هم پر همدغه حقيقت بناء دی، احمد شاه بابا د اسلام او خپلواکي داعيه درلوده، پوځ کې يې پښتانه، تاجک، ازبک، ترکمن او د نورو مختلفو اقوامو خلک موجود وو او په هندوستان کې به يې چې کوم ځايونه فتح کړل، د هماغه ځای خلک به يې پرې حاکمان ټاکل. خو که چېرې هغه د قوميت داعيه درلودلی، نو يوازې پښتانه به ورسره وو او دومره پراخې سيمې به يې نه وې فتح کړې، که کومه بله باطله نظريه ورسره وای، نو ټولو مسلمانانو به يې کلک مخالفت کړی وای.
همداراز؛ کله چې امان الله خان د اروپا له سفره راستون شو او د افغانانو د ديني او ملي ارزښتونو خلاف يو څه اقدامات يې وکړل، نو خپل عسکر يې هم ورسره پاتې نه شول، ټول له حبيب الله کلکاني سره ملګري شول، ځکه هغه د اسلام داعيه پورته کړې وه. حال دا چې د کلکاني په نسبت امان الله خان په ولس کې پراخ نفوذ او ښه تاريخ درلود.
بيا چې کله کمونستانو پر سردار داؤد کودتا وکړه او کمونستي مفکوره يې راوړاندې کړه، نو د وسلې په زور يې خلک تابع کول، کنه په ولس کې يې هيڅ محبوبيت نه درلود، بلکې ولس يې کلک مخالفت وکړ او په ټول هېواد کې عمومي قيام وشو، تر دې چې بالآخره يې شرمېدلې ماته وخوړه او د تل لپاره د کمونيزم نظريه له منځه ولاړه.
بيا چې صليبيانو د ډيموکراسي د ترويج مفکوره راوړاندې کړه، هغوی هم ذليلې ماتې سره مخ شول او ډيموکراسي هم د يوې ناکامې مفکورې په نوم د ماضي برخه شوه.
خلاصه دا چې د هر ملت افکار بايد مطالعه شي او بيا د هغه مطابق اقدام وشي، دلته الحمدلله؛ ټول ملت مسلمان دی، له اسلام پرته بله هيڅ مفکوره او تقسيم نه مني. نو يوازې اسلام زموږ د وحدت نقطه ده.
اوس چې الحمدلله؛ د ډيموکراسي باطلې نظريې هم ماته وخوړه او پر ټول هېواد اسلامي نظام حاکم شو، اوس د ټولو افغانانو تر منځ کلک اتحاد ته جدي اړتيا ده، داسې چې ټول رښتيني مؤمن افغانان په يوه ټغر راټول شي.
د دې لپاره لازمه ده چې يوازې د اسلام داعيې ته حکيمانه کار وکړو او خپل نوی نسل د اسلام پر سپېڅلې عقيده وروزو. زموږ تر منځ د اختلافاتو سرچينې په ماضي کې دي، بايد هماغسې په ماضي کې يې پرېږدو، تېر په هېر، هيڅوک بايد د ماضي اختلافات اوس وخت کې ونه څېړي. موږ بايد له ماضي راووځو او د حال او راتلونکې لپاره فکر وکړو.
لکه له حضرت موسی عليه السلام څخه چې فرعون وپوښتل: نو د پخوانيو خلکو څه حالت دی؟ (يعنې ايا هغوی ته به عذاب ورکول کيږي؟) دا پوښتنه فرعون د دې لپاره کوله، چې که موسی علیه السلام د هغوی د کفر او تعذيب په اړه څه ووايي، نو زه به خلکو ته ووايم، چې ايا تاسې پر موسی عليه السلام باندې ايمان راوړئ، حال دا چې هغه ستاسې د پلرونو او نيکونو په اړه داسې او هاسې وايي!
خو موسی عليه السلام په ډېره حکيمانه توګه داسې ځواب ورکړ ــ ژباړه: د هغوی علم زما له رب سره په يو کتاب کې محفوظ دی، زما رب نه غلطي کوي او نه کوم شی هېروی. سورة طه
نو موږ ته هم په اوسنيو حالاتو کې د دغه ډول سياست اړتيا ده، موږ بايد په ماضي کې هيڅ داسې تتبصره ونه کړو، چې د اختلافاتو زياتېدلو علت کيږي او هيڅ فايده ونه لري. بايد ووايو چې هغوی تېر شوي او هر څوک به الله تعالی ته خپل حساب ورکړي، راځئ موږ ځانونه سم کړو او پر اسلام کلک عمل وکړو. نو په دغه خبره کې به موږ سره هيڅوک مخالفت نه کوي.