دا هغه پوښتنه ده چې د ډېرو پوهو، دیني او فکري خلکو ذهنونه یې د داعش ډلې لورې ته اړولي دي او اړوي يې، چې ولې په دې لانجو او په دې ورځو کې چې د کفر او اسلام تر منځ جګړه روانه او ښه توده ده او د فلسطین د خلکو مظلوميت ټولو ته ښکاره دى، داعش ډله غلی ده او کوم غبرګون نه ښيي؟!
په داسې حال کې چې په دې ورځو کې هره ډله چې اسلامي بلل کیږي باید د فلسطین له مظلوم ملت څخه دفاع وکړي، او اکثره مسلمانانو یا حتی هغه کسانو چې ځانونه یې مسلمانان ښودلي دي، نن سور څراغ ښودلی دى، خو داعش یا هماغه ډله چې د مزعوم اسلامي خلافت نغارې يې ډنګولې، هره ورځ به یې د ګڼو بې ګناه انسانانو ژوند اخیست او اخلي يې او د اسلامي خلافت دعوو يې د نړۍ غوږونه کاڼه کړي وه، اوس چېرته ده او ولې چوپ ده؟
ایا د داعشيانو جهاد یوازې او یوازې د مسلمانانو په جګړه کې دی او له کفارو او یهودانو سره هیڅ کار نه لري؟
ایا د دوی په نظر د یو مسلمان وژل تر یهودي هم غوره دي؟!
ایا ړانده او کاڼه شوي دي چې د مظلوم ولس ګډوډ حالت نه ویني؟!
تاسو څه فکر کوئ لامل یې څه دی؟
لومړۍ باید ووایو چې نننی داعش د اسراییلو/یهودو په مټ جوړه او تادیه شوې ډله ده. يو نوکر او غلام هيڅکله د خپل بادار په خلاف بغاوت نه کوي، خيانت نه کوي او نه ورسره جنګيږي او دا خبره په اسنادو ثابته ده چې داعش د امريکا او يهودانو له خوا جوړه شوې او پيسې ورکول کيږي او کفارو په وار وار اعتراف کړی چې داعش ډله موږ جوړه کړې ده نو څنګه د خپل روحاني پلار په وړاندې بغاوت کوي؟
دويمه خبره دا چې زه له تاسو پوښتنه کوم؛ ایا تاسو په یاد لرئ چې داعش تر اوسه د “پوځي” کفارو او غاصبانو په وړاندې په خپلواکه توګه برید ترسره کړى وي کوم چې هره ورځ په ډیرو اسلامي هیوادونو لکه سوریه، عراق، فلسطین … کې په مسلمانانو بریدونه کوي او په زرګونو مسلمانان وژني؟
البته غیر نظامي او غیرحربي خلک ترې استثناء دي، او که يې په هغوى بريد کړى هم وي دا د پردې تر شا د جعلي نندارې پرته بل څه نه دي.
دريمه خبره دا چې زه له تاسو پوښتنه کوم چې داعش په اوسنۍ ټولنه کې کومه ډله او کوم خلک په نښه کوي؟ کوم ځایونه له منځه وړي؟ او دقيقاً کوم ځايونه په نښه کوي او ولې دا کار کوي؟
څرګنده ده، کوم جنايات چې نن يې صهیونیستي رژيم د فلسطیني مسلمانانو په خلاف ترسره کوي؛ همدا پالیسي د داعش لخوا په اسلامي خاورو کې پلي کیږي، تاسو دا په خپلو سترګو لیدلي او یا به يې ووينئ چې د داعش هدف د علمي کادرونو له مېنځه وړل، د سپیڅلو ځایونو ویجاړول او عبادالله د عبادت له آرامۍ څخه بې برخې کول دي.
څلورمه خبره دا چې ایا تاسو د اسراییلو په وړاندې د داعش لخوا کوم عمل یا عکس العمل لیدلی یا اوریدلی دى؟
هېڅکله نه! هم داسې عکس العمل ناشونی ښکاري، که څه هم د صهیونیستي رژیم په وړاندې د حماس له خوا ځینې بریدونه په ظاهره داعش ځان ته منسوب کول، حال دا چې اوس هغه له حقیقت څخه لرې وه او دا کار مستند ثابت شوی دی.
پنځمه خبره دا چې زه درنه پوښتنه کوم؛ چا او کومې ډلې اسلامي نړۍ ټول جهان ته د ترهګر او قاتل په توګه معرفي کړه چې نن خلک له اسلام او حتی له نوم څخه يې کرکه لري؟ چې د اسلام نوم واخستل شي؛ سخت مخونه، ترهګر، قاتلان او غله ذهن ته راځي.
آیا د داعش او د هغوى د غیر انساني او غیر اسلامي نمایش پرته بل څوک وو؟
شپږمه خبره دا چې ايا په دې ورځو کې خبر نه ياست چې فلسطين/غزه په وير کې ده او مسلمانان شپه او ورځ په وينو کې ډوب دي؟
خو دغه ظاهراً اسلامي ډلې له دې فرصته په استفادې د فلسطين د مجاهدينو په وړاندې توطئيې په لارې واچولې او…
آيا دا دوه مخې سکه مو پيژندلې نه ده؟ آيا تر اوسه مو دغه استخباراتي يهودي ډله پېژندلى نه ده؟