قاري عبد الستار ”سعید“
په اوسني عصر کې د حق او باطل تر منځ د جګړې یو مهم بخش نشراتي یا تبلیغاتي ډګر دی. لکه څنګه چې په نظامي ډګر کې ټوپک په لاس مجاهد خپل تعریف، ځانګړنې او مسؤلیتونه لري، همدا ډول په رسنیز ډګر کې قلمي مجاهد هم خپل خصوصیات او وظائف لري چې باید ویې پيژني کړي او په هماغه مسیر حرکت وکړي.
قلمي مجاهد څوک دی؟
هغه مسلمان مبارز چې د الله تعالی د رضاء او د کلمة الحق د لوړتیا لپاره د کفارو او د هغوی د ملګرو په وړاندې په رسنیز میدان کې جهاد کوي، قلمي مجاهد ګڼل کیږي.
رسنۍ یا میډیا بیلابیلې برخې لري، لکه چاپي میډیا ( کتاب، مجله، اخبار، پوسټر وغیره) صوتي میډیا( راډیو او صوتي اصدارات) تصویري میډیا ( ټيلویزیون او ویډیویي اصدارات) او بریښنایي میډیا (انټرنیټ، ویب پاڼې، فیسبوک، ټویټر، ټيلګرام، یوټیوب او نورې اجتماعي رسنۍ) دا چې قلم د تبلیغ تر ټولو لومړنۍ او پیژندل شوې وسیله ده او لوړ حیثیت لري، له همدې امله د یاد شویو برخو په هر مجاهد د قلمي مجاهد اطلاق کیدلای شي.
قلمي یا رسنیز جهاد ولې ضرور دی؟
د الله تعالی په لاره کې جهاد څو برخې لري. نبي علیه السلام په یوه مبارک حدیث کې فرمایي: جاهدوا المشرکین، باموالکم و انفسکم و السنتکم. رواه ابوداود. ژباړه: له کفارو سره په خپلو مالونو، ځانونو او ژبو سره جهاد وکړئ. په ژبه سره د جهاد مطلب دا دی چې د کفارو په مقابل کې خبرې او ویناوې وکړئ، خلک جهاد ته دعوت کړئ، د کفارو له دسیسو یې اګاه کړئ، د کفارو د تبلیغاتو مخه په متقابلو تبلیغاتو ونیسئ. د صدر اسلام په وخت کې د مسلمانانو په وړاندې کفارو یوازې په ژبه سره تبلیغاتي جنګ کاوه، نو ځکه مسلمانان هم په ژبني جهاد مأمور وو. اوس چې کفار د مسلمانانو په خلاف له چاپي، صوتي، ویډیوي او برقي میډیا څخه کار اخلي، نو بالمقابل مسلمانان هم مکلف دي چې په ټولو برخو کې ورسره مقابله وکړي او ضرر یې دفع کړي.
میډیا یا رسنیو په اوسني عصر کې خورا ډير اهمیت پيدا کړی دی. رسنۍ له ( اجرائیه، مقننه او قضائیه) قواوو سره په څنګ کې د حکومت څلورمه پایه ګڼل کیږي. د عامه اذهانو سوق او اداره د رسنیو په وسیله کیږي. د انسان کردار د فکر تابع دی. انسان چې هر څنګه فکر لري هماغسې کردار ترسره کوي او د افکارو کنترول د رسنیو کار دی. نو که غواړو خپل اولس او عام مسلمانان سم لوري ته رهنمایي کړو، نو باید په رسنیز فعالیت سره د دوی افکار جوړ کړو، له همدې ځایه ویلی شو چې قلمي جهاد لکه څنګه چې د في سبیل الله جهاد یوه عمده برخه ده، د اسلام د یوې بلې شعبې( دعوت الی الله) مهمه برخه هم ده او قلمي مجاهد په دې سربیره چې مجاهد دی (داعي الی الله ، آمر بالمعروف و الناهي عن المنکر) هم ګڼل کیدای شي.
د قلمي مجاهد مشخصات
لکه څنګه چې مسلح جهاد خپل ځانګړي آداب او مشخصات لري، همدا راز د الله تعالی په لار کې قلمي جهاد هم ځينې ځانګړنې لري چې دلته یې په مختصر ډول یادوو.
لومړی ــ جهاد یو عبادت دی او د هر عبادت د صحت اساسي شرط برحقه عقیده، سالمه نظریه او د نیت اصلاح ګڼل کیږي. قلمي مجاهد باید جهاد په دې عقیده وکړي چې د الله تعالی له لورې رالیږل شوی حکم او فریضه ده. د قوم، خاورې،ډلې یا نورو عصبیتونو په اساس دې مبارزه نه کوي. بلکې صرف او صرف د الله تعالی رضا او د کلمة الله لوړتیا ته دې خپل هدف وټاکي.
په جهاد کې ګډون کوونکي بیلابیل اقسام لري، ځیني د انتقامي جذبې په اساس جهاد ته وړاندې کیږي، څوک د قومي او ملي احساساتو په اساس، چا ته ټوپک، جهادي عنوان او سټایل خوند ورکوي نو مجاهد شي، ځینې بیا نورو ته ګوري او د هغوی په تقلید جهاد شروع کړي. اما واقعي مجاهد هغه دی چې هغه په شعوري ډول د جهاد ډګر ته را وړاندې شوی وي. هغه دا چې جهاد دیني فریضه او خپل مسؤلیت بولي، نه د امتیاز، منصب او شهرت غم ورسره وي او نه په چا احسان باروي. قلمي مجاهد هم باید کټ مټ همداسې په شعوري ډول خپله مبارزه پرمخ یوسي او یو عظیم مسؤلیت یې وګڼي.
قلمي مجاهد باید همیشه خپل نیت ته متوجه و اوسي، معامله یې له الله تعالی سره وي، ټول نشرات باید د ثواب په نیت او جهادي جذبه وکړي، له تظاهر، ریا او نورو منکراتو چې نیک اعمال ضائع کوي باید په کلکه ځان وساتي.
دوهم ــ علم یو داسې ضروري شی دی چې په هیڅ دیني یا دنیوي کار کې ترې خلاصون نشته. ځکه علم یوه معنوي رڼا ده، لکه په محسوساتو کې چې موږ د هر کار لپاره رڼا ته ضرورت لرو. مثلا د ورځې کار او کسب کوو، ځکه د لمر رڼا وي، که تیاره اطاق ته داخل شو، تر ټولو اول د برق بټن وهو تر څو رڼا جوړه شي او مطلوب شیان ووینو. همداسې په معنوي امورو کې علم تر ټولو اهم ضرورت دی. هر څوک چې کوم کار کوي، ضرور ده چې د هغه په اړه یو څه علم ولري. که ضروري علم ورسره نه وي، نو کارونه به یې نیمګړي او د اشتباه امکان به یې زیات دی.
د شریعت له نګاه د مبتلی به ( هغه څه چې سړی په کې بوخت وي) علم فرض عین دی. دې دې ته په پام سره قلمي مجاهد ته په هم په کار دی چې د خپل کار ( جهاد او دعوت) په اړه که تفصیلي نه وي اجمالي علم خو باید ولري. مثلا د جهاد معنی او مقصد، د جهاد فضائل او ضروري مسائل، د دعوت ضروري آداب، له دښمن سره د مشاجرې آداب، د وینا او لیکنې اړوند مشروع او نامشروع امور، له کذب، بهتان او افتراء ځان ساتل. د صداقت، امانت دارۍ او مروت اصولو ته ژمنتیا وغیره.
دریم ــ قلمي مجاهد باید د تقوی اصل له پامه ونه غورځوي.خپل ټول ژوند باید د تقوی په چوکاټ کې تېر کړي، په جماعت سره لمونځ، د دیني احکامو ټینګ اهتمام،د قران کریم تلاوت، اذکار او نور حسنه اعمال هغه څه دي چې په برکت یې الله تعالی په جهادي فعالیت کې برکت او مؤثریت اچوي. د اوس وخت قلمي جهاد په خاص ډول انټرنټ او سوشل میډیا ځينې منفي اړخونه هم لري او که له مجاهد سره د تقوی وسله نه وي شاید په ګناهونو لکه بدنظرۍ، انحراف او عبثیاتو کې مبتلا شي. نو ځکه ضرور ده چې مجاهد خپل شخصي کردار او ځاني اصلاح ته هم همیشه متوجه واوسي. یو داعي هغه وخت مؤثر واقع کیدلای شي چې لومړی یې خپل ځان اصلاح کړی وي.
څلورم ــ د قلمي مبارزې لپاره بل مهم اصل استعداد دی. قلمي مجاهد که د کار کولو استعداد او مهارت ونه لري نو فعالیت به یې کمزوری او بې اغیزې وي. استعداد او مهارت بیلابیل اقسام لري چې دوه قسمونه یې ډیر مهم دي.
الف : علمي یا فرهنګي استعداد
د علمي او فرهنګي استعداد څخه مطلب دا دی چې قلمي مجاهد هغه بصیرت او درایت ولري چې په قلمي مبارزه کې ورته ضرورت پیښيږي. که په خلاصه ډول وایو باید د جهاد یا خپلې قلمي مبارزې مقصد او هدف ورته معلوم وي او که څوک یې په داعیه او مبارزه اعتراض کوي باید ځواب ورته ولري. د حق او باطل په خاص ډول د اسلام او غرب تر منځ د اوږدې نزاع چې د لومړنیو پيړیو له اسلامي فتوحاتو را شروع کیږي، ورپسې صلیبي جګړې، استعماري جګړې اود معاصرو امریکایي یرغلونو تر زمانې له جریان څخه څه ناڅه آګاه وي. د اسلام او افغانستان له تاریخ څخه تر یو حده خبر وي، د نړۍ پر نقشه، سیاسي او بشري جغرافیه باندې یو څه علم ولري. معاصر نړیوال نظام، لوی قدرتونه او سازمانونه او د هغوی رول وپيژني او د اسلامي نړۍ قضایا په خاص ډول د افغانستان د قضیې پس منظر ورمعلوم وي. د اسلامي امارت لنډ تاریخ او د اسلامي مبارزو سابقه ور معلومه وي. دا بصیرت ځکه ضرور دی چې د قلمي مجاهد سروکار له خبرونو، تبصرو، تحلیلونو او غبرګونو سره دی. له یوې پیښې یا خبر سره د قلمي مجاهد تعامل له څلورو مرحلو تیریږي، چې لومړی د خبر اوریدل، ورپسې په خبر پوهیدل، ورپسې د خبر د ابعادو تحلیل او پيژندل او څلورم د خپل بصیرت په رڼا کې د خبر اغیزې او پایلې اټکلول او د هغه په وړاندې پر وخت او مناسب غبرګون ښودل. په خبرونو او احداثو د ژور پوهیدلو او تحلیل لپاره یاد شوي عمومي بصیرت ته اړتیا ده.
دغه بصیرت حاصلول دې ته اړتیا لري چې قلمي مجاهد له خپل جهادي مصروفیت سره سره د خپل استعداد لوړولو ته هم وخت ورکړي، باید ګټور کتابونه پیدا او مطالعه یي کړي، له خپلې مورنۍ ژبې علاوه باید د نورو ژبو د زده کړې هڅه وکړي تر څو له پراخو علمي ذخیرو څخه په استفاده خپل استعداد او د بصیرت کچه لوړه کړي.
با: تخنیکي استعداد
اوسنۍ میډیا په تخنیک ولاړه ده، کمپیوټر د قلم ځای نیولی او د نشراتي مبارزې ټولې برخې په یوه شکل له کمپیوټر سره تړاو پیدا کوي. بناء قلمي مجاهد دې ته اړتیا لري چې له کمپیوتر او د هغه له مهمو پروګرامونو، مبایل او نورو تخنیکي وسائلو سره بلد وي او دومره مهارت په کې ولري چې په اغیزناک ډول کار ترې واخلي. په نشراتو کې ابتکار، لوړ کیفیت او د عصر معیار رعایت کول ضروري ګڼل کیږي. جهادي نشرات باید په لوړ معیار خپاره شي او د دې لپاره لوړ مهارت او استعداد ته اړتیا ده.
پنځم ــ قلمي مجاهد باید د خپل وخت مدیریت او له وخت نه سمې استفادې ته متوجه وي. د سوشل میډیا یوه جانبي عارضه دا ده چې که ورته بیدار ونه اوسو ډير وخت مو په کې مصرفیږي. نو ځکه قلمي مجاهد باید د خپل عمر قیمتي شیبو ته متوجه و اوسي، ځکه د انسان عمر هغه څه دی چې د قیامت په ورځ به یې ترې پوښتنه کیږي. دا عمر باید په بې ګټو کارونو ضائع نه شي. قلمي مجاهد باید د یوه پروګرام او تقسیم الاوقات له مخې خپل فعالیت ترسره کړي. معلوم وخت سوشل میډیا ته ورکړي او له هغه علاوه په نور وخت کې تعلم، مطالعه او د نشراتي موادو او ګټورو لیکنو په تهیه کولو تېر کړي او یا دې هم د خپل استعداد د ترقۍ یا نورو ملګرو د روزنې او تربیې په برخه کې کار وکړي.
شپږم ــ اسلامي امارت زموږ د سیمې په سطحه هغه اسلامي او جهادي صف دی چې د اسلامي واکمنۍ او جهاد اوږده تجربه لري. زعامت یې د علماء کرامو په لاس کې دی او اکثره مسؤلین یې د ټولنې له تر ټولو صالح او پاک قشر ( دیني طالبانو او اسلامپالو) څخه دي. باید دې صف ته په پوره اخلاص، اطاعت او د ایثار او فداکارۍ په جذبه متعهد واوسو. ځکه تر دې پخوا د سترو جهادي مبارزو ثمرات د تفرق، بې اطاعتۍ او خپلسریو له امله ضائع شوي دي. نو ځکه باید دغه سپیڅلی صف د الله تعالی یو رحمت وګڼو، په اخلاص ورته ژمن پاته شو او هر جائز امر ته یې لبیک ووایو.
په همدې هیله