امریکا په افغانستان کې له ماتې وروسته په یوه نوي چل او فریب سره په پرله پسې ډول هڅه کوي چې له تیږې څخه غر جوړ کړي او داعش خراسان د حقیقت برعکس نړۍ ته د لوی ګواښ په توګه معرفي کړي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د داعش خراسان شتون یوازې یو پروپاګند دی.
په اخر کې امریکا داعش ته د کمپاین په خاطر یو غټ ګام پورته کړ او څه موده وړاندې یې اعلان وکړ چې د داعش د مالي شبکې د له منځه وړلو په اړه د معلوماتو ورکولو په پار یې لس میلیونه ډالره انعام ایښی دی.
د يادونې وړ ده، چې په همدې اعلاميه کې راغلي، چې داعش خپلې مالي سرچينې په ننګرهار کې د طبيعي زېرمو له استخراج، د تالک کان له استخراج، له ځايي خلکو د مالیاتو له تر لاسه کولو، له سوداګرو څخه د پيسو په اخیستلو او په افغانستان کې د تنباکو له پلور څخه تقویه کوي.
یوه مسخره او درواغجنه ادعا چې هر عقلمند سړی یې په دروغو یقین لري.
دا څنګه ممکنه ده چې داعش دې د افغانستان د یوې پنجې خاورې خاوند هم نه وي، خو کانونه دې استخراج کړي، له ځايي خلکو او سوداګرو پیسې واخلي او یا تنباکو وپلوري؟
کله چې وايي له ځايي خلکو څخه مالي ډالۍ، بايد وويل شي، چې امريکا په دې خبرو سره دا ثابتوي چې په افغاني ټولنه کې د خوارجو ډله ځای لري او په غير مستقيم ډول دا هم ویل غواړي، چې ولس له دې ډلې سره همکاري کوي.
دا ادعا له یوه سپکاوي پرته بل څه نه دي او ټوله نړۍ شاهده ده چې افغان ولس له دې فتنه ګرو څخه څومره کرکه او نفرت لري
په حقیقت کې که د امریکا موخه د داعش کمزوري کول وي، نو ولې یې هغه مهال له منځه یو نه وړل چې په افغانستان کې یې ځواکونه موجود وو او داعش هم ځینې سیمې تر کنټرول لاندې درلودې؟
ولې یې په هغه وخت کې د داعش د مالي شبکې د له منځه وړلو لپاره اقدام ونه کړ او دومره انعامونه یې ونه ټاکل؟
دا ځکه چې امریکا غواړي د داعش په ترویج سره اروپايي هېوادونه او د افغانستان ګاونډیان دوکه کړي او د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې ځند راولي.
خو هغه څه چې ټولو ته څرګند دي هغه دا دي چې په افغانستان کې د داعش ریښې وچې شوي او د هغوی ټولې ناوړه دسیسې هم له ماتې سره مخ شوي. که څه هم امریکا د دې فتنې لپاره خاموشه تبلیغات وکړي خو بیا هم د نړۍ نور هېوادونه په دې برخه کې روان حالت ګوري او د اسلامي امارت سره تعامل کوي.