د غزې له حاله خبر شئ!

#image_title

د غزې له حاله خبر شئ

سلیم عمر

پرون د خان یونس په ښارګوټي کې د «مواصی» په سیمه کې د یهودي پوځ الوتکو او ټانګونو د بې ځایه شویو خلکو پر خیمو بمبار وکړ، چې له امله یې ۷۱ تنه شهیدان او نږدې ۳۰۰ ټپیان شول.

د اسرائيلي رژيم جنايتونه په داسې حال کې دوام لري، چې په نړۍ کې تر دوه ميلياردو زيات مسلمانان ژوند کوي.

هغه مسلمانان چې نظامي او استخباراتي ځواک لري، خو د څو میلیونو یهودانو په وړاندې د مسلمانانو د عزت دفاع نشي کولای.

نن ورځ غزه یوه لویه غمیزه ده، چې د تاریخ په اوږدو کې به د مسلمانانو د حکومت په ټنډه د داغ په توګه پاتې شي.

نن غزه سوځي؛ په داسې حال کې چې په میلیونونو ځوانان په خوښیو کې ډوب دي او بې خبره دي، غزه په ماتم کې ډوبه ده او د یو امت زَور په اوږو وړي، غزه د ظالمانو په مقابل کې ولاړه ده او ان شاءالله بریا به د هغوی وي.

غزې د اسلامي امت لپاره د وياړ او عزت لاره هواره کړه او که ناکامه شي، نو دوه ميليارده امت په حقيقت کې ناکام دی.

عاصم جلال
Exit mobile version